د ښاغلي جهاني صاحب یو ښکلی غزل

 

 درنو فرهنګپالو دوستانو!
ښاغلی عبدالباري جهاني یو پیاوړی، نوښتګر، نامتو او د پښتو ادب په اوسنیو شاعرانو کې هغه روښانه او ځلانده ستوری دی، چې د خپلو ګټورو اثارو او شعرونو په وسیله یې د پښتو ادب بڼ تازه او ښیرازه ساتلی دی.
د جهاني صاحب په شعرونو کې د پخواني، نن او سبا د رښتیني او عیني ژوند انځورونه، انساني هیلې، جسارت، مستي، یاغیتوب، عواطف او احساسات له ورایه ښکاري.
لنډه دا چې د جهاني صاحب د شعر اوریدل او لوستل د هر با احساسه انسان په زړه یو ځانګړی اغیز لري.
ما د جهاني صاحب یو ښکلی غزل چې په کې هنري او انساني ارمان او پیغام په ظریفانه بڼه انځور شوی دی انتخاب او دیکلمه کړې دی تاسو قدرمنو مینه والو ته یې ډالۍ کوم. هیله من یم ستاسو ادبي تنده پرې خړوبه شي.
په مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button