څنګه له آنلاین هک، بلکمېل او سایبري ځورونو څخه ځان خوندي کړو؟

آغاملوک سهار
که تاسو هر آنلاین هر کار او فعالیت کوئ هغه تاسو پسې ثبت کیږي،هغه که تاسو په ظاهره ډیلیټ هم کړي، لکه د براوزر تاریخچه خو یوه کاپې یې په آنلاین سرورونو کې پاته کېږي، دا کاپې ستاسو له کنټروله وتلې. دا کاپی د تجارتي،نظامي، استخباراتي،… او نورو موخو لپاره کاریږي. دا که تاسو آنلاین یو څه ګوري،سرچ کوي یې،خبرې کوي،… دا پلونه پاتیږي او دیته د پښو ډيجيټلې نښه(Digital footPrint)وایي.
دا چې دا معلومات ولي ساتل کیږي هغه بیله موضوع ده، بل وخت به بحث پرې وکړو. اندیښنه داده چې وخت په تیریدو سره به د پښو ډیجيټلې نښه،فعالتونه او خوندیتوب لوی سر خوږی سې. مثلا تاسو کوم سایټونه ته تللی یاست، تاسو چا سره پیغام کړي، کوم فلمونه او څه وخت مو کتلي، تاسو څه ډول شخص یاست، چا سره اړیکې لري،کومو موضوعاتو سره علاقه لري،… یعنې دوي به تاسو تر خپل ځان ښه پیژنې. اوس ډیری ټولنیزې رسنۍ او آنلاین پلټپارمونه ستاسو بیومټریک ډیټا هم ځان سره لري او داسې الګوریتونو په وسیله که تاسو په مستعار نوم هم فعالیت ولري ستاسو له فعالتونو او بایومټریک ډیتا په ګټه اخیسته تاسو پیژني چې څوک یاست. او داسې دا کمپنۍ او دولتونه داسې الګوریتمونه کاروی چې د هر چا شخصیت ډیر زر پیژنې. د امریکا د ۲۰۱۶ م کال ټاکنو کې د کامبریج آنلیتکا او فېسبوک تر منځ د ۸۰ میلیونو امریکانو د ډیټا قرارداد هم ددې لپاره سوی وو.
دا الګوریتمونه ډیر دقت لري که تاسو په سونډکلوډ اپلیکیشن کې لس سندرې په لمړی ځل واوری نو ستاسو ۹۰٪ ذوق او علاقه پیداکوي که تاسو په فېسبوک کې سل لایکونه وکړی په اول ځل تر مور او پلار مو ښه پیژنې او که تر ۳۰۰ زیات لایکونه وکړی او پوسټونه ولولی د ژوند تر ملګرې/ملګري مو ښه پیژنې او خوی ، علاقه او د شخصیت ډول مو ورته معلومیږی،همداسې یوټیوب،سنپچټ،پاینټریسټ…
خو که تاسو د مخابراتي شبکو (GSM) له لارې اړیکې هم نیسئ هغه که غږیزه اړیکه ده یا ټکس مسیج کوئ مسیجونه خو د ټول عمر لپاره پاتیږي خو غږیز او ویډیو اړیکې ممکن د لسو شلو کلونو یا کم او یا هم د اوږد محال لپاره د دې شبکو په سرورونو یا نورو ځایونو کې پاتېږي. زما شخصی وړاندیز دادی چې شخصی او محرم بحثونه او مسیجونه په عادې زنګ وهلو او مسیج کولو کې مه کوئ، له سیګنال،وټس اپ،ټلیګرام،وی کې،… او نور پلتفارمونه څخه ګټه واخلئ.
خو حل لار څه ده؟ په ټوله که ووایم آنلاین امنیت (Security) نسته، که دی هم نسبي دی ستاسو په مهارت او په ټکنالوژې پورې تړلي دی. لومړی به تاسو د خپل شخصی حریم پام کوی یعنې هرچاته حد ټاکئ او معلومات په اسانه چاته په لاس مه ورکوئ. دوهم د سوشل انجینرینګ له تخنېکونو سره ځان بلد کړئ. ځینې ټکنالوژۍ به کاروئ او نو ښه داده چې ټول محرمانه او نور شخصي معلومات آنلاین نړۍ ته مه راوړئ، مهم او شخصي مسایل تر ممکنه حده آنلاین مه بحث کوي، هیڅ پلټپارم خوندې ندی که یې بحث کوی له هرچا سره شیفرونه او رمزونه جوړ کړی داسې فکر وکړئ که بل کس،ډله او یا اداره ستاسو همدا چټ او غږ او ډیټا ترلاسه کړي ایا نن سبا یا بل هر وخت تاته سری درد جوړی شي کنه؟ ددې لپاره چې ستاسو د پښو ډیجيټل نښه پاته نیسې نو ځینې ټکنالوژیو څخه کار واخلئ یا ځینې تخنیکونه لکه ددې مسایلو لپاره یو ناثبت سوی سیم کارټ، مستعار ایمیل،اکوونټ،فزیکي لیږد،د زمرونو او ګډونو کارونه،شخصي یا محرم پلټپارم،وی پی این،متفاوت براوزرونه،بیلابیل اپریټینګ سیسټمونه،پسورډ منجر اپلیکیشنونه،غږ او څیره بدلوونکي فریمونه او اپونه، وخت په وخت ریسټور او ریسټ،دوهم فکټور کوډ فعال کړئ… له داسې ټکنالوژیو او تخنیکونو څخه په ګټه اخیستنه ممکن خپل شخصي حریم (Privacy) او آنلاین معلومات خوندې کړئ. ممکن د پښو ډیجیټل نښه او نورو آنلاین معلومات تاسو ته کلونه یا لسیږې وروسته سري درد جوړ کړي.
که خدای مه کړه ستاسو کورنۍ کوم غړی یا دوست او یا همکار ډیټا لېک سوه، اکوونټونه یې هک سوو، یا چا بلکمیل کړ او هغه عکسونه، ویډیوګانې یا چټ ډیر نامناسب او شخصی وو بیا هم تاسو یې ملاتړ وکړئ، مخنیوی یې وکړئ، د شخصیت د تخریب مخه یې ډب کړئ او د روحی او روانی شکنجې مخنیوی وګړئ ځکه یو خو د هغه شخصی حد او کړنه ده، انټرنیټی اخلاق هم دا وایي او په یوویشتمه پیړۍ او د ټکنالوژۍ په دې دور کې دا هرڅه عادي او زیات پیښیدونکی مسایل دي.
زما شخصي تجربه داده چې په ځلونو چارواکي،د شورا غړي،سلیبریټیان، علمي شخصیتونه،نجونې او عادي خلکو… شخصي معلومات نورو ته په لاس ورغلی یا یې هک کړي، په آنلاین ډول یې ورسره جنسي اړیکه نیولې هغه یې ریکارډ کړي او بیا یې بلکمیل کړي،باج ترې اخلي پیسې غواړي، او کله کله لویې پریکړې هم ددې فشارونه له امله کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button