د ساینس او ټیکنالوژي عصر اوطالبان !

د ساینس او ټیکنالوژي عصر اوطالبان !
یوویشتمه پیړۍ ده . نړۍ د ساینس او فزیکي پوهنو او احتراعاتو په مټ سترې بریاوې ترلاسه کړي او بشریت د پرمختګ او لاغوړیدلي تمدن په لور روان او د همدغه علومو اوساینس له کبله اوسنۍ نړۍ د ګلوبل او کلي بڼه غوره کړي ده . تیره اونۍ د امریکا د ناسا فضایي ستور مزلي بیړۍ د مریخ د سیارې په لوري وتوغول شوه چې په یوه ګړۍ کې یې ۱۹ زره کیلومتره ګړندیتوب په درلودلو سره ۴۸۲ میلیون کیلومتره واټن وواهه او د مریخ پرسطحه کیناسته اود امریکا فضایې سازمان د مریخ د سیارې په هکله انځوریز مستند مالومات ورکوي.
افغانان مسلمانان اود کلکي سپیڅلي عقیدې خاوندان دي . هغو جوماتونو او مدرسو ته ځانګړی درناوی لري.
په مدرسو کې طالبان دیني زده کړې کوي اود اسلامي تعلیم د بشپړتیا په پایله کې د ملایې پګړۍ ور وتړي او پروني طالب ،ملاصیب شي . زموږ خلک ملایانو ته احترام لري او دیني عالمان وارث الانبیا بولي . ملایان صاحبان په جوماتونو کې د پنځه وخته اذانونو په کولو سره بیا په جمعه د مسلمانانو امامت کوي د وعظ او دیني نصیحت سربیره ملایان د کلیوالو ماشومانو ته د القاعدې سپاره او دقرآن مجید زده کړي ورکوي . همداراز د جنازې لمنځونه د واده په مراسمو کې د نکاح تړل اوکله ناکله د کلیوالو د ځینوشخړو په اواري کې برخه اخلي.
هو! طالب په مدرسه او ملا په جومات کې مناسب اوپرځای ښکاري او داسې تیر وختونه د سوکالی او خوشالۍ وختونه وو.
له بده مرغه اوس طالبانواوځینو ملایانوچور لټ خپلې اصلي دندې هیري کړي د سیاست او دولتي واکمنی نیشه یې په مغزو کې پیدا شوي او شل کاله د مخه يې د خپلې اسلامي امارت د نسکوریدو درنه څپیړه پرمخ وخوړه . طالبانوچې د هیواد ۹۰ سلنه خاوره یې په لاس کې وه د خپلې زورواکی په لومړیو کې یې د افغانستان د ملي روغې جوړي اود افغانانو د سوله ییزژوند خیرخواه انسان داکتر نجیب الله په خورا وحشت اوستر قساوت شهید داسلامي او افغاني اصولواو ارزښتونو پرخلاف یې د هغه په وینو لړلی بدن د خپل شهید ورور شاهپور احمد زي سره یوځای په داروځړول . افغاني متل دی چې تربوراودوښمن مړکړه خو بدرنګوه ویې مه او میړانه یې مه ورکه وه . خو هیوادوال د هغو دوو په دار راځړولو شهیدانو د سپکاوی او اهانت شاهدان دي . تاسو طانانو افغاني درې رنګه ویاړلی تاریخي له برمه ډک بیرغ رانسکور کړ اوپرځای مو خپله سپینه اوتوره جنډه پورته کړه . تلویزیون ، سینما، تیاتراو ان په عکس اخیستلوبندیز ولګول شو. هغه ستر جنایت اونه بښونکی قباحت چې د افغان درنو لوپټوښځو او پیغلوته وشو په تاریخ کې ساری نه لري . د زده کړو په څنګ کې له کوره وتلوبنديز هم پرې ولګول شو .په عام محضر کې د دورو وهلو، سنګسار، سرونوته په ډزو ویشتلوهغه جهنمي کړني دي چې ستاسو د امربالمعروف اونهی عن المنکر په نارواو تکبیرو ترسره شول . افغانستان مو له لرغوني تاریخي ویاړه چې محمود غزنوي اواحمد شاه بابا اونورو پاچاهانو ورته درناوی درلود او هغه د بامیانو دوه سترپه ټوله نړۍ کې بې ساري تاریخي بوتان د تورپنجاب په بلنه په بې رحمی ونړول .د اکاډمیکوعلمي موسسواو پوهنتونو دروازې وتړل شوې مدني او د عصري علوموپه پوهه سمبال استاذان ټول په زوره ږیرور او پرخلکود ویرې،ترهې ، وژنې، سپکاوي فضا خوره شوه . د ساینس او علمي پیشرفت ځای په لوډسپیکرونو کې نعتونو ونیو.
دادی نـن ستاسوسره د دوحې د تړون چې د امریکا د ستربدماش اوپه افغانانود موربم کاروونکي ډونالد ټرمپ سره مولاسلیک کړ یوکال پوره شو. تاسو طالبان رښتیني مسلمانان؟ یاست چې په دې موده کې د ناتواو امریکا د یوه کافر وینه توی نه شوه خو تاسوپه د غه موده کې په افغان ولس رحم اوخواخوږي ونه کړه څه د پاسه درې زره بې ګناه مسلمان افغانان ښځې او نارینه موشهیدان اوڅه د پاسه پنځه زره تنه هیوادوال مو ټپیان کړل . زما هم مسلکه په وطن اوافغان ولس مین۱۱ تنه ژورنالیستان اوخبریالان موپه نامردی اوبې ساري وحشت شهیدان کړل . دیني عالمان، مدني اوحقوقي فعالان ،ډاکتران اوقومي مخور ستاسو دهدفي او مقناطیسي بمونوښکار شول . هغه دوو تنکیو ماشومو نجونو سوي ، سوې چیغي او بوغارې چې خپلې ادې جانې ته یې نارې وهلي ادې جانې پورته شه کنه پورته . د کابل آسمایې غر په ژړا و. اوستاسوپه لاسونو د تور پنجاب نقشې پلې کیږي .
خوافغان ولس ژوندی دی. پرون یې د اتلو سرتیرو ورځ په ملي اووطني ترانواومستوآتڼو ونمانځله . د اتلې ملالۍ میوند روح خوشاله ده چې افغاني خورمحدثه میرزایې او افغان نجونو د هرات ولایت ته بوینګ ۷۳۷ آلوتکه په هوا کړه د کابل هرات په لاره لکه د پامیرګربتې اوعقابانې ښکاریدي اوستر تاریخي ویاړیې وګاټه . تاسوخبر یې چې داتلو شهیدانو الیاس داعي، یما سیاوش، رحمت نیکزاد ،بسم الله اونورو شهیدانوسپیڅلي ارواوې خوشاله دي چې افغان شاه ځلمي يماسعيدي د جرمني په هیواد کې د سوک وهلو په نړیوالو لوبو کې نړیوال لقب وګاټه . او دافغانستان برمیال توغ یې رپانده اوسرلوړی کړ.
ای د مدرسو طالبانواوجوماتونوملا امامانو!
ببر سرو يتيمانو درته لاسونه لپه نيولي دي چې نورله افغان وژونکي جګړې اووینو تویولو لاس واخلی . د متمدن پرمختللي ، سوکاله اوغوړیدلي افغانستان په بیا جوړولو کې خپل اسلامي، ایماني، انساني اوافغاني دېن ادا کړی .
کنه د تاریخ څپیړه درنه او د افغانانو ازاربه موداسې تباه او بر باد کړي لکه شل کاله د مخه مو د خپلو کړنواو تکبر پایله ولیده .
رښتیا،رښتیا به وایم که وم،وم که نه وم ، نه وم .
۲۸/۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button