د درویشتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :

څومره وخت چی پر نورو باندی په انتقاد کی مصرفوې ، هغومره وخت د خپل ځان په اصلاح کی مصرف کړه . ځکه د نورو اصلاح ستا اختیار نه دی ، مګر خپله اصلاح دې په خپل اختیار کی ده ! او دا هم درویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

ولی وشرمیږم؟

ګوره ، تا چی په داسی حیرانتیا راڅخه وپوښتل ، نو اوس دي ځوابونه هم واوره !
لومړی ـ کله چی خلک د موبایل تلیفون په کوچنیو غوږیو کی د موسیقي له اورېدو نه شرمیږی ، نو زه ولی په خپل موبایل کی د قرآنکریم په اورېدلو وشرمیږم ؟
دوهم ـ کله چی ځوان هلکان د خپلو سرونو او ږیرو په خط کشي کولو ، د خپلو وریځو په جوړولو او پر بدن باندی د شنو خالونو ( ټېټو ) په انځورولو نه شرمیږی ، نو زه ولی د محاسنو او اسلامي ږیری په لرلو وشرمیږم ؟
درېیم ـ کله چی پیغلی او ښځی د خپلو اندامونو او حساسو غړو په لوڅولو یا ښکاره کولو نه شرمیږی ، نو زه ولی د بدن په پوښلو او حجاب اغوستلو وشرمیږم ؟
څلورم ـ کله چی پیغلی او ځوانان د فاسدو غربي هنرمندانو په تقلید نه شرمیږی ، نو زه ولی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنت او د اصحاب کرامو په پیروۍ وشرمیږم ؟
پنځم ـ کله چی خلک ( ښځي او نارینه ) په مجلسونو یا میلمستیاوو کی په لهو لعب ویلو ، غیبت کولو او بېهوده ویلو نه شرمیږی ، نو زه ولی په مجلسونو او میلمستیاوو کی د الله (ج) په ذکر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په درود ویلو وشرمیږم ؟
شپږم ـ کله چی خلک د شیطان لمانځلو د تبلیغ او هوس لمسونکو خبرو څخه نه شرمیږی ، نو زه ولی د پاک اسلام له دفاع څخه وشرمیږم ؟
اووم ـ کله چی ځوانان او نجونی نامحرمو ته له پټ او ښکاره کتلو نه شرمیږی ، نو زه ولی نامحرمو ته په نه کتلو او سر کښته اچولو وشرمیږم ؟
اتم ـ کله چی فاسد ځوانان د فسق او فساد له تبلیغه نه شرمیږی ، نو زه ولی د خپل سپېڅلي دین له تبلیغولو وشرمیږم ؟
نهم ـ کله چی نور د بدو او منفي مطالبو له خپرولو یا شېر کولو څخه نه شرمیږی ، نو زه ولی د اسلامي مطالبو د خپرولو یا شېر کولو څخه وشرمیږم ؟
لسم ـ کله چی زلمیان ، پیغلی ، حتی پوخ سِنه کسان په واده او ښادۍ کی پر سټېج یا د هغه مخته په نڅېدلو او پورته پورته غورځېدلو نه شرمیږی ، نو زه ولی دباندی په لمونځ کولو او استغفار ویلو وشرمیږم ؟
اوس پوه سوې چی زه ولی د خپلو نیکو کارونو په کولو نه شرمیږم بلکی ویاړم ؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button