د پنجاپ لومه

احمدجان تڼی

 

پنجاپ په ټول قیمت سره هڅه کوي چی کابل په خپله لومه کې را ونیسي. یو ددې لومې څخه پنجاپی استعماری ادارې تیر ایستونکی سیاست دی چی د کابل په وړاندې یی مخته بیایی.

پنجاپ غواړي د کابل سره تر ټولو زیات ځان دوست او نږدې همکار په ډاګه کړي تر څو یو شمیر تړونونه چی ګټه یی پنجاپ ته ورسیږی د کابل ادارې سره لاسلیک کړي.

د یو شمیر خلکو په ګومان د پنجاپ د ای اس ای استخباراتی ادارې او د ملی امنیت تر منځ وروستی تفاهم لیک همدا ډول سند دی.

دا تر اوسه ښکاره نه ده چی کابل ولې او د کوم مجبوریت له مخې دا تفاهم لیک لاسلیک کړی دی؟ او یا په دې لاسلیک کی یی څه ګټه لیدلي ده ؟ خو:

د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د استخباراتی ادارې  سره د افغانستان د ملی امنیت ادارې د تفاهم لیک لاسلیک کیدل د افغانستان د خلکو پراخه غصه را پارولی ده او دا عمل په کلکه سره غندلی دی.

همدارنګه نوموړی تفاهم لیک په هیواد کې د مختلفو سیاسی کړیو او شخصیتونو له خوا غندل شوی د کابل د مشرانو څخه یی غوښتنه کړیده چی ژر تر ژره نوموړی تفاهم لیک باطل کړي .

اوس پوښتنه را پیدا کیږی چې ولې د کابل اداره د ملي مسایلو اړوند دومره بی توپیره او ورته په کمه سترګه ګوري .

د افغانستان دا د میلیونو کسانو وینې چی تویې شوې ، یواصلی د خلکو د وینو د عاملینو څخه  ، د ای اس ای خونړی سازمان دی . دا سازمان د افغانستان په ورانیو کی غوڅ رول لری مګر :

نږدې څوارلس کاله کیږي چی د کابل واکمنان د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې په وړاندې د تضرع ، غوړه مالی ،تسلیمی او په ملي ګټو باندې د سترګو پټولو، سودا او یا د معاملې سیاست مخته بیايي.

همدې سازمان نږدې څوارلس کاله د ملابرادر د خلاصولو او نه خلاصولو په لوبه ښاغلی حامد کرزي ته دوکه ورکړه او یا کابل ته د کوټې د ښار هټۍ وال د سولې مرکچي په توګه کابل ته راولیږه . هغه هم خپل جیبونه ډک کړل او بیرته ستون شو.

شل وارې پخوانی اولسمشر حامد کرزی اسلام اباد ته ولاړه او بیرته راغی همدارنګه همدومره د اسلام اباد مشران کابل ته راغلل خو نه په افغانستان کی امنیت راغی او نه کابل د پنجاپ په وړاندې د ځان څخه د دفاع کلک دریز ونیو.

ویل کیږی چی په تیرو څوارلسو کلونو کی د کابل اداره تر ډیره بریده د پنجاپ او تهران تر اغیزې لاندي وه . د ډیرو خلکو په باور، په تیرو کلونو کې د پنجاپ استعماری اداری په اشاره سره د دولت په چوکاټ کی د ځينومهمو اشخاصو مقرری تر سره شوی دی او یا ځینې کسان د دندو ګوښه شوي دی. 

کله چې په ارګ کې څیرې بدلې شوې نو د پنجاپ تروریستی ادارې مشرانو او د هغه هیواد د استخباراتی ادارې چارواکو هم کابل ته مخه کړه  نوموړي سازمان کابل ته راز راز ژمنې ورکړې او په څو اونیو کی یې د سولی د راتګ ژمنه ورکړه.

 د کابل ارګ هم خلکو ته ډاډ ورکړ چی اوس سوله ډيره رانږدې شوي ده او خبره یوازی د اونیو ده . مګر خلکو دا څرګنده کړه چی ای اس ای د افغانستان دښمن دی او هغه هیڅکله په افغانستان کی د سولې د را تګ له پاره تیار نه دی.

اوس د کابل او پنجاپ اړیکي ډیرې تودې شوي دی .

د پنجاپ استعماری ادارې پوځي چارواکي کابل ته داسې سفرونه کوي لکه چی راولپنډی کې چې خپلو پوځی مرکزونو ته ځي.

دوی چې کابل ته راشی بیا د سولې خبرې کوي خو بیا چی بیرته ستانه شي بیا پنجاپ کابل ته تهدیدونه کوي.

پنجاپی استعماری ادارې په دی څوارلسوکلونو کې د افغانستان د خلکو او هیواد په وړاندی ډيره بی رحمانه جګړه مخته بوتله . دا جګړه په مستقیمه توګه د پنجاپ د اردو د پوځی مرکزونو څخه کومانده او رهبری کیده او کیږی.

مګر بیا هم :

نږدې څوارلس کاله کیږي چی د کابل واکمنان د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې په وړاندې د تضرع ، غوړه مالی ،تسلیمی او په ملي ګټو باندې د سترګو پټولو، سودا او یا د معاملې سیاست مخته بیايي.

په دې کلونو کې د کابل واکمنانو د پنجاپ څخه څه تر لاسه نکړل. هغه څه یی چی دوی تر لاسه کړل ، د پنجاپی استعماري – تروریستی اداره یی د پخوا څخه سپین سترګي کړي او افغانستان یی لا د تباهی او کمزوری خواته بیولی دی.

پنجاپ په دې وتوانید چی په تیرو څوارلسو کلونو کی په قبایلی سیمو کې خپل پوځونه ځای په ځای کړي په داسې حال کې چې دا سیمې خودمختاره سیمې وې او د انګریز سره د کابل د موافقی له مخې ، انګریزانو حق نه درلود چی په قبایلی سیمو کې پوځونه ځای په ځای کړي .

همدارنګه پنجاپ د افغانستان څخه ډیره اندازه خاوره د ننګرهار د ګوشته په سیمه ، د کندهار ، خوست او کنړ په سیمو کې ونیوله او خپل پوځي تاسیسات یی پرې جوړ کړل.

په دې تیرو څوارلسو کلونو کې پنجاپي پټو سرویسونو د هیواد د ننه  جنایت کارو کړیو په همکاری سره په افغانستان کې په زرګونو د پښتنو مشران ، دینی علما او متخصصین ووژل.

پنجاپ په افغانستان کی د متعصبو کړیو په مرسته وکولی شول جګړه د پښتنو په سیمو کې محدوده وساتي او په دی ډول پښتانه چی د افغانستان شمزۍ تشکیلوی په بې رحمانه توګه وځپي.

په دې تیروکلونوکی پنجاپ د پوځي تیریو په اړخ کی ، د افغانستان د خلکو په ضد پراخه رواني جګړه مخته بوتله او زیار یی وایسته چی د افغانستان خلک د پنجاب غوښتنو او امرونو ته غاړه کیږدي.

اوس پنجاپ فکر کوي چې افغانستان د تباهۍ د کندې په ژۍ ولاړ دی. پنجاپ زیار باسي اوس د یوې کمزوري دیکه په ورکولو سره افغانستان د تل له پاره د تاریخ کندې ته وغورځوي.

پنجاپ د افغانستان د تباهی د پاره ډیره پراخه پانګونه کړیده .د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې تر سیوري لاندې یی د افغانستان د پاره سیاسی – پوځي جنګیدونکي ډلې رامنځته کړې . د پنجاپ د استعماري – تروریستی ادارې د استخباراتی سازمان  د پخواني مشر په قول (( کومانده )) د (( زما )) او (( جګړه)) د دوی وه. چې دا حالت تر اوسه هم روان دی.

د افغانستان په وړاندې د پنجاپ استعماري ادارې جګړه تر اوسه روانه ده چی تر پخوا پیچلي او سخته شویده .

هره ورځ په منځنۍ توګه  په هیواد کی نږدې دوه سوه افغانان کسه وژل کیږی چی دا دوه سوه کسانو کې د افغانستان امنیتی کسان ،وسله وال مخالفین او ملکی کسان شامل دي .

د پنجاپ د استعماری ادارې د پاره دا مهمه نه ده چی عسکر وژل کیږی او که مخالف . پنجاپ د دواړو وژل کیدل په خپله ګټه بولي دا ځکه چې د دوی په وژل کیدو سره افغانستان کمزوری کیږی.

د بلې خوا د نوي حکومت (( چی ځانته ملي وحدت وایی ، خو په واقعی مانا سره ورته د نوي کلمې نوم ورکول په سیاسی توګه ستره تیروتنه ده. دا ځکه چې اوسنی حکومت باندې همغه تورې څیرې ، لوټماران او په جنایتونو باندې د تورنو کسانو واک دی چی د ښاغلی حامد کرزی په حاکمیت کی یی واک درلود))  په جوړیدو سره پنجاپی استعماري – ادارې نږدې درې زره بهرنيان د یوه چټک خوځيدونکی پوځ په توګه  افغانستان ته د ننه کړ . دا بهرنيان جنګیالی په ډیرو عصري وسلو سمبال او لوړه پوځي روزنه یی لیدلي ده.

که څه هم رسنیو ددی پوځ د غزنی ولایت د ناوې ولسوالی له لارې  د ننوتلو په مهال په منظمه توګه رپوټونه خپرول مګر د کابل ادارې ددی پوځ د ننوتلود مخنیوی له پاره کوم اقدام ونکړ.

که څه د افغانستان اردو په دې وروستیو کی د ناوې ولسوالی تر خپل کنترول لاندې راوستله او په دې ډول د پورتني پوځ( د بهرنیو جنګیالوڅخه تشکیل) ځمکنی اړیکی د پنجاپ سره وشلیدې.  مګر په لږه موده کی افغان ملی اردو ته امر وشو چی دا ولسوالی پریږدي.

د کابل ادارې تر اوسه د پنجاپ له خوا ددې بهرنیو جنګیانو څخه د تشکیل شوي پوځ په هکله د پنجاپ په اداره باندی کوم اعتراض ونکړ او نه یی ملګرو ملتونو ته کوم شکایت وکړ.

اوس مهال نوموړي جنګیالي په هیواد کې تر ټولو زیات په جګړه بوخت دي . ددې ډلو جنګي تاکتیک دا دی چی په یوه ښار او یا ولسوالی باندې په چټکتیا سره برید کوي او په دی برید کې که وکولی شی نوموړي سیمه ونیسی دا به ورته یوه لاسته راوړنه وي خو که ویی نه نیوله بیرته سیمه تخلیه کوي او په بل لیرې ځای برید کوي.

تر څو په دې ډول د افغانستان د ملی اردو ځواکونه ستړي او امکانات کی کم شی.

د پنجاپی استعماري ادارې ستراتیژي د افغانستان په وړاندې په دقیقه توګه سنجول شوي ده او دا ستراتیژي په هیڅ ډول د بدلون وړ نه ده.

د پنجاپ ستراتیژي د افغانستان په وړاندې  په دې ټکو کې لنډيز کیږي : جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان

په افغانستان کې جګړه ،د پاکستان د دفاع په مانا ده.

د افغانستان له پاره هره ورځ دا جګړه په میلیونو ډالره تمامیږی او په سلګونو کسان وژل کیږی . ددی په څنګ کې دا جګړه د هیواد په اقتصادي بنسټونو باندې هم ناوړه اغیزه کړي او د هیواد اقتصادي وده یی ډيره پڅه کړي ده.

په همدې خبره هر ماشوم او د هیواد هر وګړی پوهیږی چی دا جګړه د افغانستان په ضد د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې له خوا پیل او روانه ده.

په سیمه کی د تروریزم اصلی منبع په خپله د پنجاپ تروریستی استعماری ادارې پوځ دی. همدا پوځ دی چی تروریزم روزی ، اکمالوی ، په سیمه او نړۍ کې یی د خپلو موخو له پاره کاروي.

دا خبره روښانه ده چی افغانستان د تروریزم سره مخامخ نه دی بلکی افغانستان د پنجاپی استعمار د مستقیم پوځي برید او مداخلې سره مخامخ دی.

د افغانستان په ضد به اوسنی جګړه هغه وخت پای ته ورسیږی چی د ای اس ای خونړی سازمان ړنګ او پنجاپی اردو له منځه ولاړه  او د پنجاپ د استعمار لاندې سیمی خپلواکه شي.

د پنجاپی استعماری ادارې تر واک لاندې سیمو کې جګړه ، د هغه خلکو جګړه ده چی غواړي د پنجاپی استعمار د واک څخه ازاد ژوند وکړي.

دا مفکوره سل په سلو کی ناسمه ده چی ووایو موږ کولی شو د پنجاپ په مرسته تروریزم له منځه وړلی شو.

باید ووایو چی د کابل اداره یوه ښکاره سیاسی تګلاره نلری چی خلک ترې خبر واوسي. په دې تګلاره کې باید د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست په نښه شوی او د دولت داخلی او بهرنی اهداف په ګوته شوی وای.مثلا:

·         د ډیورینډ د منحوسې کرښې د ړنګولو د پاره کوم پلانونه لری ؟

·         د پنجاپی استعمار لاندی افغانانو د برخلیک ،خپلواکی او د افغانستان سره د یو ځای کیدو  په هکله د کابل اداره څه پلانونه لري؟

·         د افغانستان سیمه ایز متحدین کوم هیوادونه دي؟

·         په نړیواله سویه د افغانستان سیاست په کومو بنسټونو ولاړ دی؟

د افغانستان او پنجاپی استعماری اداری تر منځ د خاورې په سره دعوا موجوده ده  همدارانګه پښتانه ، بلوڅ او سندیان نه غواړي چی د پنجاپ د استعماری ادارې تر واک لاندې ژوند وکړي او دا د دې خلکو حق دی چی د یوه استعماری اداری څخه خپلواکی تر لاسه کړي.  ښایی دا خبره واوسي چی په دې تفاهم لیک کې د (( بیلتون پالو)) کلمه ځای په ځای شوي وي تر څو افغانستان د نوموړي ملي مبارزینو سره اخلاقي او سیاسي مرسته ونکړي.

د کابل اداره باید پوه شي  تر هغه چی د افغانستان خاوره ( د ډیورینډ ها خوا) د پنجاپ تر اشغال لاندی وي د دواړو هیوادونو  تر منځ دوستی ناممکنه ده .

خو داسې ښکاری چی پنجاپ داسی لوبه کوی چی د کابل ازادی په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راولي.

د پنجاپ استعماری ادارې د کابل په وړاندې خپل پروګرام په لاندې ډول تنظیم کړ:

لومړۍ : په افغانستان کې د بریدونو او چاودنو زیاتوالی :د کابل ادارې په اوسني حکومت په رامنځته کیدو سره په  افغانستان کې د بریدونه لړۍ زیاته شوه. تر ډیره بریده ، اوسني بریدونه د هغو بهرنیانو له خوا مخته بیول کیږی چی د پنجاپ له خوا په افغانستان کې ځای په ځای شوي دی.

په بدخشان ، کندز ، بغلان، بادغیس ، ارزګان ، کابل ، پکتیا ولایتونو کی د پنجاپ له خوا را صادر شوي ( د بهرنیانو څخه تشکیل شوي پوځ له خوا ) بریدونه زیات شوي دی او هڅه کیږی د بریدونو لړۍ ټول هیواد ته خپره شي. دا بریدونه په ټولیزه توګه په پښتنی سیمو کی د پښتنو د ځپلو د پاره تنظیم شوي دی.

دوهم : د افغان بې ځایه شوو کډوالو کورونو ورانول او شړل : تر اوسه په لسګونو زره افغان بې ځایه شوی د پنجاپی استعماري ادارې له خوا نیول شوی او په لسګونو زره کسان ځورول شوی دی . پنجاپی استعماری اداره د بې ځایه شوو افغانانو کورونه ورباندې نړوي او تر اوسه په لسګونو کسان د چتونو او دیوالونو لاندې شوي دی.

دریم: په سیاسی لحاظ لویدیز ته دا پیام ورکول چی د افغانستان برخلیک دې دوی ته پریږدی همدا خبره وه چی د پنجاپی استعماري ادری لوی درستیز او لومړی وزیر لویدیزو هیوادونو ته سفرونه وکړل.

باید وویل شی چی د افغانستان د خلکو برخلیک لومړی د لوی څښتن په لاس کی دی او بیا یی په خپل لاس کې. دوی د هیچا مرییتوب نه منی او نه د چا په لاس کې خپل برخلیک ورکوي.

څلورم: دکابل په وړاندې تهدید او تطمیع سیاست مخته بیول او د زیات وخت تر لاسه کول تر څو د افغانستان د تباهی زمینه برابره کړي.

پنځم : د بې ځایه تورونو له امله د کابل د ادارې په مشرانو باندې د فشار راوړل

د پنجاپ استعماري –تروریستي اداره د افغانستان د خلکو او په تیره بیا د پښتنو اصلي او ځاني دښمنه اداره ده. کابل ته اړینه ده چې د ځاني دښمن په مقابل کی د تسلیمي او سترګو پټولو پالیسي ختمه کړي  . بلکی د پنجاپ  په وړاندې د دفاع سیاست مخته بوزي .دا دفاع باید پاسیفه دفاع نه ، بلکې  باید فعاله دفاع واوسي.

د فعاله دفاع سیاست او ستراتیژي د موجوده امکاناتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره تنظیم او مخته بیول کیږي.

لکه څنګه چې د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره د افغانستان په وړاندې د وسله والو مخالفو ډلو په تنظیم ، اقتصادي فشار او د نړیوال نفوذ څخه کار اخلي ، افغانستان هم کولی شی د پنجاپ په وړاندې ورته ستراتیژي خپله کړي.

دا باید په یاد ولرو چی د افغانستان او پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې امکانات سره توپیر لري په ځینو ټکو کې د افغانستان ځواکمنتیا زیاته او په ځینو ټکو کې د پنجاپي استعمار ځواکمنتیا زیاته ده:

د پنجاپ استعماری ادارې ځواکمني په دې کې ده چی سمندر ته لاره لري او د افغانستان واردات او صادرات هم ددی لارې کیږي او پنجاپ ددی لارې څخه په کار اخیستلو سره په افغانستان باندې فشارونه زیاتوي.

په تیرو دیرشو کلونو کې پنجاپ په افغانستان کې پراخ د استخباراتو جال غوړولی دی او د پنجاپ  په زرګونو خواخوږي په کابل کی په دولتي او غیر دولتی دندو بوخت دي.

پنجاپ منظم او ځواکمن پوځ لري او داسی پوځ چی په وحشت او جنایت کې نوم لری .

پنجاپ په اټومي وسله سمبال دی او هره شیبه کیدای شی د افغانستان په ضد دا وسله وکاروي.

مګر:

د پنجاپی استعماری ادارې ستره کمزورتیا داده چی دا اداره یوه استعماری او تروریستی اداره ده چی د هغه هیواد خلک او نړی یی په مقابل کې ولاړه ده.

پنجاپی اداره د ستر اقتصادی بحران سره مخامخ او دا هیواد په بهرنیو او په ځانګړي توګه د امریکا په مرستو ولاړ دی.

د پاکستان اتحاد په یوه کوچنی ګوزار سره ماتیدونکی دی هلته اولس واک نه چلوي بلکی هلته رښتنی واک د پوځ په لاس کې دی.

په مقابل کې افغانستان هم د ځینو ځواکمنو ټکی درلودونکی دی.

د پنجاپی استعمار تر واک لاندې پښتانه او بلوڅ د افغانستان سره د وینو اړیکی لری او افغانستان خپل هیواد ګڼی او هره شیبه دې ته تیار دی چی د افغانستان د دولت په ملاتړ د پنجاپ د استعماري ادارې په وړاندې پاڅون وکړي.

د افغانستان دفاع روا او قانوني ده چی دا دفاع د خلکو او نړۍ د ملاتړ سبب کیږي.

د افغانستان د خلکو سره د نړی د دولتونو او خلکو ملاتړ موجود دی.

د افغانستان کمزورتیاوې په ، د اقتصادي ضعف ، تنکۍ ځوانه اردو ده چی دا یو مهال ته اړتیا لري چی افغانستان په خپلو پښو ودریږی .

د افغانستان بله کمزورتیا ، په افغانستان کی خلاق ، زړور ،ملي او وطندوست مشرتوب نشتوالی دی افغانستان نشی کولی د نړیوالو سره خپلې اړیکي د افغانستان په ګټه تنظیم کړي او هم د خپلو ملی موخو او ګټو د ترلاسه کولو د پاره لازم ګامونه پورته کړي.

د پنجاپی استعماری ادارې د مداخلو د مخنیوي او شنډولو د پاره تر ټولو اړینه ده چی د هغه په مقابل کی فعاله دفاع تر سره شي. په غوړه مالي ، تسلیم طلبی او د هیواد لوړو ګټو ته په شا کولو سره نشی کیدای د پنجاپ د مداخلو او تیریو مخنیوی وشي.

د افغانستان له پاره هغه سوله هیڅ په کار نه ده چی ملي لوړو ګټو ته په شا کولو سره تر لاسه کیږی . یعنی  هغه سوله چې د افغانستان ملی حاکمیت ، د خاورې د تمامیت او خپلواکی ته د زیان په رسیدو سره تر لاسه کیږی.

د کابل اداره باید د پنجاپی استعماری ادارې په وړاندې خپله ستراتیژی روښانه کړي او د افغانستان خلکو او د پنجاپ د استعماری اداری تر نیواک لاندی خلکو ته قناعت ورکړي چی افغانستان به دا ډول ګام پورته نکړي چی د افغانستان د خاورې د بیا یو ځای کیدو په لاره کې خنډ او ملي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راشي.

د کابل چاپ نامتو ورځپاڼی ( هشت صبح ) د افغانستان د ای اس ای او د ملی امنیت تر منځ د موافقی ځینی مواد په دې ډول راوړي دی: چی د ای اس ای به د افغانستان ملی امنیت سره فنی مرستې کوي.د تروریستی ډلو په هکله به معلومات سره تبادله کوي. د بیلتون پالونکو ډلو په وړاندې به مبارزه کوي.دواړه سازمانونه به د ګډ دښمن د استختبارانو په ضد مبارزه کوي. د پاکستانی بندیانو څخه د پوښتنو د پاره به پاکستانی پوښتنو کونکو ته زمینه برابروي.

دا چی دا موافقه  څه وخت، د چا له خوا او څنګه لاسلیک شوی دی په دی هکله معلومات نه شته. خو داسی ویل کیږی چی ورته موافقې هم د حامد کرزی د حاکمیت په مهال موجودې وې خو هغه د خلکو څخه پټې ساتل شوي وې.

خو اوس هغه پخوانی شرایط نه دي :

د ملی لوړو ګټو څخه د افغانستان خلک په هیڅ ډول تیریدونکي نه دی

د افغانستان خلک( له امو سینه تر ابا سینه ) خپله خاوره د پنجاپ د استعماری ادارې څخه غواړی او تر لاسه کولو د پاره یی هڅه هم کوي خلک وایی چی باید د پنجاپ پوځ او ادارې باید د افغانستان د خاورې څخه تر اټک او جهیلم او ګوادر پورې ووځي او دا خاوره باید بیرته افغانستان د خاورې جز شی.

نو له دې امله د کابل چارواکو ته اړینه ده چی د پنجاپی استعمار په وړاندې  خپل سیاسی حرکتونه داسې تنظیم کړي چې په نتیجه کې یی د افغانستان ګټې خوندې او د پنجاپ تر اشغال لاندی پښتني او بلوڅو سیمو د ازادی او دافغان هیواد سره د بیرته د یووالی سبب شی.

دا واقعیت دی چی پنجاپ د کابل د تر لاسه کولو د پاره لومه غوړولی ده .مګر باید ووایو چې  د افغانستان خلک دا ډول لومو په له منځه وړلو کې تجربه او مهارت لري .

د پښتونخوا د بنو یو سپین ږیري راته وویل چی : په دې کې شک نه شته چی یو مهال به پاکستان ( پنجاپی استعماری اداره ) په خپله لومه کې ونښلي او هغه ورځ به د پاکستان د ړنګیدو ورځ وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button