بنـــــګالي غیرت د افغانستان ژغورنه

د ابلیس انګلیس له استعماري خیټې یو خبیث سرطاني تومور په ۱۹۴۷زیږدیز کال کې د سیمي او بشریت د تباهۍ لپاره په خورا شیطاني توطیه وزیږیده او نوم یې په لندن کې ورته ختيځ او لويديځ پاکستان کیښود .
بنګال د ختیځ پاکستان او پنجاب ، سیند ، بلوچستان او پښتونخوا د لویدیځ پاکستان په نومونو ونومول شول .
د ختیځ پاکستان میشتو بنګالیانو په هند کې د انګلیسي ښکیلاکګرو د واکمنۍ په مهال هم له ستونزو اوکړاوونوډک ژوند درلوده . د دویمې نړیوالې جګړې په مهال کابو۳ میلیونه بنګالیان لویان اوماشومان د لوږې اوتندې له کبله مړه شول . او د ختیځ پاکستان ترچترلاندې هم د پنجاب د پوځیانو او څارګروله لاسه په بیلا بیلو توطیو کړیدل . او د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام اوځایې اسلام ګرایانو په فتوا بنګالي میرمنې د پاکستان ګډه رواشتمني وبلل شوه او په څلور لکو بنګالي ښځو جنسي تیري ترسره شول . بنګالي ولس د پنجاب له غلامۍ او واکمنی څخه د خلاصون او خپلواکی په موخه ملي غورځنګونه او جد وجهد پیل او په دې لاره کې یې په پوره میړانه او غیرت خپل سرونه او مالونه سترو سرښندنو ته تیار او د پنجاب پرضد یې وسله مبارزه پیل کړه . د مبارزې په بهیر کې دري میلیونه درې لکه بنګالیان د پنجاب د پوځیانو او ای،اس،ای له خوا په خورا وحشت او بې رحمی ووژل شول . خود بنګال غیرتي ولسونو پخپل اوسپنیزعزم او جزم د لویدیځ پاکستان پنجابي لښکرو ته غاښ ماتوونکي او خوله ماتوونکي ګوزارونه ورکړل . لوی هند هم په خورا میړانه او زغرده د بنګالي ولس سره په وسله واله مرسته د پنجاب ضد مبارزې ډګرته راودانګل . په پایله کې په سلګونو زرو پنجابې بلوسګرو د خپلې ماتي او تسلیمۍ لاسونه پورته او بنګالیانو د بنګله دیش په نوم د خپلې خپلواکۍ بیرغ رپانده او د ۱۹۷۱م کال د مارچ په ۲۶ نیټه ختیځ پاکستان نوم دړې وړې اوپ رځای يې اوسنی بنګله دیش د یوه خپلواک ،ازاد اوملي حاکمیت لرونکي هیواد په توګه رامنځته شو.
اوس په لویدیځ پاکستان کې د بنګالي غیرت اوازادي بښونکو خوځښتونو او وسله والوغورځنګونو وخت دی. پښتانه ، بلوڅ اوسیندیان د تورپنجاب د استعماري او سترو بشري جنایتونو سره مخامخ او د هغو پرضد د ډله ییز او جنوساید وژنوپه کچه پنجابي اسټبلشمنټ او پوځیان په څرګند فرعوني تکبر کاراخلي او پښتنو بلوڅو سیمي د هغو د اوسیدونکو په وینو لړلي او تردې مهاله په زرګونو، زرګونوپښتانه اوبلوڅ وژل شوي او له خپلو کورونو شړل شوي دي . د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو او ترهګریزو ځالو په رامنځته کولو سره یې د پښتنو او بلوڅو سیمه په وحشت او جهنم بدله کړي او له همدغه ځایه یې د طالبانو ترچتر لاندې په افغانستان کې اوسنی افغان وژونکی شرغوبل او جګړه ییز ناورین رامنځته کړی دی . ترهغه لکه د ختيځ پاکستان په څیر لویدیځ پاکستان نوم او نښان دړې وړې اوسیند ته ګوزارنه شي . پښتانه ، بلوڅ اوسیندیان به د پنجاب په غلامۍ کې ښکیل او د تاریخي امحا سره به مخامخ وي. د هغه په څنګ کې به افغانستان هم لکه د نـن په څیرپه خونړیو جنګونو، ورانیو او ویجاړیو کې راګیر وي .
د بنګالي غیرت او نـنګ لاره د پښتنو، بلوڅو ، سیندیانو د ازادۍ او همدا راز د سیمې او افغانستان د ټیکاو اوسوکالۍ لاره ده . د همدغو ارمانونود ټوکیدو، پنځیدو او سر ته رسیدود لروبرد هاندو هڅود عملي پلي کیدوپه هیله .
په دنیا د نـنګیالي دي دا دوه کاره ـــ یابه وخوري کـکری یابه کامران شي
هو! زما په اند بله لاره نه شته .
۲/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button