له تاريخ څخه زده کره

جنرال دولت وزیري
له تېر تاریخ نه عبرت د احادیثو تر څنګ په قران کریم کې هم یاد شوی دی. د طه سوره په ۱۲۸ ایت کې راغلي دي: اَفَلَمْ یَهْدِلَهُمْ کَمْ اَهْلَکْنا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ.

یعنې: ایا د دوی د هدایت لپاره همدا کافي نه ده، چې ډېر پخواني قومونه مو چې په مخکنیو پېړیو کې یې ژوند کاوه، هلاک کړل.

موږ په خپل هېواد کې عملاً هم لیدلي، چې ځینې لویې تېروتنې بیا- بیا تکرار شوي، چې ملت یې تر اوسه زیانونه ګالي.

په پورتني ایت کې پر بیدارۍ او له تېر تاریخ نه پر عبرت اخیستلو ټینګار شوی دی، ځکه خو له تېر تاریخ عبرت اخیستل مهم دي.

په ځینو نورو ایتونو کې هم له تېر تاریخ څخه پر عبرت اخیستلو او د هغوی د تېروتنو پر نه تکرار ټینګار شوی دی.

زموږ په ننني ژوند کې ډیرې داسې پیښې شته، چې ریښې يې پخوانیو پیښو ته رسیږي. نو ځکه انسانان د تېرو نسلونو تجربې د ټولنیز میراث په توګه ساتي او دا تاریخ دی چې د تېرو انسانانو د تجربو ساتلو دنده پر غاړه لري.

هغه ملتونه چې د تېرو نسلونو له تجربو ګټه نه اخلي، په خپله مجبور دي، تاریخ له سره تکرار کړي.

په ژوند کې که له تېرو تاریخی پیښو څخه چې مثبت او منفي خواوې يې تجربه او ازمايل شوي دي، ګټه پورته نه شي او یوازې د يوې تاریخي پېښې په سترګه ورته وکتل شي، مانا دا چې موږ د تاریخي پېښو د هغو تجربو پر اهمیت ځان نه دی پوه کړی چې د کولو او یا نه کولو امر په کې شوی وي.

که ورته سم ځیر شو تاریخ د سیاست د ډګر تېره توره ده. که سیاسیون له تاریخ څخه د واقعیتونو په لټه کې وي او په ورځني ژوند او سیاست کې د تاریخي پېښو له مثبتو تجربو او اړخونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او له هغو منفي خواوو او اشتباهاتو چې د همدغو پیښو په درشل کې مخکيني انسانان او سیاسيون ورسره مخ شوي، پرهېز ونه شي مانا دا چې د هټلر او ناپليون په شان چې خپلې لښکرې يې د روسي په واورو ډکو ژميو کې تباه او د نيستۍ کندې ته واچولې.

دغه سیاسيون به هم د همدغې تاریخي اشتباه له مخې که غواړي او که نه يې غواړي د تباهۍ پر لوري درومي.

ناپليون خپلې لښکرې نږدې تر مسکو پورې ورسولې، خو کله چې د روسيې د ساړه ژمي سره مخ شو، د ناچارۍ له مخې يې د روسي جنرال ګوتوزوف په وړاندې خپله ماتې ومنله.

هټلر بايد له تاریخ څخه زده کړه کړې واي، د ناپليون د ماتې عوامل يې لوستلي وای او بيا يې که غوښتل له بشپړ چمتووالي سره يې پر روسيه یرغل کړی وای.

په روسیه کې ټول خلک پر هټلري ځواکونو د بریا عوامل د خلکو د سخت مقاومت تر څنګ، ساړه او له واورو ډک ژمي او د خپلو ورزیده او باتجربه جنرالانو (ستالین او جنرال ژووکوف ) شتون بولي.

سياست او تاريخ سره کلکې اړيکې لري، ځکه چې د نن ورځې سیاست د سبا ورځې لپاره او د تېرې ورځې سیاست د نن لپاره تاریخ دی، موږ ته په دیني احکامو کې هم له تېرو د عبرت اخیستو لارښوونه شوې ده، نو ځکه له تېرو تاریخی پیښو څخه په سمه توګه ګټه پورته کول د زيرکو او برياليو سیاسیونو کار وي.

که چیرې روسانو د مقدوني سکندر، د عربانو د څلورسوه کلونو جنګونو، له انګرېزانو سره د درېيو جګړو، ایرانیانو او پر افغانستان د نورو یرغلګرو له ماتو څخه سمه پوهه درلودای او دا تاریخي پېښې يې په سمه توګه تحليل او تجزيه کړي وای، هېڅکله به دوی د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي پر شپږمه نېټه پر افغانستان وسله وال برید نه وای تر سره کړی او خپلې لښکرې به يې په افغانستان کی نه وای تباه کړي او هغه ستره ماته چې په پایله کې يې د لوی شوروي اتحاد د ړنګېدو له عواملو څخه شو، نه وای قبوله کړې.

د تاریخ ګوزار ډېر سخت دی، ځکه تاریخ د چا په کیسه کې نه دی، نه له چا سره ملګرتیا کوي او نه د چا لحاظ کوي. نه ورور لري او نه خور.

د تاریخ ښه ملګری او دوست هغه څوک دی چې په تاريخ پوه وي، تاریخي پېښې په سمه توګه تحليل او تجزيه کړي، له مثبتو خواوو څخه يې ګټه پورته کړي او له منفي اړخونو يې ډډه وکړای شي.

وايي:

«ازموده را ازمودن خطا است.»

تر ۱۳۷۱ لمریز کال مخکې له يوې خوا د پاکستان د ای اس ای او نواز شریف په لمسون له ډاکټر نجیب الله سره د سولې او مصالحې په هکله د مجاهدینو مشران منع کړای شول او له بلې خوا د روسانو او د هغوی د لاسپوڅو په مرسته هغه څه رامنځته شول چې تاریخ يې په ليکلو او ساتلو شرميږي.

اوس هم ځینې کسان چې ځانونو ته سیاسيون وايي او یا له تاریخ څخه زده کړه نه لري او يا خو په شعوري توګه د پاکستان، ایران او امریکا په چوپړ کې دي، پر دې ټينګار کوي چې هغه څه چې پر ډاکټر نجیب الله تحميل شول اوس يې پر ښاغلي ډاکټر محمداشرف غني تحمیل کړي او يو ځل بيا هېواد د تير په څير د بدمرغۍ پر خوا سوق او دوی په کې چړچې وکړي او بلډنګونه جوړ کړي.

خو موږ مخکې یادونه وکړه، چې هوښیار ملتونه خپلې هغه تېروتنې چې په تېرو تاریخي پړاوونو کې یې کړي، بیا نه تکراروي او خپل هېواد له بربادۍ ساتي، ځکه هره تجربه او عبرت زیات لګښت غواړي.

د نن حالات له هغو تېرو حالاتو سره هیڅ تفاوت نه لري. هلته مجاهدين د پاکستان په لاس کی وه اوس دا نور «انډیوالان» هم د پاکستان په لاس کې دي.

هلته ای اس ای او نواز شریف قومانده ورکوله اوس ای اس ای او عمران خان قومانده ورکوي. هرڅه په ښکاره ترسره کېږي، چې ټوله نړۍ یې ننداره هم کوي.

هلته روسانو خپل «اشنا» د خپلو موخو د تطبیقولو لپاره په حيرتانو کې کښېنولی و، اوس امريکايانو په بشپړه بېشرمۍ همدلته په کابل کې خپل ډېر ازمويل شوی دوست کښینولی او په بدل رول کې کار کوي. د خلکو په سترګو کی شګې شيندي او په پوره سپين سترګۍ د سوی په څېر د شپې له خوا خپلې پښې هوا ته نیسي او د واک خوبونه ګوري.

راځئ له تاريخ څخه زده کره وکړو او هغه ناخوالې چې پخوا پر موږ تجربه شوي بيا يې پر ځان تجربه نه کړو.

هوښیار کسان د پخوانيو او د نورو له تجربو ګټه پورته کوي، کودن او په سیاست ناپوه کسان هره پېښه پر ځان تجربه کوي او دا کار بیا- بیا کوي، ځان او هېواد له کړکيچ سره مخ کوي. دښمنان ور ته چکچکې وهي او ورته د آفرين نمبرې ورکوي.

څه ښه وايي:

وطن دی مور زموږ

وطن دی کور زموږ

که يې ونه ساتو له نورو

مخ دی تور زموږ

وطن دی مور زموږ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button