د ملا برادر د سفر مدیریت د ای ایس ای په واک کې

د ملا برادر د سفر مدیریت د ای ایس ای په واک کې

سیدعبدالله پاچا

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر چې یوه میاشت وړاندې پاکستان ته تللی و، له پاکستاني چارواکو سره یې په اسلام اباد کې له درې ورځو رسمي لیدنو وروسته د رسنیو له سترګو پنا شو او ۲۰ ورځې کراچۍ، کویټه او پيښور کې د طالبانو په مرکزونو باندې وګرځید.

په دې ورځو کې د ملا برادر د امنیت او د سفر واک د ای ایس ای دوه افسرانو سره و چې هره ناسته او هر ځای کې به ورسره مل و.

دا دوه کسان ملا برادر ته د ساتونکو په نوم ورکول شوي و او نور یې ملا برادر څاره چې له چا سره لیدنې کوي او له چا سره څه ډول خبرې کوي.

دا ښکاره مالومه ده چې طالبان د پاکستان ګمارل شوې ملیشې دي او یو قدم هم د پاکستان له لارښوونې او امر پرته نه شي اخیستلی.

ملا برادر چې د پاکستان څو صوبو کې څو ورځې ګرځیدلی دی، مسوولیت او مصارف یې د پاکستان په استخباراتي ادارې و او د هغوی په لارښوونه یې ځینو قومندانانو او سیاسي مشرانو ته لارښوونې کولې.

هغه څه چې ملا برادر ته په جي ایچ کیو کې ویل شوي و، هغه نوي امرونه چې ملا برادر ترلاسه کړي و، یو یو یې په پاکستان کې میشت طالب مشرانو ته رسولي او هغوی یې مجبور کړي چې باید په دې نقش قدم باندې لاړ شي، کوم چې پاکستان ورته ښودلې دي.

دا چې ملا برادر په شل ورځني مخفي سفر کې له چا چا سره لیدلي او کومه ډول لارښوونې او ویناوې یې کړي، زیات جزیات یې نشته، خو د پاکستان استخباراتو ته مالومه ده چې هغه ته کومه نوې تګلاره ورکول شوې ده.

پاکستان اوس په ملا برادر باندې شکمن شوي چې ګنې د سي ای اې لمن ته غورځیدلی او د پاکستان له ملګرتیا به لاس واخلي.

له همدې کبله پاکستان د ملا بردار شا نیولي او هڅه کوي چې له هرې خبرې او هر پلان یې خبر اوسي.

داسې راپورونه هم شته چې د قطر پلازمېنه دوحه کې هم د ملا برادر شاته د پاکستان د استخباراتو کس شته چې هره لحظه یې تعقیبوي چې د پاکستان له امرونو خو به سرغړونه نه کوي.

د طالبانو مشران له پاکستان سره یرغمل دي او هر هغه کس چې د پاکستان له نقش قدم وځي، یا وژل کیږی، یا زنداني کیږي او یا له خپل موقف څخه لیرې کیږي.

طالبان اوس د ډانګ او پړانګ ترمنځ پاتې دي، خو ښه لار یې دا ده چې د پاکستان له محتاجۍ ځانونه خلاص کړي او د یو سوکاله ژوند او ارام افغانستان لپاره خپله خبره وکړی، نه دا چې پاکستان ته سترګي په لار وي چې د سولې لپاره کومه نقشه ورکړي او څنګه یې تطبیق کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button