د ژر ډنګرېدو ښه او اسانه لار

ژباړه: محمداکبر حقمل معینزی
که غواړئ ډېر ژر ډنګر شئ او نرۍ ملا ولرئ، نو هڅه وکړئ هره ورځ لږ کښېنئ، ځکه په لږ کښېناستلو سره کولای شئ خپل وزن کم کړئ؛ څېړنو ښودلې ده هغه کسان کوم، چې ډېر کښېني او خپل ډېری کارونه په ناستې سره ترسره کوي، نو ډېر به چاغ شي او که چېرې یې خپل کارونه په ولاړه ترسره کړل، نو د وزن په کمښت کې به ورسره ډېره مرسته کوي.
د لندن د کالج پوهنتون څېړونکو او پوهانو د خپلو یو کلنو څېړنو په پای کې څرګنده کړې ده، هغه کسان کوم، چې په ناستې سره ورځ تېروي، هغه که په دفتر کې وي او یا که په بل ځای کې، ډېر کښېناستل یې د وینې د ګلوکوز یا قند کچه لوړوي، چې دا کولای شي د ډېر چاغښت لامل یې شي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي پوهنتون پوهانو په یوه وخت کې پر ۴۰۰۰ کار کوونکو باندې د یوه کال په اوږدو کې دا څېړنه ترسره کړې ده. څېړنو ښودلې ده هغه کسان کوم، چې د یوې اونۍ په اوږدو کې ۱۲ ساعته یا ګړۍ کښېني په همدې یوه اونۍ کې ۴ ګړۍ ورزش کوي، نو د هغو کسانو په پرتله به، چې په یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۲۵ ګړۍ کښېنۍ په ډېره کمه کچه چاغ وي.
وايي، چې هر څومره ډېر کښېني همدومره به ژر او ډېر چاغیږي، ځکه په ډېرو کښېناستلو سره د وینې دیابت یا قند ډېرېږي، ګېډه غټېږي او اړوند کس چاغېږي او که د کښېناستلو کچه یې کمه وي، نو د وینې دیابت یا ګلوکوز به یې هم لږ وي، چې دا یې بیا د ډنګروالي لامل ګرځي.
د ډنګرېدو لپاره تر ټولو غوره، ساده او اړینه لار یوازې ډېر نه کښېناستل دي؛ د یادونې وړ ده، چې د لږ کښېناستلو تر څنګ باید د خواړو په خوړلو کې هم کمښت راشي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button