هغه خلک چې غښتلي او بریالي وي، دا عادتونه به لري

ليکنه: محمد عزيز پردېس
د برياليو او غښتلو اشخاصو په اړه ډول ډول کتابونه، رسالې او مقالې ليکل شوي دي او په همدې اړه زيات شمېر سيمينارونه او ورکشاپونه په لاره اچول شوي، ويډيو ګانې او غږيز کليپونه پرې ثبت شوي او لا هم په دې برخه کې د مختلفو ليکوالانو او ژباړونکو له لوري د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ليکنې کېږي.
هر سړی دا غوښتنه او هيله لري چې د برياليو اشخاصو په څېر واوسي او د هغوی په لاره ګامونه پورته کړي، په هر صورت، په دې لڼده ليکنه کې به له تاسو سره د برياليو او هوډمنو کسانو د هغو کړنو اوعادتونو په اړه لنډ مالومات شريک کړو، چې دوی يې لري:
۱- بريمن کسان خپل عايد ته په کتو مصرف کوي.
۲- غښتلي او بريالي کسان هېڅکله او په هېڅ صورت د چا خبره نه ردوي، استثنا لري.
۳- بريالي اشخاص هرکار ته په ټاکلي وخت حاضرېږي، يانې وخت ته پابنده دي.
۴- بريمن کسان په چورلټ ډول غوسه نه کوي، ځکه دوی په دې پوهېږي چې غوسه د انسان ژوند ته ستر ګواښ دی.
۵- دوی د خپلو ورځنيو، اونيزو، مياشتينيو … کارونو لپاره برنامه او پلان لري.
۶- بريالي کسان په هېڅ صورت د منفي کسانو، منفي ځايونو او منفي کارونو سره اړيکې نه ساتي.
۷- بريالي خلک د مطالعې رودږي دي او په ورځينۍ برنامو کې مطالعې ته ځانګړی ځای ورکوي.
۸- دوی د عصر مروجه او ژوندۍ ژبو په زده کولو کې تر بل هرچا هڅانده دي.
۹- غښتلي او بريالي اشخاص دوه زړي او بې جرئته نه دي.
۱۰- دوی تل په خپلو کړنو کې زيرتیا او دقت کوي.
۱۱- د مخدره توکو څخه کرکه لري.
۱۲- په خپل ځان باور لري.
۱۳- تل د هغه شيانو په اړه فکر کوي، چې مينه ورسره لري.
۱۴- هېڅلکه د خپلې لټۍ لپاره توجيه او منطق نه راوړي.
۱۵- له وخت څخه په ښه او مناسب ډول کار اخلي.
۱۶- د نن ورځې کار سبا ته نه پرېږدي.
۱۷- د ټولو پر وړاندې په موسکا سره برخورد کوي.
۱۸- خپلې موخې ( اهداف ) نه هېروي.
۱۹- د يادښت کتابچه لري او عمل پرې کوي.
۲۰- مور، پلار او د ټولې کورنۍ په خوشالولو کې هڅانده دي.
۲۱- خبرې لږې کوي، خو عمل يې ډېر وي.
۲۲- د خپل هرکار لپاره ضرب الاجل ټاکي.
۲۳- ورزش ته وخت ځانګړی کوي.
۲۴- په مرتب ډول ځان څخه هر وخت دا پوښتنه کوي: ايا هغه کار چې اوس يې ترسره کوم، له وخت څخه ښه ګټه اخېستنه ده؟
۲۵- کله چې د چا سره خبرې کوي، نو د هغه سترګو او خولې ته زير وي.
۲۶- بريالي کسان لکه حسابداران د لسو دقيقو حصول ته پام کوي او له هرې شېبې ګټه پورته کوي.
۲۷- انټرنېټ څخه د اړتيا په اندازه ګټه پورته کوي، يانې ډېر پکې نه ډوبېږي.
۲۸- پرېکړو ته ژمن دي.
۲۹- تېر پسې نه ګرځي، بلکې د اوسمهال په اړه فکر کوي او خپل کړنو ته متوجه دي.
۳۰- د هرې ماتې څخه درس اخلي، يانې د خپلې ماتې لاملونه پيدا کوي.
۳۱- تل يې پر شونډو موسکا وي.
۳۲- د وارخطايئ په نامه څه نه پېژني.
۳۳-د هر چا سره د لومړۍ ليدنې پر مهال، هڅه کوي چې د هغه نوم زده کړي.
۳۴- ناهيلۍ ته دا موکه نه ورکوي چې ژوند يې ورته تريخ کړي، يانې راتلونکې ته هيله من وي.
۳۵- د هر کار څخه وړاندې ښه فکر کوي.
۳۶- خپله ملامتي په بل چا نه اچوي.
۳۷- له ماتې څخه وېره نه لري.
۳۸- کار نيمګړی نه پرېږدي.
۳۹- په هېڅ صورت دروغ نه وايي.
۴۰- د قران لوستل او نورعبادات ورته تر هرڅه ډېر ارزښت لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button