غزل

غزل
خدای منې چې! تورو شپو ته غاړې وځم
ستا په نشتون اندېښنو ته غاړې وځم
د پرکار په شان په خپل وجود راتاوشم
تنهاييئ نه داېرو ته‌ غاړې وځم
بېخودی اسرار خو نه وي د ويلو
راشه وگوره نشو ته غاړې وځم
ته د کوم يو راگ نه دا سندره وايې
چې ساه نيسې نو نغمو ته غاړې وځم
ترنم دې د باران په شان ښه لگي
يا قربان سره توبو ته غاړې وځم
سرفراز باران

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button