ذهني او فکرې تمرکز څنګه ترلاسه کړو؟

عیسی ذهین
الله ج ټولو انسانانو ته د فکر کولو ځواک ورکړى، او هر انسان په خپل ذهن او فکر سره د ښو او بدو تشخص او توپير او همداشان د ځان او ټولنې لپاره مختلف کارونه کولاى شې.

دلته ځينې هغه نقاط بيانوم کوم چې زموږ د ذهني تمرکز او تقويت سبب ګرځې، هغه نقطي په لاندي ډول دي.

1-مثبت فکر وکړو:

مثبت فکر زموږ ذهن ته قوت ورکوي، او منفي فکر مو د ذهن او فکر د اختلال او کمزورتيا سبب کېږي، هره موضوع مثبت او منفي جهت او هر مشکل يو حل لري، انتخاب موږ خپله کوو، که موږ د هرې موضوع او هر څه په اړوند مثبت فکر وکړو خپل ذهني توازن به مو ساتلى وې، برعکس که چېرته د هرې موضوع منفي جهت په نظر کې ونيسو هم به مو ذهني توازن د لاسه ورکړى وې هم به ډېر کوچنى مشکل راته غټ ښکاري، او د حل کولو لپاره به يې ذهني قوت نه وې موجود ځکه موږ مخکې له مخکې خپل فکر او ذهن په منفي څيزونو مصروف کړى وې، دا يو حقيقت دى چې هره موضوع يا ستونزه دوه اړخونه لرې مثبت او منفي، که يې په مثبت جهت فکر وکړو حتماً يو حل لاره ورته پيدا کوو، خو که يې په منفي جهت تمرکز وکړو ذهني قوت له لاسه ورکوو، او ددې په ځاى چې ستونزه حل شې او خوښ و اوسو برعکس زموږ د خفګان او ستريس سبب کېږي،او د ستونزې د حل او فکر کولو ځواک له لاسه ورکوو.

2- په ستونزو نه بلکې په حل لارو يې فکر وکړو:

يوازي موږ نه بلکې د نړۍ ټول انسانان په ژوند کې له ډول ډول ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي، هيڅوک هم داسې نشته چې ستونزې دي ونه لرې، نن سبا چې کوم خلګ بريالي او خوښ دي، يو وخت هغوئ تر هر چا زياتې ستونزي او مشکلات لرل، خو هغوئ ځکه بريالي شوي چې په ستونزو يې فکر نه دى کړى، بلکې د هغوئ په حل او حل لارو پيدا کولو يې فکر کړى، موږ دوه انتخابه لرو، ستونزه او حل لاره يې، دواړه روښانه دي که په ستونزه فکر کوو، ستونزه او مشکل نه حل کيږي بلکې نور مشکلات زيږوي او زموږ د خفګان او ذهني فشار سبب کېږي، خوکه يې په حل فکر وکړو هم به مو فکر آرام وي او هم به مو موجوده ستونزې ته يوه مناسبه حل لاره پيدا کوې وي.

3-خوښ و اوسو او خپل فکر او ذهن په بې ځايه خبرو مغشوش نه کړو:

خوښې او خفګان دواړه هغه څه دې چې موږ يې بغير له کوم لګښت څخه انتخابولاى شو، که خوښ و اوسو او خندا وکړو هم به خپله خوښ يو هم به مو دوستان او کورنۍ خوښه وې، خو که چيرته خفه و اوسو او د خندا په ځاى ژړا وکړو هم به مو ځان ته جزا ورکړې وي هم خپلې کورنۍ او دوستانو ته، زموږ په خندا يا ژړا سره په نړۍ او خلګو کې هيڅ بدلون نه راځې دا هرڅه موږ د خپل ځان لپاره کوو، موږ ژوند د خپل ځان لپاره کوو، نه د نورو لپاره، خلګ چې زموږ په اړوند هرڅه نظر لري د هغوئ خپل نظر او فکر دى په موږ پورې هيڅ ارتباط نه لري او نه هم موږ ضرورت لرو چې په هغه څه انديښنه وکړو يا خفه شو کوم چې د نورو خلګو د ذهن محصول وي، هرڅوک هر ډول فکر کولاى شې مثبت يا منفي که خلګ زموږ ښه يا بد بيانوي دا د هغوئ خپل ذهني محصول دى او فقط د هغوئ مثبت ګرايى او منفي ګرايى بيانوي زموږ حالت کې کوم تغير نه راولې، نو بايد د نورو خلګو خبري او افکارو ته په خپل ژوند او ذهن کې ځاى ور نکړو او له خپلو ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره خوښ و اوسو او د هغوئ په حلولو په آرام ذهن، فکر او سوچ وکړو.

له حوصلې او لوستلو څخه مو مننه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button