بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

ریاض مقامزی

انسان د ژوند په اوږدو کې استراحت او منظم خوب ته اړتيا لري. که تاسو په مناسبه اندازه خوب و نه کړئ، له ګڼو وژونکو ناروغيو سره به مخ شئ. انسانان په خاصه توګه ځوانه طبقه د بنډارونو، مطالعې، بوختياوو، ستونزو او نورو بېلابېلو عواملو له کبله بې خوبي کوي. يا هم په کافي اندازه خوب نه کوي، چې ددې کار تاوان ډېر زیات دی. کوښښ وکړئ په مناسبه اندازه خوب ولرئ، تر څو روغتيا مو تضمين شي. موږ په دې لیکنه کې پر هغو زیانونو غږېږو، چې د بې خوبۍ او یا هم د کم خوب له کبله تاسو ورسره مخ کېږئ.

۱. بد اخلاقي
پر ټولنيزو ستونزو ترسره شوې وروستۍ څېړنه ښيي، چې د بد اخلاقۍ یو له عمده عواملو څخه کم خوب دی. دوی وايي هغوی چې خوب یې منظم او یا هم کافي نه لري په اړيکو او رفتار کې له تاوتریخوالي کار اخلي. له همدې کبله دا ډول خلک خپل ټولنيز محبوبیت او شخصیت هم له لاسه ورکوي. په ټولنه کې د “بد اخلاق” په نوم پېژندل کېږي

۲. سر درد
که څه هم پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې د سر درد یوه وجهه بې خوبي ده، مګر لا هم نه دي بریالي شوي، چې د بې خوبۍ او سر درد اړيکه په بشپړه توګه روښانه کړي. که تاسو هم دوامداره سر درد لرئ، کوښښ وکړئ خپل خوب منظم او بشپړ کړئ. په ډېر احتمال سره دا ستونزه مو حل کېدای شي.

۳. د حافظې کمزوري
بې خوبي په تنکيو ځوانانو کې یوه ډېره جدي موضوع ده. دوی اکثره د کمې پوهې له کبله بې خوبي کوي. خو په دې نه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره به مخ شي. که تاسو هم پوره خوب و نه کړئ نو ډېر ژر به د حافظې له کمزورۍ سره مخ شئ. ډېر اسانه موضوعات به نه شئ یادولای. نو خپل خوب ته خاصه پاملرنه وکړئ.

۴. د وزن ډېروالی
هغه وګړي، چې د خوب اختلالات لري او مناسب خوب نه کوي، له هورموني ګډوډۍ سره مخ کېږي. له همدې امله دوی خوړو ته ډېر تمایل پيدا کوي او هغه خواړه مصرفوي چې زیاته انرژي لري. نو د ډېر خوراک له امله دوی ډېر ژر وزن اخلي او د وينې کلسټرول تر څنګ له ګڼو نورو روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي.

۵. د سترګو د دید “نظر” کمزوي
بې خوبي کولای شي د سترګو نظر ته هم ډېر زیان واړوي. وروستۍ څېړنې وايي، چې که غواړئ د سترګو نظر مو تېز پاتې شي کوښښ وکړئ مناسب خوب وکړئ. که تاسو څومره بې خوبي کوئ هومره مو د سترګو ستونزې ډېرېږي.

۶. د زړه ناروغۍ
د روغتيايي څېړنو یوه ډله دې پایلې ته رسېدلې، چې که تاسو اکثرا ۸۸ ساعته ويښ پاتې کېږئ، نو د وينې د لوړ فشار له ستونزې سره مخ کېږئ او لوړ فشار مو د زړه روغتيا په شدت سره ګواښي. همدارنګه دوی وايي: هغوی چې په شپه او ورځ کې ۴ ساعته ويده کېږي نسبت هغوی ته چې ۸ ساعته خوب کوي د زړه ضربان یې ډېر وي. له همدې کبله د دوی زړه له خطرناکو پېښو سره مخ کېدای شي.

۷. سرطان
څېړونکي لا هم په دې برخه کې څېړنې کوي، چې د بې خوبۍ او سرطان ترمنځ اړيکې پيدا کړي. خو په دې باوري دي، چې بې خوبي د انسان دفاعي ځواک هم کمزوری کوي نو په ډېر احتمال سره له همدې امله انسان په سرطان هم ژر اخته کېږي.

۸. خفګان
دانیل کانمان هغه ارواپوه دی، چې په خپل مسلک کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده. نوموړي د یوې څېړنې په ترڅ کې د ۹۰۹ هغو مېرمنو چې دندې یې درلودې د هغوی ورځني فعالیت څارنه کوله. د څېړنې پايلې وښوده، چې دوی اکثرا په هغو ورځو کې د خفګان احساس کاوه، چې بې خوبه به وې. که تاسو هم یاده ستونزه لرئ خپل خوب بشپړ کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button