د ښاغلي ګل افضل ټکور سره ادبي مرکه

  د هیواد د پښتو ژبې او ادب پیاوړي او وتلي خدمتګار ښاغلي ګل افضل ټکور سره ادبي مرکه

ښاغلی افضل ټکور هغه تکړه او مخکښ شاعر او لیکوال دی، چې د خپلو ارزښتناکو، علمي او ادبي آثارو، لیکنو او څیړنو په وسیله یې زموږ د پښتو ادب ستوري روښانه او ځلانده ساتلي دي، او خپلې ملي ژبې او افغاني ادب او فرهنګ ته یې د ستاینې او ویاړه ډک خدمتونه تر سره کړي دي او په دې لاره کې یې ډیر اغیزمند ګامونه پورته کړي دي، چې زموږ هیوادوال او د علم او ادب مینه وال به د ده دا ټولې علمي، ادبي او هنري هلې ځلې او خدمتونه هیڅکله هیر نه کړي.

ښاغلی افضل ټکور په ۱۳۳۹ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د کوز کونړ په ولسوالۍ د کوټۍ په کلي کې په یوه علمي، ادبي او روحاني کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې غړولې دي.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په ښوونځي کې سر ته رسولي دي، او په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سید جمال الدین له لیسې د دولسم ټولګي نه فارغ شوی دی. ده په ۱۳۶۴ لمریز کال کې خپلې لوړې زده کړې دننګرهار پوهنتون د انجینری په پوهنځي کې پای ته رسولي دي. وروسته له دې، چې دی د انجینری د پوهنځي نه فارغ شو د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې په کار پیل وکړ او د ژوندون مجلې مهتمم وه. په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د دغې مجلې د مسوول مدیر په توکه وټاکل شو. په همدغه وخت کې د انیس ورځپاڼې د ادبي مخ، چې د نکریزو پاڼهنومیدله چلوونکې هم وه. ورپسې د څو کالو لپاره په رادیو افغانستان کې د شاعر شپه”، او د ځوانانو لپاره د “ولولې” په نوم د ادبي خپرونو لیکوال وه.

د ټکور صاحب شعرونه، مقالې او څیړنیزې لیکنې د هیواد په بیلا بیلو خپرونو کې خپرې شوي دي. په ډیرو علمي او ادبي سیمینارونو کې یې برخه اخیستې ده. د ده چاپ شوي آثار دادي:

  ښکالو د پسرلو: دا شعري ټولګه په ۱۳۶۵ لمریز کال کې دافغانستان دلیکوالو د- ټولنې له ځوا چاپ شوې ده.

پرهرونه ټکورونه: دا شعري ټولګه په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د لیکوالو د ټولنې په- زیار سره چاپ شوې ده.

یوداغ یو ټکور: دا شعري ټولکه په ۱۳۷۴ لمریز کال کې ټکور صاحب په خپل- لګښت په پیښور کې چاپ کړې ده.

دا لیکوال او دا څیرې: دا کتاب په ۱۳۶۴ لمریز کال کې د بیهقي د نشراتي موسسې له خوا په ۵۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د پښتو ژبې ۹۰ تنه شاعران د هغوی د ادبي آثارو د بیلګو سره معرفي شوي دي.

د نظرغشې: دا د پښتو ژبې د نامتو شاعر ښاغلي رحمت شاه سایل د منتخبو- شعرونو ټولګه ده چې د ټکور صاحب د یوې اوږدې سریزې سره د قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په ۱۳۶۷ لمریز کال کې چاپ شوی دی.

  دهسک پیغله: دا د ارواښاد استاد بینوا د نا چاپو شعرونو جونګ دی چې ټکور- صاحب د هیواد د پنځوس کلنو مطبوعاتو نه راټول کړي او له یوې سریزې سره یې په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د افغانستان د لیکوالو ټولنې له خوا چاپ کړې ده.

د زخمونو پسرلی: دا د وتلي شاعر ښاغلي سلیم راز د شعرونو انتخابي ټولګه ده چې- د ټکور صاحب له یوې سریزې سره په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د افغانستان د قومونو او قبایلو د وزارت له خوا چاپ او خپره شوې ده.

نوي فکرونه: دا د پښتونخوا د خیبر د سیمې د ښه شاعر ښاغلي ذاکر اپریدي شعري- ټولګه ده چې د ټکور صاحب په هڅه ترتیب او تدوین شوې ده او په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د قومونو او قبایلو وزارت له خوا چاپ شوې ده.

همدا ډول د شعرونو یوه ناچاپه ټولګه او په اروپا کې د مهالنیو خپرونو په اړه یو اثر یې چاپ ته تیار دي.

ټکور صاحب د لومړي ځل لپاره په هالند کې مهاجر شو او اوس د خپلې درنې کورنۍ سره په لندن کښې د مهاجرت شپی او ورځې سبا کوي او په لندن کې د افغان لیکوالو د فرهنګي ټولنې مسوولیت ور په غاړه دی چې کله کله د افغانستان د ملي ورځو، مشاهیرو او مفاخیرو په ویاړ غونډې او سیمینارونه هم جوړوي.

زه د ټکور صاحب د درانه نوم سره آشنا وم. ما د ده شعرونه، مقالې او ادبي لیکنې او څیړنې په ورځپاڼو، مجلو، کتابونو او انټرنیټي سایتونو کې لوستلي وو، خو کله چې ما دده شعري ټولګه ترلاسه کړه او زما سترګې یو وار بیا د ده په شعرونو ولګیدې او په ډیره مینه خوند او اخلاص مې دا ټولګه ولوستله نو ماته دا ذهنیت پیدا شو او زه دې ته وهڅیدم، چې د ده د ادبي او فرهنګي فعالیتونو په هکله یو څو کرښې ولیکم او د ده سره یوه ادبي مرکه جوړه کړم.

که چیرې د ده شعرونه په دقت سره ولولو، نو ویلې شو، چې د ده په شعرونو کې- هنري اړخونه هم دمحتوی او مضمون په لحاظ او هم د فورم او شکل په لحاظ په ډیر ښکلي خیالونو او تصویرونو کې ترسیم شوي دي. دی هغه شاعر او لیکوال دی، چې د ده شعوري او سپیڅلې مینه د خپلې ملي ژبې، د پښتون او پښتونولي سره، د ملي وحدت او د خلکود اتحاد او اتفاق سره، د سولی، سوکالۍ، آزادۍ، خپلواکۍ او دموکراسۍ سره، د خلکو او وطن سره په ډیر هنرمندانه شکل او ظریفانه انداز سره انځور شوې ده. دی په خپلو شعرونو کې خپله کرکه د ظلم، استبداد، جنګ، وراني او وحشت سره هم بیانوي. د ده ژور درد، ښه احساس او جذبه په دغو انځورونو کې له ورایه څرګندیږي. د بیلګې په توګه د ده دغو شعرونو ته د تاسو پام را اړوم:

 

غزل

 زه په تا ښکلی ته په ما یې ښکلې

 ګله وطنه په رښتیا یې ښکلی

 ټیټه دې نه شوله مغروره شمله

 له پته ډکه په والله یې ښکلی

 عشقه که ډیر دې کړل د غرو لیوني

 ما لیوني ته له دنیا یې ښکلی

 نور بې وفا دي چې وفا دې غواړي

 حسنه ته ماته بې وفا یې ښکلی

 دا پښتونواله ده که دود د پښتو

 سره چې تل په پښتونخوا یې ښکلی

 پوه شوې که نه په انتها د منصور

 داره زما په ابتدا یې ښکلی

 د یار په ډیرې خندا نه شوې ټکور

 زخمي ګوګله بې دوا یې ښکلی

 

او یا لکه چې وایي:

څو ځلي می وران شو سر په سر کلی

 توره شپه کې ګیر شو د سحر کلی

 ډیر مې ګریوانونه پکې وشکول

 جوړ نه شو اشنا ستا د نظر کلی

 پرې به می لا ډیر پکې سرونه شي

 زه که جوړوم دا لر او بر کلی

 ای خورو ورو که چرته یو نه شو

 وران به شي زموږ د یو سفر کلی

 اوس په کې اغزي راټو کیدلي دي

 څه شو د ګلونو د محشر کلی

 ضد یې دی نیولې د پښتون په څیر

 اخلي بدل اخلي دلته هر کلی

 دا کوم بې انصافه کړو په وینو سور

 دا خو ؤ پخوا د یو ټبر کلی

 

د ده د شعرونو او لیکنو نه معلومیږي، چې دی خپل هدف، موخه او موضوع په ډیر- ښکلي انداز سره پیلوي او لوستونکي او اوریدونکي تر پایه له ځان سره په ډیره مینه او اخلاص سره ساتي. د ده په شعرونو او لیکنو کې هنري او ټولنیز شعور، ملي، وطني او عاطفي احساسات، – علمي او ادبي خبرې، اصلاحي او تنقیدي اړخونه په ډیر عیني او واقعي ښکل او عالي فکر، تصور او احساس سره ترسیم شوي دي. د بیلکې په توګه دا بیتونه وګورې:

 

 اری شو، وینې شو، زخمي شو وطن

 زما په وینو الواني شو وطن

 چې یې ساتلی و د سر په بدل

 نن د هماغه لیوني شو وطن

 ګلونه څیلمې نه خفه ښکاریږي

 وران چې په لمسه د پردي شو وطن

 د آزادئ د ناوې حسن وژني

 دومره په زور ظلم یاغي شو وطن

 نه پرې د خپل نه دپردي زړه سوزي

 داسې د وخت کې جیل کې بندي شو وطن

 په سپورو شونډو یې چا نوم وانخیست

 د جنګ په سره اور کې ستي شو وطن

 زه یې دیو زخم ټکور نه شومه

 ډیر مې د مینې ارماني شو وطن

 

 او یا وایي:

 په وطن کې مې د پیغلو ارمانونه اور کې سوزي

 په سرو وینو مې پاللې سره ګلونه اور کې سوزي

 هر سحر او مازدیګر مې په سرونو لوبې کیږي

 یو بې سره قتل عام دی امیدونه اور کې سوزي

 لرو بر ده جوړه شوې کربلا په دې وطن کې

 د مرګي لوبه جارې ده هوسونه اور کې سوزي

 د منزل په هره لاره د ژوندون په هره ساه کې

 د ښایست د لیونیو ګریوانونه اور کې سوزي

 

 او یا وایي

 تا نه وه که ما نه وه خو ورانه شوه

 دا د حق خبره کول ګرانه شوه

 خدایه! دې وطن کې ولې هر څه نه؟

 وینه د انسان ډیره ارزانه شوه

 خدایږو غورځوي مو د مرګ کندې ته

 دا قافله کوم لورې روانه شوه

 عقله دې زخمي زخمي وطن کې نن

 لوبه د مرګي ډیره اسانه شوه

 ستا دغم په جیل کې مې دغم چغه

 پورته ان دظلم تر اسمانه شوه

 چا وی چې د هجر زهر څله څښې

 ما وی ماته پېښه له جانانه شوه

 دی په خپلو شعرونو کې د خپل تصور، خیال او فکر په وسیله د مینې، محبت او ښکلا- مختلفې برخې د طبعیت ښکلې او په زړه پورې منظرې، د پیمخو او ښاپیریو ښایست، حسن او جمال، د مطربانو، مستانو او رندانو محفلونه، د سوز او ساز سندری په ډیر ښکلي انداز سره څیړي او کوشش کوي، چې د ده په اشعارو کې هنري تصویرونه، انځورونه شعري کلمات او الفاظ، خواږه ترکیبونه، تشبیهات او استعارات، موسیقیت، او داسې نوری شعري ځانګړنې په ډیرو خوندور او هنري کلماتو کې په نوي خوند او رنګ سره ترسیم کړي. د بیلګې په توګه دا بیتونه لولو:

 چې ژړوي مې تر سهاره ګلې ستا مینه ده

 چې ټوله شپه یم ناقراره بې وفا مینه ده

 ارام مې نشته په بستر کې سترګې نه پټېږي

 په ټول عالم کې رسوا شوې اوس زما مینه ده

 د لیونتوب حال مې لیدلی دی هر چا په سترګو

 ګرېوان چې څیرې ګرځوم دا دلیلا مینه ده

 

 او یا وایي:

احساس مې ستا د سترګو د بڼو سندرې وایي

 غیرت مې ستا د زلفو زولنو سندرې وایي

 قسم دی ځان به ستا په مینه زه لوګی لوګی کړم

 زړګی مې محبت کې د سلګو سندرې وایي

 بېلتونه راته ښکاري چې اشنا به مې نن راشي

 دوه سترګې مې د مینې د راتلو سندرې وایي

 او یا وایي:

 هاغه ده ګلونو نه تاوه شوه راتا وه شوه

 بیا می د زخمونو نه تاوه شوه را تاوه شوه

 جار د میکدی نه شم تنده پری ماته کړم

 اوښکه می جامونو نه تاوه شوه راتاوه شوه

 ښکاری نن یی بیا په زړه ډیر ډیر وریدلی یم

ورانو قدمونو نه تاوه شوه راتاوه شوه

 عشقه دا زما د زړه دا بی باکه کوکه نن

 ستا د محلونو نه تاوه شوه را تاوه شوه

 او یا وایي:

 غم دې د اشنا راځنی کم نه شي

 ورک دی د ښایسته سترګو دیدن نه شي

 واوره لیونتوب کی مینه ډیره ده

 دا لیونی فکر می دی سم نه شي

 اوښکی چی راځی نو سلګی مه وهه

 ګوره چی زخمی زړه می ملهم نه شي

 شمعی ته بلیږه زه سوزیږمه

 پریږده چی خبر می پری صنم نه شي

 

 او یا وایي:

 جانان چی په ملاله خوله ځواب نه راکوي

 یارانو ښه شوه قبر به عذاب نه راکوي

 افسوس دی په پردي وطن کی دغه زما حال دی

 سپرلی شو خو هیڅوک راله ګلاب نه راکوي

 زه هم غواړم چی ولولم دا ستا د مخ کتاب

 مودی وشوی خو څوک راله کتاب نه راکوي

 والله چې په یوه نغمه یې سل زړونه ټکور کړم

 خو څه وکړم چې څوک راله رباب نه راکوي

 

 او یا لکه چې وایي:

 سپرلی که د چمن سوداګرانو ته موسکی دی

 ښایست موږ بد نصیبو لیونیانو ته موسکی دی

 دا ستا تشه خندا زموږ وژلو لره بس ده

 قاتل څله زموږ غوندې خوارانو ته موسکی دی

 د ژوند د سرو ګلونو د ښایست ناوې به راشي

 ژوندون زما د کلي ماشومانو ته موسکی دی

 خبر نه یم کرم یې څنګه سترګو کې پیدا شو

 ساقي چې میخانه کې میخوارانو ته موسکی دی

 اشنا دا ستا ښایست په دې چمن غوندې وطن کې

 پوه نه شومه چې ولې دوزخیانو ته موسکی دی

 دا سوی لوی زړه چې مې اشنا نه ټکورېږي

 پوهېږمه غرور مې رقیبانو ته موسکی دی.

د ټکور صاحب د شعرونو نه معلومیږي، چې ده په هر ډول شعري فورم کې د غزل نه رانیولې تر نوي، سپین او آزاد شعر پورې خپل قلم اوچت ساتلی دی. ټکور صاحب هغه شاعر او لیکوال دی، چې د خپلې خوږې ژبې، ادبي سلوک او کردار په درلودلو سره د خپلو یارانو او دوستانو سره په ډیره پسته او آرامه ژبه غږیږي او د دوی په منځ کې د یو با احساسه، متواضع او مینه ناک انسان په توګه خپل ځای او مقام لري. دی یو زړه سواندی او د لویې حوصلې او سړې سینې او د ښو اوصافو او لوړو اخلاقو خاوند شخصیت دی. د ده دوستان او آشنایان د ده د ادبي او علمي مجلسونو نه ډیرې په زړه پورې خاطرې لري.

د ټکور صاحب د پوره پیژندګلوي لپاره ما د ده سره یو ادبي مرکه نیولې ده، هیله ده چې د تاسو ادبي تنده پرې ماته شي.

ټکور صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې. اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې پیل کړم:

پوښتنه: ستاسو شوق او مینه د شعر ویلو سره څنګه پیدا شوه، کوم احساس او چا دې ته وهڅولې، چې د شاعري او لیکوالیو ډګر ته مو مخه کړه؟ لمړنۍ شعر مو کوم شعر وه؟

ځواب: د جرمني ژبې یو مشهور ناول لیکونکې یورخیم زایل نه کوم ژورنالست پوښتنه کړی وه، چې ته خو د جرمني په هامبورګ کې اوسیږی نو ولې ستا په ناولونو کې زیاتره کرکټرونه د برلین اوسیدونکي وي د دې وجه څه ده؟ هغه ورته په ځواب کې ویلي وو چې برلین زما په سینه کې پروت دی. نو اوس که ستاسې د پورتنې پوښتنې په ځواب کې د همدغه جرمني لیکوال خبره تکرار کړم بده به نه وي، د شعر سره مینه مې په سینه کې اوسیږي، ورسره ژوند کوم. اوس یو له بل سره عادت شوي یو. یو له بله پرته ژوند نه شو کولی. نو دسر چینې به درته څه ووایم:

 خبرې ډیرې سر یې یو واعظه

 چې بې له مینې هر څه سر وخوړو

 یا لکه دا چې:

  ژوند می مینه مینه دی

 ځکه نوم د مینې سره ژوند کوم

 سرچینه یې همدا وبوله.

 پوښتنه: یو شمیر لیکوالان وایي: په شاعرۍ کې تر ټولو لویه سرچینه مینه ده که دا سرچینه نه وي نو د شاعرۍ ډیره مهمه برخه له منځه ځي. لکه، چې حمزه بابا وایي: مینې ته حمزه چې فکر وکړو ما دا هم د ښکلا یوه څپه ښکاري مهرباني وکړی په دې هکله خپل نظر را سره شریک کړی؟

 ځواب: دا ممکن تر یوه حده سمه وي چې د شعر سرچینه مینه وګڼو، خو زما په اند مطلق نه شو ویلی دلته باید موږ د مینې په اړه فکر وکړو. زموږ په ټولنه کې ډیرې شاید په دې باور وي، چې مینه له ښکلو سره مینه ده، مینه د یوه لطیف جنس سره مینې ته ویل کیږي. ځکه پخوا به د غزل تعریف داسې کیده چې د لطیف جنس سره د خبرو په مانا دی. غزل عشق او مینې ته وایي، خو د غزل په پراخه لمن داسې څه بیان شول، چې هم حماسي وو او هم غنایي او عشقي، او دا عشق نه شو کولای چې یوازې د ښکلي مخ سره یې وګڼو، کیدای شي یو څوک له یوه څیز سره او یو بل له یو بل څه سره مینه ولري. ځکه ښکلا پیژندنه مطلقه نه، نسبي ده. یو چا ته ممکن یو څه او بل چاته ممکن بل څه ښکلي وي.

پوښتنه: د تاسو په آند شعر ته کوم تعریف ټاکلی شو، او تاسو د یو شاعر په توګه د شعر او شاعر اغیز د یوې ټولنې د خلکو په راویښولو او د دوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څرنګه څیړې؟

ځواب: سره له دې چې دغه پوښتنه ډیره کلیشه یي ده خو بیا هم لازمه ده چې لږ ورته تم شو. د شعر داسې کوټلې تعریف، چې د هر چا له پاره د منلو وړ وي، تر اوسه نه شته هرچا تر خپلې وسې پورې د شعر د تعریف په اړه راز راز تعریفونه وړاندی کړي دي، څوک وایي: شعر موزون کلام دی، ځنی وایي هر هغه کلام چی وزن او قافیه ولري شعر دی، ارواښاد استاد اکادمسین کاندید صدیق روهي وایي: شعر د احساساتو او عواطفو رنګین تعبیر دی، ځنی وایي: هرهغه څه چې په زړه اثر کوي او په انسان کې جوش او جذبه پیدا کوي هغه شعر دی، زموږ د زمانې لوی شاعر ارواښاد ایوب صابر وایي:

  له زړګي چې وینې وڅڅوم بیت شي

 زمانې زما نقصان ته خو پام وکړه

  حمید مومند وایي:

 شعر نه دی دا خوناب د زخمي زړه دی

 یا وتلی دستي دم له خولی د مړه دی

  خوشحال خان بابا هم د شعر په اړه وایي:

  لکه غشی لره بویه تیر انداز

 هسی شعر لره بویه سحرساز

 همیشه د زړه په لاس تله د وزن

 زیات او کم له وزنه یو توری غماز

 دغه شعر کې ګورو، چې خان علین مکان خوشحال خان خټک به شعر کې د وزن یادونه کړی او هغه په دې عقیده دی که په شعر کې یو توری هم کم او زیات شي نو هغه غماز دی، او په دې ډیر ټینګار کوي چې شعر یو موزون کلام دی، شعر یوی ښکلې ناوی ته ورته دی ناوی یوازی پر نوو جامو نه ښکلی کیږي هغی باندی باید ناییڼه ډیر کوشش وکړي، چې ناوی داسې سینګار کړي، چې ښکلا یې لاپسی زیاته شي.

پوښتنه: یو شمیر لیکوالان په دې عقیده دي، چې شعر الهام دی خو یو شمیر نور وایي، چې شعر لیکل ریاضت او انساني تجربه ده. مهرباني وکړی په دې هکله خپل نظر راسره شریک کړی؟

 ځواب: چیرته مې لوستلي وو، چې شعر دوه ډوله لیکل کیږي چې یو ته امد او دې بل ته یې اورد وایي، خو زه په خپله د خوشحال بابا په نظر یم هغه وایي:

 زه د شعر په کار هیڅ نه یم خوشال

 ولی خدای می کړ پر غاړه دا مقال

 چی د شعر فکر ورشي په مجلس کې

 نور عالم خندا هوس کا دی ملال

 چی د شعر فکر ورشی په لمانځه کې

 د اعوذو ذال بدل کاندي په دال

 چی د شعر فکر ورشي په خواړه کې

 سپینی وریجی په مزه شی ورته دال

ځینې په دې عقیده دي چې د شعر اساسي توکي دغه څلور دي:

 محتوا، مضمون منځپانګه ، وزن، پیغام، او فکر. خوشحال خان بابا د شعر وزن ډیر اساسي بولي علامه اقبال لاهوري په شعر کې په پیغام ډیر ټینګار کوي هغه وایي:

 شعر را مقصود ګر ادم ګری است

 شاعری هم وارث پیغمبری است

 دلته وینو، که د یو ښه شعر مطلب انسان جوړونه وي، او انسان ته د مینې او خلوص پیغام رسول وي، نو شاعر هم د پیغمبر وارث ګڼلی شو. شاعر باید انسان ته داسې یو جهان جوړ کړي، چې انسان په کې مینه او ښکلا وویني، د داسې صفاتو سره مخامخ شي چې د انسان نه انسان جوړ وي، وایي چې رب ښایسته دی او ښایسته یې خوښ دي. خوشحال خان هم په دې عقیده دی، چې شعر د فاسق او فاجر کار نه دی شاعر یا ولي دی یا ابدال هغه وایي:

 شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دی

 نه د هر یوه وږسترګی د کنګال

 شعر کار د سالک یا د مالک دی

 د عاشق دی د دردمن دی د ابدال

 اوس به نو د پوښتنې نور ځواب لوستونکو ته پریږدو چې هغوی شعر څه بولي.

پوښتنه: د تاسو په نظر د ادبي سبک او مکتب تعریف څه دی، او یو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په معاصره دوره کې ادبي سبک او مکتب نشته. آیا ورته کار نه دی شوی او که دا حق څوک نه لري؟

 ځواب: ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د سبک په باره کې لیکي: د سبک حقیقي معنا سره یا سپین زر ویلې کول او په قالب کې اچول دي، مجازا د بیان د اظهار خاص طرز ته سبک وایي.

 د سبک یو څه مفصل تعریف دا ډول هم شوی دی: د ژبې د کارولو خاصه طریقه، چې د یو لیکوال ادبي مکتب، ادبي پیر یا صنف ځانګړنه وي، سبک یې بللی شو. د لغتونو د انتخاب طرز، انځورونه او د ښکلو ترکیبونو استعمال، د ادبي صنایعو دقیق استعمال هم د سبک په پیژندلو کې مرسته کولای شي. په دې ډول وینو چې سبک یو مثبت صفت دی، چې ځنې لیکوال یې لري او ځینې یې نه لري. زموږ د زمانې وتلی لیکوال، څیړونکی او کیسه لیکونکی استاد اسدالله غضنفر د سبک به څنګه معلوموو  تر سرلیک لاندی یوه مغتنمه او ډیره ګټوره مقاله کښلی او هلته یې د سبک پر ډولونو او ادبي سبک او سټایل په اړه ډیر څه بیان کړي دي، هغه د خپلې لیکنې په یو برخه کې لیکي: سبک داسې صفت دی، چې د یو کس لیکنې د بل نه بیلوي. سبک ته سټایل هم وایو . . . . د سټایل کلیمه لږ تر لږه دوه مفهومه لري، چې توپیر یې په کار دی. که موږ ووایو، چې فلاني لیکوال د ښه فکر خاوند دی، خو سټایل نه لري نو له سټایله به زموږ مطلب یو داسې ثابت کیفیت وي، چې د ځینو لیکوالو په آثارو کې شته او د ځینو کې نه شته. د سبک په دغه تعریف کې، چې افلاتوني تعبیر یې بولو، سټایل له یو بل سره د وسیلی او هدف پوره انطباق او سمون خوړلو ته وایي، په دې حساب سبک د غوره او ښه معادل دی او د سبک څښتن هغه څوک دی، چې د وینا یو خاص انداز یې موندلی، چې د هغه په مټ خپل مطلب په دقیق ډول څرګندولی شي. په پښتو ادبیاتو کې سبک د لیکوال له نامه سره ډیر شهرت موندلی دی. موږ هر وخت وایو د خوشحال خان ادبي سبک، د حمید بابا سبک، د رحمان بابا سبک، دلته زموږ قضاوت هم مختلف دی، مثلا که په کوم شعر کې د رزم، بزم د ویاړونو ماتو او بریو کیسې شوې وي، وایو فلانی د خوشحال خان د سبک پیرو دی او همدا ډول که د تصوف مسایل په کی وممو نو بیا وایو چې د رحمان بابا د سبک پیرو دی، او همداسې که نور څه پکی پیدا کړو نو بیا یې به نورو پوری تړو. د پښتو په معاصرو ادبیاتو کې د حمزه بابا ادبي سبک یا ادبي مکتب د خپلو ځانګړو استعارو، ترکیبونو، د ادبي صنایعو د دقیق استعمال له کبله ډیر شهرت لري. په راتلونکي کې هم موږ ممکن د ځانګړي ادبي سبک او مکتب خاوندان ولرو.

پوښتنه: سپن شعر یا نوی او آزاد شعر او کلاسیک شعر څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران په دې عقیده دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه موجود وه. تاسو په دې هکله څه نظر لری او دا راته ووایاست، چې د آزاد یا سپین شعر مفکوره د چا له خوا چیرته او څرنګه را پیدا شوه؟

ځواب: د نوی او آزاد شعر توپیر په فورم یا چوکاټ کې دی کله، چې د معاصرو شاعرانو له پاره د غزل لمنه وړه او تنګه شوه نو هغوی مجبوره شول چې دغه د شعر پخواني فورم مات کړي. په ازاد شعر کې شاعر یوازی د شعر فورم ته تغییر ورکوي، خو وزن او محتوا په شعر کې په خپل حال پاتی کیږي. نه یوازی په خپل حال بلکې پیاوړی کیږي. مطلب دا چې ازاد شعر د فورم له مخې ازاد خو د منځپانګی یا مضمون له پلوه قید دی، داسې نه چې که چوکاټ مات شو نو وزن هم له منځه ولاړ. په نورو ژبو کې ممکن د ازاد شعر دود ډیر پخوانی وي، خو په پښتو ژبه لیکلی ازاد شعر د شلمی پیړۍ سوغات بللی شو. زما د معلوماتو له مخې شاید دقیق هم نه وي د پښتو لومړنۍ لاسته راغلی ازاد شعر ارواښاد علامه استاد عبدالحی حبیبی لیکلی دی. کله چې مرحوم لوی استاد حبیبی له هیواده تبعید و، او د پاکستان په کراچی کې اوسیده نو هلته یې یو اخبار چلوه په هغه وخت استاد حبیبی یو شعر لیکلی، چې لومړنۍ ازاد شعر یې بللی شو. هغه شعر اوس زما په لاس کې نه شته خو سرلیک او څو بیتونه مې اوس هم یاد دي. د شعر عنوان وو د کور قاصده . د دغه شعر څو بیتونه داسې وه:

 د کور قاصده

 دکور قاصده

 راته ووایه حال د یارانو

 د وطن خپل . . . .

 په پښتونخوا کې د ازاد یا نوی شعر تاریخ د پښتو ژبې د نامتو شاعر ارواښاد ایوب صابر نه پیل کیږي د هغه لومړنۍ ازاد شعر، چې زما تصویر نومیږي، د هغه وخت د شاعرانو تر منځ یوه ډیره کامیابه زیاتونه او یوه نوی لاسته راوړنه وه، هغه وایی:

 تصویر

 دا زما تصویر دی

 زه چی زلمی ومه همداسی ومه

 دغه کاږه کاږه بریتونه ګوری

 د زلمی عمر یادګارونه ګوری.

 زه چی زلمی ومه همداسی ومه . . . 

پوښتنه: زموږ یو شمیر ادبي او فرهنګي شخصیتونه په دې عقیده دي، چې د شعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي. تاسو په دې هکله څه نظر لری او ستاسو په آند د خلکو په راویښولو او د ملي احساساتو په راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟ آیا تاسو هم نثرونه لیکلي دي او که نه؟

ځواب: په یوه مشهور نړیوال ناول کې مې لوستي وو، چې د هر انسان ژوند دوه برخې لري. یوه یې له واده نه مخکی او بله یې له واده نه وروسته، له واده نه مخکی مرحله شعر ته ورته ده له بغاوت مستې، شور او زوږ نه ډکه ده، خوله واده نه وروسته مرحله هغه نثر ته ورته ده چې مستي شور او زوږ نه نلري، د نظم په اړه زه نه د شپون غوندی مخالفت کوم او نه د نثر هغومره پلوی یم لکه شپون. زه په دې عقیده یم، چې هنرمند ایجادګر دی، تخلیق کوونکی دی، نو کله، چې دا ومنو نو بیا خو هنرمند باید ازاد پریږدو، هر هغه څه چې ښه لیکلی او ایجادولی شي ودی کړي. هنرمند، شاعر او لیکوال ته دستور ورکول به سم نه وي. چې ته نظم مه لیکه او نثر ولیکه. یا نثر ډیر دی شعر ولیکه. موږ د لیکوال د ازادۍ د سلبولو حق نه لرو. پریږدی څوک چې څه ښه لیکلی شي ودی لیکي. دا سمه ده چې کله ټولنه په کلتوري او روشنفکري لحاظ وده وکړي نو په دغه وخت کې لیکوال په خپله ممکن نثر ته مخه وکړي. ځکه چې شعر په مجموع کې د خوند وسیله ده. او د ډیرو مسایلو او ډیر څه شته چې د شعر په ژبه نه بیانیږي. ما په خپله هغه وخت چې په کابل کې وم ډیر زیات نثرونه لیکلي دي.

پوښتنه: د تاسو له آثارو نه معلومیږي، چې تاسو د ادبي ژانرونو سره ډیره مینه لری. آیا تاسو بهرني آثار او په ځانګړي توګه د بهرنیو شاعرانو شعرونه مطالعه کوی او که نه؟ که مو لوستلي دي نو د دغو آثارو او شعرونو اغیز پر خپله شاعرۍ څه ډول ارزوی؟

 ځواب: زه په خپله د ټولو ادبي ژانرونو سره علاقه لرم، او په ډیرو کې لږ او ډیرې هلې ځلې مې کړي دي، خو که شعر یو ادبي ژانر وګڼو نو بیا مې له دې برخې سره مینه هم پاتې شوې او په دې برخه کې مې د نورو ژبو اثار هم لوستلي دي، طبیعي ده، چې اوسنی ادبي پیر کې پر هر شاعر به د یو چا اغیز وي، او دا اغیز معمولا مثبت وي. ځکه څوک چې د چا د اغیز لاندی کیږي هلته بیا د عقیدت موضوع رامنځ ته کیږي. او د دغې عقیدی په نتیجه مینه او خلوص وده کوي. زه خو خپله داسې فکر کوم، چې زما په شاعري زیات د حمزه بابا اغیز دی. په ۱۹۹۲  میلادي کال په پیښور کې د خپل یوه شاعر دوست سره چې فضل غني غني نومیده، یو مازیګر د ارواښاد استاد قلندر مومند لیدو ته ورغلم، زما دوست ورته زه معرفي کړلم، چې له کابله دی او شاعر دی نو هغه ونه منله هغه ویل د ده کوم شعر، چې د لیکوال لیکوال د مجلی نوم دی  چې ښاغلي نورالبشر نوید په مسوولیت به په هره میاشت په پیښور کې چاپیدله، په نوی ګڼه کې راغلی، ما خو داسې فکر کاوه، چې دی د خیبر اوسیدونکی دی د ده غزل هو بهو د لواړګي د شاعرانو غوندی دی.

پوښتنه: تاسو د شعر په لیکلو کې کومو اساسي ټکیو او معیارونو ته زیاتره پاملرنه کوی؟ د تاسو په نظر د یو ښه او اوچت شاعر ځانګړنې کومې دي؟

 ځواب: زما په نظر د یوه ښه شاعر ځانګړنه ابتکار، بغاوت، سرکشي، د ټولنې د منفي دودونو په وړاندی مقاومت، حوصله، مطالعه، مینه او ریاضت دی. شاعر باید هغه څه ټولنې ته وړاندی کړي، چې د ده خلک ورته اړتیا لري، د یو ښه هنرمند ځانګړنې ډیرې زیاتی دي، لیکوال باید کوشش وکړي، چې نوي او ابتکاري موضوعات بیان کړي. ارواښاد طاهر کلاچوي د پښتو معاصر ادبي بهیر خوږ ژبې شاعر وایي:

 

 اوتی بوتی خو هر څوک لیکي طاهره

 د یو ښه د غزل لیکل خو هنر غواړي

 

پوښتنه: کاظم خان شیدایي وایي:

 مضمون د شعر لکه پیکر وي                    رنګین الفاظ یې رخت او زیور وي

ورته ضرور دي دا دواړه څیزه          پیکر که هر څومره دلربا تر وي

 

د تاسو په آند آیا په شعر کې ښکلا شته او که نه؟ او دا راته ووایاست، چې دا ښکلا څنګه پیدا شوه او د دې ښکلا اغیز څه دی؟

 ځواب: شعر د مینی او درد زیږنده ده. ښه شعر له مینې او ښایست نه پیدا دی. مینه ښکلاده. خدای ج  ښکلی دی او ښکلي خوښوي الله جمیل ویحب الجمال  هر شعر ښکلا لري خو نسبي، ځینو کې ډیره او په ځینو کې کمه. په مجموع کې په شعر باندی د ښکلا اغیز هم ډیر زیات دی. شعر که ښکلا ونه لري نو لوستونکي به هم ونه لري.

پوښتنه: زموږ د پښتو لرغونۍ ادب د حماسو نه ډک تاریخ لري. تاسو په پښتو ادبیاتو کې او په ځانګړي توګه په شعر کې د دغو حماسو اغیز څه ډول ارزوی؟

 ځواب: د پښتو شعر حماسه ده، رزم دی، میړانه او سرښندنه ده. د پښتو شعر له حماسی سره هست شوی. د پښتو لومړنۍ لاسته راغلی شعر د امیر کروړ سوري ویاړنه ده، چې په ۱۳۹ هجری سنه کی د غور په مندیش کې امیر وو. او د جهان پهلوان یې باله، په تاریخ سوري کې محمد ابن علی البستی داسې لیکي: چې د عباسی دولت په جنګونو کې، چې امیر کروړ ډیری سوبی وکړلی نو یې دا بیتونه وویل چې ویاړنه  یې بولي هغه دادي چې شیخ کټه علیه رحمه له تاریخ سوري نه رانقل کړي دي.

 

 زه یم زمری پر دی نړی له ما اتل نه شته

 په هند و سند و پر تخار او پر کابل نه شته

 بل په زابل نه شته، له ما اتل نه شته

 غشی دمن مې ځي بریښنا پر میرڅمنو باندی

 په ژوبله وینم یرغالم پر تښتیدنو باندی

 په ماتیدنو باندی، له ما اتل نه شته  . . . .

 

 د معلوماتو له مخې دا د پښتو ژبی لومړنۍ شعر دی، چې ټول له ویاړه، له رزم اوبزم نه ډک دی اوس نو په اسانی سره ویلی شو چې د پښتو ژبې د شعر په تاریخ کې د حماسو رول او ارزښت ډیر زیات دی. او دغو حماسو او دغو ترانو هر وخت د غلیم په وړاندی زموږ د غازیانو او باتورانو سنګرونه تاوده ساتلي دي.

پوښتنه: تاسو د خپلو شاعرۍ په دنیا کې کومو شعري فورمونو ته زیاتره پاملرنه کړې ده. تاسو ته کوم فورمونه په زړه پوری دي؟

 ځواب: زما شاعري د شکل یا د فورم له پلوه زیاته غزلیزه شاعري ده. خو کله کله مې ازاد شعرونه هم لیکلي دي مطلب دا چې کله کله مې د شعر په نوي فورم یا قالب کې هم طبع ازمایي کړیده.

پوښتنه: په ځینو آسیایي هیوادونو کې فلکلوریک اشعار لکه هایکو او داسې نور ویل کیږي. تاسو د پښتو ادب د لنډیو په پرتله دغه ډول اشعار څه ډول څیړې؟

 ځواب: لنډۍ د پښتو ژبې د اولسي ادبیاتو یوه مغتنمه برخه ده. لنډۍ د پښتو ژبې یوه داسې ځانګړنه ده، چې په نورو پرمختللو ژبو کې هم د هغی ساری نه لیدل کیږي. د لنډۍ بله ځانګړنه داده چې د هغې ویوونکي او جوړونکي نه دي معلوم، همداسې سینه په سینه له یوه نسل نه بل ته نقل شوي او تر موږه یې ځان رارسولی دی. اوس نو موږ ته په کار ده چې د پښتو ژبې دغه تلپاتی برخه لا پسی غني او خوندي کړو. لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي لیکي: د پښتو تر ټولو نه قدیمه لنډۍ داده:

 

 سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه

 یار می دګلو لو کوي ګوتی ریبینه

 

 وایي چې زرګونه کاله پخوا په بلخ کې اریایان اوسیدل، او بلخ ته څیرمه د البرز په غره کې به یې د سوما بوټي ریبل، اریایانو به د سوما د ګلونو لو د شپی له خوا کولو او بیا به یې له دغو ګلانو نه شراب جوړول، ولې یې د شپی له خوا د سوما لو کولو ځکه چې د سوما بوټي یو ډول شیره لرله، نو که دورځی به وریبل شول نو دغه شیره به لاسونو پوری موښل کیدله. نو دغه پورتنی لنډۍ ممکن د یوی پښتنې محبوبی له خوا خپل مین ته ویل شوي وي. د لنډیو په هکله یو بل نظر دادی چې ممکن ډیری لنډۍ د ښځو له خوا جوړی شوي وي. خو که هر څه وي زموږ وظیفه به دا وي چې موږ دغه لنډۍ راټولی کړو او په خپلو اثارو کې ورته ځای ورکړو. زموږ د پښتو ژبې یو خوږ ژبې شاعر څومره په خواږه انداز کې د پښتو ژبې دغه لومړنۍ لنډۍ ځای کړی ده وګوری:

 

 توره د ننګ وهه را خیژه

 غر او ګړنګ وهه را خیژه

 لاچي لونګ وهه را خیژه

 سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه

 یار می دګلو لو کوی ګوتی ریبینه

 

 یا لکه دابله بیلګه:

 د توری شرنګ و ته ویده شوی

 نه د حجری نه د کاله شوی

 تورزن په څه مین په څه شوی

 که په میوند کی شهید نه شوی

 خدایږو لالیه بی ننګی ته دی ساتمه

 

 خو هایکو یو جاپاني شعري فورم دی او تقریبا څلورسوه کاله کیږي، چې رامنځته شوی دی، خو لنډۍ زرګونه کاله قدامت لري، بل فرق د هایکو له لنډۍ سره دادی، چې لنډۍ ۲۲ څپې او هایکو ۱۷ څپې ده. لنډۍ ازاده او خپلواکه ده د لنډۍ لمن ارته او پراخه ده، خو هایکو محدوده او قید ده، په لنډۍ کې هر څه لکه مینه، سوله، جنګ، پښتو، غیرت، توره، میړانه، شجاعت، دود، دستور بیانیدلی شي. خو په هایکو کې نه شي کیدلی، د هایکو لمن لنډه او تنګه ده، هایکو د طبیعت رابطه له ژوند سره نښلوي، په ۲۰۰۴ میلادي کال کې یو امریکایي لیکوال هایکو داسې تعریف کړی ده هایکو یو لنډ شعر دی چې په انځوریزه ژبه د یوې طبیعي یا موسمي تجربې خیال په شعوري بڼه لیږدوي. او له انساني حالاتو سره تړاو ورکوي. دلته به د هایکو یوه بیلګه ولولو او وبه ګرو، چې د لنډی سره یې څومره فرق دی: دا هایکو مشهور جاپاني شاعر کاجو ویلی ده.

 

 Night and the moon

 My neighbour playing on his

 Flute-out-of tune

 

شپه ده سپوږمۍ ده

 زما ګاونډي غږوي

 شپیلی بی سوره

 

 دا چې هایکو څنګه پښتو ژبې ته لار پیدا کړی ده دابیل سوال دی، خو نن سبا په ټول افغانستان کې ښه په درز لیکل کیږي دلته به یې بیلګه وړاندی کړو چی ښاغلي شاعر ومان نیازي لیکلی ده:

 

 نن زه او باران

 په وړی سپوږمۍ پسی

 ډنډ ته وښویدو

 

پوښتنه: په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه نظر لری او پښتو متلونه د نورو ژبو د متلونو په پرتله څه ډول ارزوی؟

 ځواب: متلونه د پښتو د شفاهي ادب ډیره شتمنه برخه ده. پر شعر د متلونو اثر زیات دی یو شمیر لیکوالو وخت په وخت دغو تلپاتی متلونو ته په خپلو شعرونو کې ځای ورکړی دی، که دلته یې زه د هغی مثالونه وړاندی کړم نو خبره به ډیره اوږده شي متلونه د نړۍ په نورو ژبو کې هم شته خو په پښتو ادب باندی د متلونو اغیز ډیر زیات دی. او زموږ شاعران باید دغه دود همداسې جاري وساتي. او متلونو ته په خپلو اثارو کې انعکاس ورکړي.

پوښتنه: تاسو په شعر کې موسیقیت او د تورو تکرار په موسیقیت کې څرنګه ارزوی؟ او دا راته ووایاست، چې د تاسو شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟

 ځواب: ما مخکی وویل چی زما شاعري، ډیره د غزل په فورم کې ده. او غزل موسیقي ده. غزل د شعر له هر فورم نه زیات له موسیقی سره ډیر نژدی دی. اکثره سندرغاړي غزل ته ډیر په اسانه کمپوز جوړولای شي. زما له غزلو نه په هیواد کی ډیرو سندرغاړو سندری جوړی کړي دي لکه ایوب استاد، منګل، شادکام، شامحمد افغان، ایشان مومند او نور.

پوښتنه: تاسو د ادبي نقد او کره کتنې په هکله څه نظر لری، او دا راته ووایاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر د ادبي نقدونو په هکله ادبي مرکزونه، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟

 ځواب: یوه ټکي کې ممکن ټول را سره متفق وي، چې که کره کتنه ونه لرو نو ښه علمي او ادبي اثار به هم ونه لرو، ځکه نقاد لیکوال خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کوي دیوه اثر ښه او بد سره بیلوی، نو کله چې یو اثر د نیمګړتیاوو نه پاک شي طبیعي ده چې ارزښت یې زیاتیږي، دا چې ولې موږ ښه کره کتونکي نه لرو دا بیله ستونزه ده موږ اثار لرو خو نقاد نه لرو، د دې عوامل ډیر کیدلی شي. زه فکر کوم تر ډیره حده زموږ لیکوال او نقاد سره په لری واټن کې دي. بل د لیکوالو د نقد سره نا اشنایي هم کیدلی شي یو عامل وګڼو. زموږ د ټولنې جوړښت داسې دی چې هلته نقاد هم نه شي کولی سپینی او ریښتنې خبرې وکړي، موږ په لسګونو غونډې او مشاعرې جوړوو خو د منظمی کره کتنی په برخه کې لا هیڅ هم نه لرو په کار ده چې په منظم ډول د کره کتنی مرکزونه جوړ او په منظم ډول علمي او ادبي اثار کره کتنې ته وړاندی شي.

پوښتنه: یو شمیر شاعرانو او لیکوالانو د خپلو څیړنیزو او نوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالانو آثاراو شعرونه ژباړلي دي. د تاسو په نظر د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ څه اغیز لري؟ او دا راته ووایاست آیا تاسو هم بهرني آثار ژباړلي دي او که نه؟

ځواب: د ژباړی په اړه ډیر څه ویل په کار دي، سره له دې چې ځنې لیکوال به د ژباړی سره جوړ نه وي، او یا که و وایو، چی د شعر ژباړل ممکن دومره ګټور نه وي لکه د یوناول او یا کوم بل منثور علمي او ادبي اثر، ژباړه هم ځانګړی اصول او معیارونه لري. کله کله چې دغه اصول او معیارونه په نظر کې ونه نیول شي نو هلته بیا د ژباړی ارزشت کم وي، خو که هر اثر د ژباړی د منل شوو اصولو پر اساس وژباړل شي نو هم به یې ارزښت زیات وي اوهم به یې ثواب، زما په اند د ژباړی په وخت کې ژباړونکی دغه څو ټکی باید په پام کی ونیسي. د خپلې ژبې تحلیلي او تفسیري صلاحیت ولري، د اثر ګټور توب په پام کې ونیسي، ښی ګڼی او بد ګڼی یې سره پر تله کړي ژباړونکی باید پر دې وپوهیږي، چې اثر تر ده دمخه چاپ شوی او که نه دی، کوشش باید وشي چې داسې اثار وژباړل شي، چې تر ده  د مخه نه وي چاپ شوی، زما په اند د ژباړی په اړه خبرې په دغه ډول مرکو کې نه شي کیدلی ژباړه یو اکاډمیک کار دی او د هغی په اړه ډیر څه ویل کیدلی شي، بل ټکی دا، چې بی له شکه ژباړه د ژبی په بډایینه کې لوی رول لري، که موږ چیرته د نړۍ د مشهورو نوابغو لکه شکسپیر، بالزاک، همینګوی، تولستوی، چخوف او نورو په لسګونو او سلګونو لیکوالو او مفکرینو اثارو ژباړی په پښتو ژبه لرلی نو بی له شکه زموږ ژبه به له اوس نه ډیره پرمختللی وای، اوس هم لا دوخته ده د پښتو ژبې هغه لیکوال چې په نورو نړیوالو ژبو ښه پوهیږي باید دغه لوی او تلپاتې کار ته مټی راونغاړي اود نړۍ لوی شهکارونه په پښتو ژبه وژباړي. په نورو ژبو د پښتو اشعارو او اثارو ژباړل هم همدومره ګټه لري لکه څومره چې یې له نورو نه، ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وایي:

 پردی ژبه زده کول که لوی کمال دی

 خپله ژبه هیرول بې کمالي ده

 

 ما په خپله په دې بر خه کی تر اوسه څه نه دي کړي.

پوښتنه: یو شمیر ادبي او فرهنګي شخصیتونه په دې عقیده دي، چې د پښتو ژبې په سوچه کولو، کره کولو، علمي کولو او معیاري کولو کې باید ډیره زیاته پاملرنه وشي. مهرباني وکړی تاسو په دې هکله خپل نظر څرګند کړی؟

 ځواب: د یوې ژبې معیاري کول سوچه کول یا علمي کول زه فکر کوم د هرې ژبې له پاره ضروري دی، هر هغه څوک چې د پښتو ژبې د معیاري کولو له پاره کار کوي هغه باید وستایل شي په نورو ژبو کې وخت پر وخت نوي لغاتونه جوړیږي او بیا ډیر ژر عامه بڼه خپله کړي، زما په اند د پوهاند صاحب زیار هلې ځلې د پښتو ژبې په برخه کې د ډیری ستاینی وړ دي د ژبې سوچه کول معیاري کول دا د پښتو ژبې د ژبپوهانو کار دی، او هغه که هر چا کړی دی باید چې درناوی یې وشي.

پوښتنه: تر هغه ځایه، چې زه خبر یم تاسو د ډیرو لیکوالانو او شاعرانو پر آثارو سریزې لیکلی دي او د دوی آثار مو څیړلي دي. تاسو په دغو څیړنو کې کومو مهمو ټکیو ته زیاتره پاملرنه کړی ده؟

ځواب: دا سمه ده چې ما د خپلو همزولو او مشرانو لیکوالو او شاعرانو په اثارو سریزې کښلی دي، خو که رښتیا را باندی وایې تری راضي نه یم، له یوی نیمی سریزې پرته په ډیرو کې را نه کلیشه یي او تکراري خبرې شوی دي، د سریزو لیکلو دغه ناوړه دود اوس هم دوام لري، پلانی ښه شاعر یا ښه لیکوال دی، ترکیبونه او انځورنه یی نوي دي، که ژوند یاري ورسره وکړه نو ښه اثار به ولیکي، بری ورته غواړم د شعرونو نمونې او بس شابسۍ، زه فکر کوم کومې سریزې چې ما او یا په هغه وخت چې زه په کابل کې وم او لیکل کیدی به، هغه اکثرا په دغه متود وي، چې مایې یادونه وکړه، له بده مرغه د سریزو لیکلو دغه دود اوس هم روان دی.

پوښتنه: سر بیره په دې، چې زموږ په هیواد کې یو شمیر درنو او پاخه لیکوالانو او شاعرانو پر ځینو تقلیدي شاعرانو خپلې څیړنې کړی دي خو بیا هم زموږ په ټولنه کې یو شمیر شاعران وینو، چې د تقلید په پله روان دي. تاسو د یو شاعر او ادبي شخصیت په توګه دا نیمګړتیاوی څرنګه څیړې او د دغو نیمګړتیاوو په هکله ځوانو شاعرانو ته کوم وړاندیزونه او لارښوونې لری؟

 ځواب: یو تقلید دی اویو توارد دی، که کوم شاعر یا لیکوال د چا د شعر مضمون نقل کړي، او موضوع کټ مټ راواخلي نو دا تقلید نه بلکی ادبي غلا ده. او اصلا مجاز نه لري. خو د ترکیبونو انځورونو تکرار که په نوي او ښکلي بڼه وي نو د شاعر ابتکار یې بللی شو. شاعر همیشه باید د ابتکار په لټه کې وي، او د ابتذال په وړاندی خپل کوشش جاري وساتي.

پوښتنه: زما په نظر د هر هنر هنرمند د یوې ټولنې د خلکو په راویښولو او د ملي احساساتو په را پارولو کې ډیر عالي رول لري او باید د خپل هنر په وسیله د خپلې ټولنې او خلکو په خدمت کې وي، خو زموږ په هیواد کې یو شمیر شاعران، لیکوالان، هنرمندان، سندرغاړي او داسې نور برخلاف د خپلو اصلي دندو عمل کړی دی او کوي یې، د بیلګې په توګه یو شمیر شاعران او هنرمندان مدح سرایي کوي، شعر او هنر یې په شعارونو تبدیل شوی دی او د خپل حریف پر ضد یې حساسیت ښوودلی دی او یا یې ښیي. مهرباني وکړی په دې هکله خپل نظر راته بیان کړی؟

 ځواب: ستر انګریز دانشور او نقاد چې جورج سنتایانه ۱۸۶۳- ۱۹۵۲ نومیږي، په- خپل کتاب شعر او مذهب کې لیکي: چې ستره شاعري د بیټ بازانو او توک بندانو نه، بلکې د پیغمبرانو په خمیر کې اخښلي شوې وي. ستره شاعري د هغو شاعرانو برخه ده چې وینا یې یوازی د پیغمبرانو سیرت او عمل ته ورته وي. اوس نو که هر څوک دغه لوی او ستر مسوولیت په مداحی او چاپلوسی پلوري نو هغه د خوشال بابا وینا ورته په کار ده، بابا وایي:

 

د هغه شاعر دانی وشه په ژبه

 چی د شعر دردانی پلوري په مال

 

 شعر شعار نه دی شعر مدحه نه ده، د شعر رسالت او د شاعر وظیفه انسان جوړونه ده.

پوښتنه: په هیواد کې دننه او بهر په یو شمیر رادیویي او تلویزوني خپرونو کې ادبي او فرهنګي پروګرامونه او برنامې خپریږي، د دغو خپرونو په هکله د تاسو نظر د یو با تجربه کاره ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه، چې د رادیو او تلویزیون سره مو همکاري لرله څه دی؟

 ځواب: په پښتو ژبه کې یو متل دی چی وایی: هر شی، چی ډیر شي ګنډیر شي. چا راته هغه بله ورځ ویل، چې په هیواد کې اوس اوس د څلویښتو په شا وخوا کې تلویزیوني چینلونه خپرونې کوي شکر مې وایست، زه چې دلته په لندن کې اوسیږم هم اوه اته چینلونه ګورم، ډیر وخت داسې راځي چې یو هم په دې نه ارزي، چې څوک یې وګوري، مبتذل او تکراري پروګرامونه خو دومره په کې ډیر دي چې په لیدلو نه ارزي، د نوو پروګرامونو د نشتوالي له کبله ځنې خپرونې ډیری اوږدې دي، چې د لیدونکو د حوصلی نه ووزي. بل کوم ټکی، چې د دغو برنامو په اړه د تامل وړ دی د ژبو نه انډول دی د ملي، او مسلکي کسانو نه شتون، ملي ترمنالوژی ته نه پاملرنه، ملي مسایلو ته نه درناوی او داسې نور ډیر مسایل دي چې دلته به یې یادوول ضرور هم نه وي، د دغو تلویزیوني خپرونو نیمګړتیا بللی شو.

پوښتنه: په هیواد کې دننه او بهر یو شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادبي غونډې ترسره کیږي او د یو شمیر ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو کارونه او فعالیتونه څیړل کیږي. د تاسو په نظر دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي او د کارونو او فعالیتونو د سمون او خوځون په هکله څه وړاندیزونه لری؟ آیا په دې هکله کومه هڅه هم شوی ده او که نه؟

 ځواب: زه فکر کوم دی پوښتنې ته به په همدی مرکه کې ځواب ویل شوی وي خو یو ځل بیا به دومره ووایم چې د دغو ټولنو فعالیتونه د ستاینې وړ دي او هری یوی تر خپلی وسی یو څه کړي دي. خو کوم ټکی چې زما په نظر ډیر بنیادي دی هغه د دغو ټولنو یووالی دی. دوی ته په کار ده چې په ډیرو ملي او هیوادني مسایلو کې یو نظر ولري. زه فکر کوم په هیواد کې دننه یو وخت د دغو فرهنګي او کلتوري ټولنو د یوالي هڅې پیل شوی وی. دلته په اروپا کې هم دغه کار یو څه شوی دی خو لا ډیر کار ته اړتیا ده. او په هر قیمت که کیږي د دغو ټولنو د یووالي کار باید چټک شي.

پوښتنه: د لر او برو پښتنو لیکوالانو، ادیبانو او شاعرانو د ګډو هلو ځلو او فرهنګي فعالیتونو په هکله مو نظرڅه دی؟

 ځواب: د لر او بر پښتنو د ادبي هلو ځلو په اړه زه ډیر خوشبین یم زما په فکر په پښتنو کې له بل هر وخت نه اوس ډیر توان لیدل کیږي دلته زما هدف یوازی په فرهنګي ساحه کې دی نه په سیاسي. په فرهنګي برخه کې د پښتنو هلې ځلې دا که لر دي او که بر دا که د هیواد دننه دي که د هیواد د باندی د ستاینی وړ دی خو کوم ټکی چې د دغو هلو ځلو په هکله د پاملرنی وړ دی هغه ددغو هلو ځلو همغږي ده. کله کله دغه همغږي تته وي په کار خو ده چې د دغو هلو ځلو رڼا دومره زیاته شي چې د لر او بر پښتنو دیری او وستلونه پری روښانه شي. دغه فرهنګي هلې ځلې که هر څومره ډیری وي او په هر ځای کې چې وي بې له شکه چې ګټه به یې ډیره وي خو که د دوی تر منځ یوه اړیکه موجوده وي: حمزه بابا وایي:

 

 بیل دی وی خیر چی د یو لاس ګوتی وی

 دا په نړی کی یو پنځه پښتانه

 

 زما په نظر د پښتنو دغه فرهنګي هلې ځلې باید همداسې د یو لاس ګوتی وي.

پوښتنه: مهرباني وکړی د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را ته بیان کړی؟

 ځواب: ژوند ټول د ترخو خاطرو مجموعه ده. چې تیریږي او نه هیریږي. وایي، چې هیرول ښادي ده، او چې هیر یې نه کړی نو ښادي نه شته، ترخی خو دومره ډیری دي چې ویلی یې نه شم. ښه به دا وی چې هیری یې کړم، خو یوه ښه خاطره به درته ووایم، اغلی میرمن ګراسیموا د روسی ژبې یوه وتلی لیکواله او پښتو پوهه ده، په ۱۹۹۳ میلادی کال کې د لومړۍ ځل له پاره په مسکو کې د هغی کور ته ورغلم، مخکی له دی چې ځان وروپیژنم، نو هغی د خپلو کتابونو نه زما د شعرونو لومړنۍ مجموعه راواخستله، او زیاته یې کړه چې زه تاسی او نور پښتانه لیکوال او شاعران ټول پیژنم، بیا یی ما ته په روسی ژبه یو پنډ کتاب راکړ چې په هغی کې زما څو شعرونه په روسی ژبه ژباړل شوي او چاپ شوي وو. زه فکر کوم دا زما لپاره یوه خاطره وه.

پوښتنه: د تاسو پیغام د یو لیکوال او شاعر په توګه په هیواد کې دننه او بهر ځوانو لیکوالانو او شاعرانو ته څه دی؟

ځواب: سره له دی چې داپوښتنه هم ډیره تکراري اوکلیشه ای ده خوکه دځواب کوشش یې وکړم وبه وایم چې زما غوندی د یوه اواره او جلا وطنی مسافر پیغام به څه وي زما پیغام ځوانو لیکوالو او شاعرانو ته دادی چې له هرڅه نه وړاندی د کره کتنی سره ځان عادت کړي خپل اثار کره کتنی ته وړاندی کړي د نورو سالمو نظرونو ته په درنه سترګه وګوري ځکه وایي چی: انتقاد د ملګرو تر منځ د ګلونو د ویشتلو په مانا دی، او زموږ پر اثارو نقد او کره کتنه باید په همدغه اصل ولاړه وي، موږ یوازی کولای شو د ښی او سالمی کره کتنې نه وروسته یو ډیر ګټور اثار ټولنې ته وړاندی کړو. زما دغه هیله د هیواد نه بهر او په هیواد کې دننه ټولو ته متوجه ده. د روسی ژبی د لوی لیکوال پوشکین خبره ده چې وایي: موږ ادبیات لرو خو نقد نه لرو. او موږ پښتانه هم همداسې یو چې ادبیات لرو خو نقد نه لرو.

پوښتنه: تاسو د یو شاعر او لیکوال په توګه زموږ د هیواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکیچن حالات څرنګه څیړې او نورو شاعرانو او لیکوالانو ته په دې هکله څه وړاندیزونه لری؟

 ځواب: ما مخکی ویلي دي چې زه لیکوال او شاعر ته د دستور ورکولو سره مخالف یم، لیکوال او شاعر بغاوت کوونکی دی هغه د ټولنې د عادي انسان نه لوړ فکر کوي. نو ځکه د هغه خیالونه او فکرونه هم اوچت دي، را به شو د هیواد روانی غمیزی ته، دغې تپل شوی غمیزې بی له شکه چې زموږ په لیکوال او شاعر اغیز ښندلی دی، په لسګونو لیکوال او شاعران د دغې جګړی لمبو سوزولی او لا سوزیږی. اوس موږ د پښتو ژبې د ډیرو لیکوالو او شاعرانو په اثارو کې د دغو حالاتو انعکاس وینو، زما په فکر لیکوال او شاعر د دغو کړکیچینو حالاتو یو ښه انځور ګرځیدلی شي او دی. زموږ لیکوال او شاعران باید په طبیعي ډول په خپلو پنځونو کې د دغو حالاتو بیان ته ځای ورکړي.

ټکور صاحب له تاسو نه ډیره مننه کوم، چې له ما سره مو مرکه وکړه او زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل. د تاسو د بریالیتوبونو او بریاوو په هیله. په آخر کې زه هم له تاسو نه د زړه له کومې مننه کوم، چې تاسو داسې یو لوی او تل پاتې ادبي کار ته مټی رانغاړلې دي، چې که اوس د ډیرو په ګروهه نیمګړي وي خو بې له شکه به زموږ د راتلونکي نسل لپاره یو ښه او ګټه ور ماخذ وي.

تاسو ته په دغه ستر او لوی کار کې بری غواړم،

 

په ډیر درنښت او ادبي مینه:

انجنیر عبدالقادر مسعود

ورته ليکنې