حامدکرزی او عبدالله د سردار عثمان خان او نورالمشایخ په رول کې

شسهسوار سنګروال

یوه تاریخي پرتله او څو کیسې

شسهسوار سنګروال
لومړۍ کیسه ،
— د سقاو زوی حبیب الله، امر وکړ چې یو داسې بکس راوړی، چې یو انسان پکې ځاې شي … د سترګو په رپ سره بکس راورسېد، بیا یې امر وکړ، چې سردار عثمان خان راولئ… هغه یې هم راووست او په لومړي سر کې هغه خوشحاله و ، چې ګنې کوم خدمت چې ده د سقاو زوی ته کړی هرومرو ده به ته کوم منصب ورکوي!؟
په داسې حال کې چې سردار صسب د سقاود زوی سترګې څارلې، امر یې وکړ «سردار» بکس کې تخته کړۍ… ده غوښتل وتښتي او د خپلې ګناه پوښتنه وکړي، بکس ته ور وغورځول شو او په داسې حال کې چې بکس یې ډبوواو چیغې وهلې، د خداې لپاره ومې ژغورۍ… ده همدا بغارې وهلې چې هدېرې ته ورسول سواوزوندی یې قبر ته ور ښکته کړ … که څه هم سقا ویانوبه ویل؛ چې د سردار عثمان خان،جاغوري نادري او میر خور احمد علي پر مټ شهزاده حیا ت الله خان غوښتل، د سقاو زوې له مینځه یوسي نو ځکه یې له محکمې پرته ووژل.
سردار عثمان خان ځوک و ؟
دا هغه څوک و،کله چې باچا اما ن الله خپل مشرورور معین السلطنه سردارعنا یت الله خان خپل ځایناستی وټا که … نو هغه د جنوري په ۱۴مه (۱۹۲۹) کال په ارګ کې د بیعت اخستودود پرځاې کړاوبیا یې مجد دي محمد صادق، عطا الحق او سردارمحمد عثمان خان د سقاو زوې ته واستول، چې هغه ته ووایی، تاسو له امان الله خان سره ستونزه درلوده اوهغه استعفا وکړه پر ځاې یې زه واک ته رسېدلي یم …اوس نو جګړې ته کومه پلمه نه ده پاتې ، ښه ده چې روغه وکړو.
کله چې پلاوی وخوځېد په لاره کې «ده کیپک» ته ورغلل چېرته چې د دولت ځوا کونه ځا ې پر ځای ول … لومړی یې ورته مبارکي ورکړه او بیا یې د جګړې په نه کولو ټینګار وکړ … حال دا چې پنځه زره کسیزه لېوا ،چې دیوکال اذوقه، خزانه ،جګړه یېز توکي او نور د اړتیا وړ موهمات یې په واک کې ول، هرچا خپله لاره خپله کړه اوخپاره شول.
هغه مهال چې پلا وی د سقاو زوې ته ورغی، لومړی یې بیعت وکړاو بیا یې د حکومت د ځواکونو د شاتګ زېری ورکړ او هغه خبره یې هم ور غبرګه کړه ،چې ځاې ځاې یې ځواکونو ته د جګړې دنه کولو سپارښتنه کړې وه … چې په دې سره یې د سقاو زوd جګړه ماران زړور کړل، چې بیا ملک محسن او سپه سالار پردل د کابل ښار لوټ او چور کړ.
له بده مرغه، چې په یوه کابل کې دوه پاچایان ودرېدل، یو نالوستی داړه ماراوبل یوبې زړه سر دار.
دویمه تا ریخي کیسه،
د شور بازار حضرتانو، سردارمحمد عثمان خان او یو شمېر نورو غوړه مالانو چار واکو، چې سردار عنایت الله خان ووېروه او ځان یې د پېښور له لارې کندهار ته ورسا و.
د دغو سردارانو په لړ کې يو هم علی احمد خان و، دی په کندهار کې د سقاو جګړه مارو د توپ خولې ته وتاړه او بیا یې والو ځوه.
د علی احمد خان لنډه پېژندنه،
سردارعلی احمد خان د سردار خوشدل خان (لوې ناېب) زوی د شاغاسي شېر دل خان بارکزي لمسی کېده او د امان الله خان د ماما زوی و.
هغه مهال چې د سقاوزوې د غلاوو شکایتونه ارګ ته لاره وکړه ، نو بیا ده ته دنده وسپارل شوه چې پروان ته لاړ شي غله او لوټماران کابو کړي…سره د دې چې خلکو له غلو ډېره سر ټکونه وکړه ،خو ده د غلو ډله نوره هم پیا وړې کړه، چې په دې سره د امان الله خان واک وګواښي او ده فکر کاوو چې د سقاو زوی د حکومت کولو جوګه نه دی، نو دا هرڅه به ماته را پاتې شي …
د ده همدغه خام فکر و، کله چې دی شینواروپه تړاو د ننګرهار تنظیمه رییس وټا کل شو اوبیا د سقاو د زوی اړو دوړ پېښ شو… امان الله خان لا په کندهار کې و، چې ده په جلا اباد کې د پاچاهي اعلان وکړ ، نقیب صیب او د چار باغ حضرت صیب د باچاهي پګړۍ ور وتړله …
د بریتانوی هند چا رواکوله یوې خوا باچا امان الله قادیانی باله او له بلې خوا نورالمشایخ په اندړو، سلېمانخېلو او نورو قومونو په مینځ کې د سقاو زوی حبیب الله يوښه مسلمان ګاڼه او په پاچا امان الله خان یې د کفر ټاپه لګوله.
له دې لنډې یادونې نه موغرض داوو، چې ولې زموږ چارواکي د هېواد له تېرو تاریخي غمېزو نه څه نه زده کوي، که خپل تاریخ یې نه دی لوستی او یا د تاریخ ترخه څپېړه بابېزه ګڼي؟
دغه وروستۍ غمېزې له تېروغمېزو ډېر اوږد واټن نه لري… موږ د تاریخ دا نږدې پاڼې واړولې، چې سقاویانو په کابل کې سلطنت نیولو ته بډې را وهلې وې ، امان الله خان لا په کندهار کې و،چې نادر خان پېښور کې فعال واواعلی احمد خان ننګر هار کې پښې در بولې…
ښایی شاو خوا ۸۰ اتیا کاله وروسته د افغانستان غمیزوته راغبرګ شو او په ځانګړي ډول د شورویانو او امریکایانو برید نه را په دې خوا څومره موږ په پردیو وسلو او پیسو د افغانستان په برخلیک لوبې وکړې؟
ډېر لرې نه ځوخبره داشرف غني او عبدالله سیاسي ناندریو نه پېلوو، دوۍ څومره په پردیو پیسوبېبا که سېاسي لوبې وکړې، څومره د شرم خبره وه چې د ارګ د کلا په یوه څنډه کې اشرف غني او په بله څنډه کې عبدالله د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پر ځاې کول او کله چې دواړو ته قسمونه ورکړ کېدل هم د سترې محکمې د ملا او هم د عبدالله د ملا «شهزاده » غږونه یوبل اورېدل…
عبد الله چې دا شل کاله افغانستان یرغمل کړی و،زړه یې یخ نه و،چې له ډېرې خوشحالې اعلان وکړ،چې اشرف غني وتښتېد اوکله چې دا غږما فیا واورېد، نیمروز، هرات او بادغیس کې په افغان وسلو چور ګډ شو او ایران ته قاچاق شوې.
همدا ډول هلمند، کندهار، زابل، ان تر لوی پکتېا او لوی ننګرهار پورې په لسګونو له وسلو ډک موټرو پاکستان ته وسله ولېږدوله … نه یوازې وسلې بلکې په میلو نو ډالر هم له افغانستانه پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان … خلیج او لویدیځ ته خو دا شل کاله ډالر قاچاق کېدل.
را به شو کرزي صیب ته، هغه هم لکه علی احمد خان غوندې فکر کړی وه، چې لویه جرګه به جوړېږي او زه به پکې د یوه ملي اتل په توګه را څرګند شم…ده هم خپله ډنډوره وغږوله، خو چایې په خوله تریخ پیاز ونه خوړ، دی لا اوس عمران خان ته نا رې وهي چې د افغانستان چارو کې لاسوهنه مه کوه …
کرزی صیب، که تاسوغوښتل چې افغانستان تېر ته ونه ګرځي، ملا عمر چې درنه وغوښتل چې تېر په هېر راځه د هیواد لپاره سره کینو او تاسو ووېل تا امریکایان نه غواړي… بله واوره
تاسو د طالبانو د یو بیرغ لپاره څومره سخت غبرګون وښود، یادېږي دې؟ او دادې هم یادیږي چې د قدرت جزیرې د جوړې کړې؟ هو دا څنګه چې یو شمېر کسان د میلونران کړل …قومي ټیکه داري ته د لاره اواره کړه اوان وسله وال پوځ دې جوړ نکړا و که وایې چې درې سوه زره پوځ مودر لود… څه سو؟
له یوې خوا د خیالي پوځ جوړ کړ،له بلې خوادې د قومي ټیکه دارانو کسان پکې راټول کړل او درېیمه دا چې روزي دې ورته د امریکایانو له خواو ټاکله…زما موخه یو قوم نه، بلکې ملي پوځ جوړول ضروري ول … ایا دادرنه هېر وه چې یوه ورځ به امریکا یان هم د شوروي ځواکونو په څېر اوځی…؟
کرزی صیب!
یو داخر لنډۍ دې دا وي:
چې یوه خبر یال ته دې ددې پوښتنې په ځواب کې ووېل: که چېرې امریکا په پاکستان برید وکړي تاسو به دچا ملاتړ وکړۍ؟ بیا تاسو پرته له کوم سوچ نه په ډېره بیړه په ځغر ده ووېل: د پاکستان !!!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button