د ډاکټر نجیب الله د مقبرې بې حرمتي

 

د مریستنو(قبرونو) او مړیو بې حرمتی دپښتونولۍ له نظره:

پښتانه د پښتونولۍ د قانون(نرخ) پر بنسټ د خپل وژل شوي دښمن بې عزتي نه کوي، پښتون خپل د سر دښمن وژني خو د هغه د مړي بې حرمتي نه کوي چې په دې اړه په پښتنو کې مشهوره ده: خپل دښمن مړ کړه، خو سپکوه یې مه» د مړیو سپکاوی یو ناځوانه عمل دي دا کوم د تورې کار نه دی چې یو څوک دې د چا مړی له مړیستون څخه راوباسي او له هغې څخه دې غچ واخلي، دا د غچ اخیستل نه دي، بلکه د ځان شرمول دي، ژوندې او میړني خلک له ژوندیو سره جګړې کوي، نه له مړیو سره، د مړیو سره د جګړې نه کولو په اړه ګوډ تیمور چې یو لوی ظلم او نړیوال ترهګر پاچاه ؤ خو بیا هم د خپلو متفاوتو کړنو په لړ کې وایی:«زه پوهیدم چې د قونیې په ښار کې د مثنوي کتاب لیکوال خښ شوی دی، مثنوي کتاب او د مثنوی ویونکی مې نه خوښیږي ځکه چې د مثنوي لیکوال ټول ادیان یو شان برابر بللي دي… دا چې زه له مثنوي څخه کرکه لرم نو وروسته له هغې چې د قونیې ښار ته ورسیدو، نو زما ملګرو راته وویل: د مولوي جلاالدین محمد بلخي مړیستون به وران کړو او د هغه هډوکي به له مړیستون څخه راوباسو، خو ما وویل: د تیمورګرګین جګړه له مړي سره ناوړه کار دی، زه خپل ځان د مولوي د مړیستون پر ورانولو باندې نه شرموم، زه له ژوندیو سره جګړه کوم چې زما پر وړاندې ودریږي نه له مړیو سره. (منم تیمور جهانګشا ص ۴۱۷)

خو له بل پلوه پښتون پاچاه، علاؤالدین جهانسوز چې شاعر، عالم، حاضر ځوابه او ورسره یو ترهګر او د اسماعیلیه ملحدینو خواخوږی ؤ د تیمور پر خلاف یې له مړیو سره هم جګړه وکړه وایي چې وروسته له هغې چې د غزني ښُکلی ښار یې له غزنوی بهرامشاه څخه ونیوه نو امر یې وکړ چې د غزني ښکلی ښار چې (د ښارونو ناوی) یې بللو وسوزوي په ښار کې اوه شپې ورځې اور بلیده او بیا یې د غزنوي پاچاهانو مړیستنونه وران کړل او د دوي هډوکي یې له مړیستنو څخه وایستل او ویې سوزول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې،ص ۳۰۰)

څو کاله وړاندې د پښتنون اولسستر صوفي عالم او پیاوړی شاعر عبدالرحمن بابا  زيارت چي دپيښور په ښار کې پروت دي د ترهګرو لخوا په بمونو باندې والوزول شو چې له امله یې ټول پښتانه او نور نړیوال خورا ډېر خواشني شول او د دغه ناځوانه عمل عاملین یې ترهګر او … وبلل، رحمان بابا د دا ډول ظالمانو، نادانو، بې هنرو، نااهلو، بدکردارو… په اړه لا پخوا په ژوندوني باندې لاندې شعرونه ویلي دي:

په سبب د ظالمانو حاکمانو       =       ګور و اور و پېښور درې واړه یو دي

غزا وشوه که ځان ستایې و رحمان ته  =  بې هنر ګاؤ خر درې واړه یو دي

د رحمان کلام په غوږ د بې هنرو = لکه دُر په لاس د طفل هسې خوار شه

دانایان به د رحمان په قال پوهیږی    =     دلته کار د هر نا اهل نادان نشته

ای رحمانه چې بد فهم بد کردار شي    =   راته وایه سپی بهتر دی که سړی

دمکې په بزرګۍ کې هېڅ شک نه شته = ولې خربه حاجې نه شي په طواف

که په سل دریابه غسل دځان وکا = ګمان مه کړه چې به سپی شي پاک وصاف

زه رحمان د زمانې له جوره درومم       =     خپل صاحب لره په داد او په فریاد

دا شان په کال ۱۳۹۱،ه، ش، کې د وتلي سیاستوال او شاعر اجمل خټک مړیستون په پېښور کې هم په بمونو والوزولو شو اجمل خټک د پښتون قوم ویاړ ؤ او ټول پښتانه د ده د مړیستون په بې احترامۍ باندې خفه دي.

د مریستنو ورانول او د مړو سپکول د خوارجو(د اسلام څخه وتلي) او اسماعیلي ملحدانو کار دي چې د اسلام په لُمړیو کې یې حتَی د کعبې شریفې بې حرمتي هم وکړه، خوارجو د خپلو مخالفینو مړي له مریستونو څخه رایستل او بې حرمته کول، وایې چې لهډېره اوږدې موده پورې یې دحضرت علی(رض) مړیستون  پټ ساتلی ؤ.

په اسلام کې د مړیو بې حرمتي منع ده او پېغمبر(ص) خپلو اصحابو کرامو ته په ټنګه ویلي دي چې د وژل شویو کسانو مثله کول او بې حرمتي به نه کوي، په هر صورت دا خو د تش په نامه مسلمانانو لخوا د مسلمانانو د مړیو بې حرمتي وه، له بې خوا امریکایانو د اسمامه بن لادین د جسد بې حرمتی وکړه ، نوموړی یې لُمړۍ د خپلو ماشومانو پر وړاندې په مخ باندې پنځه مرمۍ وویشت او بیا یې د هغه مړی بحر ته وغوځولو چې دا دواړه کړنې ترورستي کړنې دي په دې مانا چې د یوه پلار وژل د خپلو ماشومانو پر واندې او بیا  د هغه مړی اوبو ته غورځول.

د ډاکټر صاحب نجیت الله د مړی بې حرمتي لُمړی په هغه ورځ وشوه چې د طالبانو لخوا په ناځوانه توګه شهید شو او اوس  یې بیا د مریستون بې عزتي کیږي، اوس به دغه ناځوانه ترهګر چې د رحمان بابا، اجمل خټک، ډاکټرصاحب او نورو مړیستنو بې حرمتی کوي د امریکایانو نړیوالو ترهګرو کفارو سره څه توپیر لري؟ ځواب ښکاره دی دغه تش په نامه مسلمانان له امریکایي ترهګرو سره په کړنو(عمل) کې هېڅ توپیر نه لری.    په درنښت

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button