
د ژوند فلسفه
انجینر داؤد اڅک
۲۷ – ۱ – ۲۰۲۳
د ژوند فلسفه
ور ته ګـــورم چي تېریږي قافـله د ژوندون
را تـه خانـدي او کـمیږي خـزانه د ژوندون
رژیږي هره ورځ د ژونـد د ګـلو پاڼي
دم گـړئ لنـډیـږي پـروسـه د ژونـدون
جهـان دی لـوی ځنګل د نعمتونو، مفهومونــو
نېکي ځني را واخله، همدغه ده قیصه د ژوندون
نه پیسه، نه ښه ماڼۍ، نه ښه ځواني پاتیـږي
فقط پاتیږي، یو ښه نوم او خاطره د ژوندون
نه خپلـــه یـم راغلی نه پخپلـه خوښـه ځمــه
همدې ته جبر وايي، همدغه فلسفه د ژوندون
ښه دی او که بد، تېریږي پر پاچا او ګدا دواړو
همدلته عدالت دی هم دغه کرشمه د ژوندون
همداسي ملنګ ګرځه چي مغرور نسې داؤده
شاهانو او غټانو، هم منلې خاتمه د ژوندون