په افغانستان کې دسیا تالي څټې

د)راپرزیدلودنده( کتاب ته لنډه کتنه

ژباړه: ب اکبري
تیرې درې لسیزې دافغانستان دکمزوری اوبې وزلی لسیزې اوکلونه وو.اود دغه هیواد راتلونکي اوبرخلیک ،دنړۍ خوړونکو دووسترو ابرځواکونوپخواني شوروي اتحاد اودامریکا په لاسونوکې و.

دغولویوځواکونو دخپلوښکیلا کي موخواوغوښتنوپرته بل هدف نه درلود.اوپه دې لاره کې دهیڅ رازمدني،اخلاقي اونړیوالوقوانینوپه پروا کې نه وو.
دهغو په منځ کې تلپاتې رقابت روان و.اوورسره جوخت یې دافغانستان دحقوقي واکمنی په له منځه وړلو کې یو تر بله سیالي کوله.او په زړه پوري داچې دهغودګټواوغوښتنوسره سم به د دوی ترمنځ جوړ،جاړی رامنځته کیده اوپه بدل کې به دسلګونوزروافغانانوویني بهیدې.
د دغې سړې جګړې په ټس کې ،افغانستان دخونړۍ جګړې ډګرو.دهغه وخت د ډیریو واکمنواو جهادي مسلمانانو توري کړنې رسوادي.له څو تنوپرته ډیری هغه کسان چې په هغه مهال دافغانستان دولسونوپه برخلیک واکمن وو،هغوسیاسي اوکاري پوهه اوسپیڅلتیا نه درلوده اودا لوبه تر ننه پوري روانه ده.
دګري شرون له خوا لیکل شوی کتاب )په افغانستان کې سي،ای،اې څه ډول دطالبانودواکمنی دله منځه وړلواوراپرزولوعملیات رهبري کړل( په نوم ښاغلي اسدالله شفایې ژباړلی اود)سولې دڅیړنې اوپراختیا مرکز(خپورکړی دی.
دغه کتاب د۲۰۱۱م کال دسپتمبرد ۱۱نیټې دپیښوپه اړه چې درې زره امریکایان پکې ووژل شول رڼا اچولي چې په افغانستان کې یې دطالبانوپرضد جګړې ته دامریکا اوناتووسله والوځواکونوته لاره اواره کړه.
په دغه لیکنه کې هڅه شوي چې دغه کتاب ته ځغلند ه کتنه وشي.
)په افغانستا ن کې دســــیا دنده(
ګـــري شرون د سي،ای، اې هغه لوړ پوړی چارواکی دی چې ډیری وختونه یې دافغان مجاهدینوپه اړه یې کلیدي اواساسي رول لوبولی دی.اودجهادي قوماندانانودهغو له ډلې څخه یې دعبدالحق،مسعودخلیلي،احمد شاه مسعود،احمد ضیا مسعوداو حامد کرزي سره اوږدمهاله اړیکي درلودې اوپه دغه کتاب کې یې دغه اړیکي په ډاګه کړي دي.
نوموړي ته د۲۰۰۱کال دسپتمبرله ۱۱نیټې وروسته دنده وسپارل شوه چې دسی،ای،اې سازمان په تاریخ کې دستروعملیاتودترسره کولوزمینه رامنځته اودطالبانودله منځه وړلو په موخه دامریکا دچټکوپوځي عملیاتولپاره ،لاره اواره کړي.او د دغه هدف لپاره ګري شرون دنورو۹تنوسره یوځای پنجشیر ته واستول شو.

د)راپرزولودنده (نومی کتاب په افغانستان کې دګري شرون په مشری د سي،ای،اې اړوند ډلې د۳۳ ورځنیوهلو،ځلوچې د)لاس تر زنې له منځه وړلویا جاوبریکر(په نوم یادیږي،پرده پورته کوي چې نظار شورا اودهغه پلویانوپه افغانستان کې دسیا اوامریکا وسله وال پوځ تیري ته لاره اواره کړه.
ګري شرون په پیل کې دمسعود خلیلي له خولې داحمد شاه مسعود دترورد څرنګوالي په اړه یادونه کوي کوم چې داحمدشاه مسعود سره یې اوږدې کاري اړیکي درلودې.
هغه دکتاب په پیل کې دمجاهدینواوسي،ای،ای اړیکوتاریخ ته کتنه کوي اودثور داوومې نیټې دکودتا وروسته دافغانستان په کورنیوچاروکې دهغه سازمان دلاسوهنوڅخه پرده پورته کوي.
ګري شرون وایې:
)هغه پیښې چې دافغانستان په قضیه کې دلاسوهنې لامل شوې د۱۹۷۹م کال ته ورګرځي (….
اودجهاد دپیل په اړه وایې:
د۱۹۷۸م کال په اګست کې دسي،ای،اې یولوړپوړی چارواکی آلن ولف چې په سي،ای،اې کې دنیږدې ختیځ اوسهیلي اسیا دچارومرکزریس وپه پاکستان کې وویل:
) ښاغلو زه اوس دلته یم.څوکارونه پیل کړم.په کابل کې زموږکسان درژیم په احاطه اوچم،ګاونډکې سم کارونه ،نشي ترسره کولای.خومجاهدین دلته په پاکستان،پیښاوراواسلام اباد کې مرکزونه اونمایندګی لري.زموږجګړه له همدغه ځایه پیل کیږي.تاسودمجاهدینوپه هره ډله کې ځیني کسان په کاروګوماری.(
ګري شرون څرګندوي چې سي،ای،اې دروسانوپه وسیله دافغانستان له نیولودمخه دافغانستان د دولت پرضد پراخ اقدامات اوهڅې په لاره اچولي وې .دجهادي ډلو،ټپلوپه تسلیح،تجهیزاوتمویلولوکې یې نیغ په نیغه برخه اخیستي وه.
موږد۱۹۷۹کال په نیمایې کې د ولف دفوق العاده لارښوونوسره سم اوه ګونومجاهدینوپه منځ کې وړکسان وموندل.اوپر هغه سربیره واشنګټن ته له راګرځیدووروسته د دولف دهڅوله مخې دامریکا دولت دپاکستان د دولت په ملاتړ دبشرپالومرستودرامنځته کولوپه موخه یوپټ پلان جوړکړ.
دشوروي دسره پوځ له خوا دافغانستان اشغال د دې سبب شوڅودامریکا دولت پخپل ټول ځواک دافغانستان دمجاهدینوشاته ودریږي اودازادی دمبارزې په غورځنګ کې داسلامي نړی ملاتړترلاسه کړي.
)دافغانستان له اشغاله څوورځې وروسته دجمهور ریس کارترپه لارښوونه یوستر پلان اوستراتیژي پیل شوه چې ۱۲ کاله یې دوام ومونداودهغه په لړکې په نغد ډول،میلیاردونه ډالره،پوځي تجهیزات اوبشرپالې مرستې دافغان مجاهدینوته ورسول شوې اوپه دې لاره کې مجاهدینوته د دغومرستودویش رول پاکستان په غاړه واخیست(
همدارازدامریکا دمتحده ایالاتودمرستوپه تړاودواشنګټن پست خبریال او)دافغانستان تر پردې شاته (کتاب لیکوال سلیک اس،هاریسون لیکي:
دامریکا اوسعودي عربستان پټې مرستې تر ۱۹۹۱کال پوري۲،۸میلیارده ډالروته رسیدې.دغه مرستې په ۱۹۸۰کال کې کابو۳۰ میلیونه ډالره اوپه ۱۹۸۱کال کې د۵۰ میلیونوډالروترپوښښ لاندې پیل شوې.
په دغه دوه کلنه موده کې پاکستان داومنله چې دامرستې به دوی رسوي.خووروسته یې له امریکا سره اوږدې چنې ووهلې اودهغه په لړ کې یې د ۱،۵ میلیارده ډالروپه شاوخواکې دپاکستان پوځ ته دپوځي مرستوغوښتنه وکړه.
دغه مرستې په ۱۹۸۵کال کې ۲۵۰ میلیونه ډالروپه ۱۹۸۶کال کې ۴۷۰میلیونه ډالرواوپه ۱۹۸۷کال کې ۶۳۰میلیونوډالروته ورسیدې.
د)راپرزیدلودندې نومي( کتاب لیکوال دافغان مجاهدینوسره دسي،ای،اې داړیکودڅرنګوالي اوخپلوجیره خوروته دپیسو دورکړې په تړاولیکي:
)سي،ای،اې هڅه کوله چې دجهادي قوماندانانواومشرانوسره مستقیمي اړیکي ټینګي کړي(
)موږپه هره میاشت کې دغه قوماندانانوته نغدې،چغدې پیسې ورکولې.ځیني وختونه دغه پیسې دمیاشتې پنځوسوزروډالروته رسیدې.اوکوچنیوقوماندانانوته په هره میاشت کې پنځه زره ډالره ورکول کیدل.تر کومه ځایه چې پوهیږم هیڅ یو قوماندان زموږوړاندیزرد نه کړ.(

دهغوپه منځ کې یوازې احمد شاه مسعود دوه لکه ۲۰۰زره ډالرهره میاشت له سي،ای،اې څخه ترلاسه کول.
لکه چې یو ځلې دامریکا غږراډیودمطبوعاتي تبصرې ترسرلیک لاندې په پښتو ژبه دیوه رپوټ په ترڅ کې وویل:
د)تورتم جګړې( په نوم د)استیف کول( کتاب په څیړنه کې راغلي دي چې دشوروي ـافغان جګړې په وخت کې دامریکا سفارت په کابل کې وتړل شواوسیا ،دې ته اړشوچې دافغانستان په چاروکې دفعالیتونوپه موخه خپل دفتر په اسلام آباد کې پرانیزي.
وروسته سیادګري شرون په مشرۍ دغه دفترفعال اوپرانیست.
دسیا دلوړ پوړي مقام ماموریت داو چې دسیا ۵۰۰ جیره خورومجاهدینوته ټاکلي حقوق ورکړي.
یوازې احمد شاه مسعود هره میاشت له سیا څخه دوه لکه ۲۰۰زره ډالرنغد،چغد ترلاسه کول.
خوداڅرګنده نه ده چې د ای،اس،ای څخه ولې داموضوع پټه شوي وه.هردلیل چې وي خو احمد شاه مسعودله ای،اس،ای څخه هم په لوړه کچه حقوق اخیستل.
د دغوپیسوپه بدل کې جهادي قوماندانانودنده درلوده چې د ډاکترنجیـب الله حکومت ته دپای ټکی کیږدي.
همدارازرپوټ وایې چې دسړې جګړې په اوږدو کې داحمد شاه مسعود سرسخت رقیب ،ګلب الدین حکمتیاردسي،ای،اې له خورا نازولواجیرانوڅخه بلل کیده او د دغه سازمان له مرستوڅخه یې شپږسوه۶۰۰میلیونه ډالره ترلاسه کول.چې دافغانستان داسلامي بنسټپالود ډلو په منځ کې یې تر ټولولوړپړاودرلود.اوله هغه وروسته اسلامي جمعیت اواسلامي اتحاد دویمه اودریمه درجه جیره خوارشمیرل کیدل.

د)تورتم جګړه( نومي کتاب لیکوال )استف کول( افغان مجاهدینوته دامریکا د دغو مرستود پایلو په اړه لیکي:
….)په پای کې سیا له افغانستان څخه یو داسې هیواد جوړکړچې داړودوړ،ګډوډیواوجګړه مارورهبرانوڅخه ډک و.او جګړه غوښتونکوهر ډول وسلوته لاس رسی درلود.دغه وسلې له سټینګر توغندیونیولي د دافع هواوسلو پوري دهغوپه واک کې وې.(
)په افغانستان کې خلکو دومره زیاتې وسلې درلودې چې په ټوله کې دپاکستان اوهند خلکو نه درلودې.
اودجهاد په لسوکلونوکې یې دومره پریمانه وسلې افغانستان ته واستولې چې هډویې کوم بل هیواد ته نه وې لیږلي.(
په دې ډول افغانستان دطالبانوراټوکیدوته چمتوشو.دطالبانوژمنه هم داوه چې جګړې ته دپای ټکی کیږدي.اودقانون واکمني رامنځته کړي.خوپه پای کې افغانستان داسامه بن لادن دفعالیتونو لپاره غوره ځای شو….
نوربیا……
بسم الله اکبري
۱۵/۲/۲۰۱۷

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button