داووه ویشتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :
یحیی بن معاذ (رح) به ویل : یا الله ! زه ستا څخه څنګه دعا وغواړم په داسی حال کی چی زه ګناه کار یم ، او څنګه یې و نه غواړم په داسی حال کی چی ته کریم یې ؟! دا هم اووه ویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

تر ټولو ستر دښمن

ښایی ځینی کسان امریکا ، برتانیه ، اسراییل….. خطرناک وبولی او فکر وکړي چی همدا د بشر تر ټولو ستر دښمنان دي . دغه ځواکونه کولای سی چی ګڼ شمیر انسانان ووژنی او ژوند ډیر ورته سخت کړی . خو هغه دښمن چی موږ یې په هکله ږغیږو ، تر دغو ډیر ستر او خطرناک دی . هغه دښمن کولای سی چی د انسان دنیا او عقبا دواړه برباد کړی .
دغه ستر او خطرناک دښمن « ابلیس » نومیږی چی لقب یې « شیطان » دی ( البقره : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الاسرأ : ۶۱ ـ ۶۴ ) . دﺉ تر ټولو ستری وسلې او تجهیزات لری ، یوه ثانیه هم د انسان سره له جنګه نه بېکاره کیږی او د دې کار له پاره یې د خدای په حضور کی قسم کړی دی ، یعنی د انسان ازلی دښمن دی ( یوسف : ۵ ؛ الاسرأ : ۵۳ ؛ فاطر : ۶ ؛ الزخرُف : ۶۲ ) .
هغه د انسان سره په خپل لومړني جنګ کی بریمن سو ، او په دې وتوانېد چی ابوالبشر آدم (ع) او د هغه میرمن د جنت څخه وشړی . وروسته په خپل دوهم جنګ کی هم کامیاب سو او ویې کړای سو چی په خپلو دسیسو سره « هابیل » او « قابیل » یو له بل سره وجنګوي او په دې توګه یې د لومړي ځل له پاره په نړۍ کی د قتل او ورور وژنې اساس کښېښود .
دغه تر غاښو وسلوال دښمن په دې دنیا او هغه دنیا کی د انسان د ذلیل کولو له پاره ډول ډول وسیلې او نقشې لری . دغه ستر دښمن د شپږو لارو څخه د انسان دنیا او عقبا تباه کوی :
لومړی ـ کفر او شِرک : د شیطان اول هدف دا دی چی انسان باید کافر سی او الله و نه منی ؛ یا دا چی هغه لږ تر لږه « مشرک » کړی . یعنی الله وپیژنی او ویې مني ، خو یو بل څه هم ورسره شریک کړی ( یوسف : ۱۰۶ ) .
دوهم ـ بدعت : که دغه ستر دښمن په اول هدف کی ناکام سی نو کوښښ کوی چی انسان په بدعت کی راګیر کړی . یعنی د دود او رواج سره سم د ساختګی عباداتو کول چی یو څوک یې د ثواب په نوم کوی . بدعت هغه نوي شي ته وایی چی نه په قرآن کی تایید سوﺉ وی او نه هم په نبوي سنت او نه یې هم د څلورو خلیفه وو په عصر کی شتون لرلی وی .
درېیم ـ کبیره ګناه : که بدعت هم تأثر ونکړی نو شیطان زیار باسی چی انسان د الله څخه لیری کړی ، یعنی مخلوق د خالق څخه بېلوی . عابد او معبود یو له بله جدا کوی چی مثالونه یې قتل ، جادو ، غیبت او نور دي .
څلورم ـ صغیره ګناه : که کبیره یعنی ستره ګناه ونسي ، نو انسان په صغیره یعنی کوچنۍ ګناه مبتلا کوی . لاکن باریکي دا ده چی کوچني ګناهونه سره یو ځای کیږی او ستر ګناهونه جوړوی .
پنځم ـ په مباحاتو سره مصروفول : شیطان لا بیا هم نهیلی سوی نه وی او انسانان په مباح او روا کارونو سره داسی مبتلا کوی چی تر هغه مهم او اساسی اعمال خصوصأ عبادات ورڅخه ضایع کړی . مثلأ د اخبار یا کتاب لوستل ، کمپیوټر کتل…. حتی که هغه سالم او ګټور هم وی چی له امله یې د لمانځه وخت ورڅخه تیر سی…..
شپږم ـ مفضولو کړنو ته بلنه : که یو څوک په پنځم شیطانی دام کی هم راګیر نسی ، نو شیطان یې په یو داسی کار کی راګیروی چی ثواب یې لږ وی . په بل عبارت ، هغه د افضل عمل څخه راګرځوی او په مفضول او فاضل کار کی یې مصروفوی . د دې دام بیلګې موږ هره ورځ په سترګو وینو . مثلأ د تلاوت پر ځای ټلویزیون یا فلم کتل او بې شمیره نور دغسی اعمال .
نو د خلاصون او بري لاره یې څه ده ؟
اراده او فیصله اړینه ده ، ټینګ ایمان غواړي یعنی الله ته باید پناه یووړه سی ( المؤمنون : ۹۷ ـ ۹۸ ) . شیطان هیڅکله یو انسان په زور یا فزیکی قوت سره خبیث عمل او ګناه ته نه مجبور کوی بلکی یو ناولی کار ښه ورته برېښوی او په زړه کی وسوسه ور اچوی او په دې ډول یې غولوی ( النمل : ۲۴ ؛ الناس : ۴ ـ ۵ ) . نو که الله ته پناه یوسو ، شیطان به هیڅکله هم د فتنې او توطیًې توان ونلري او د دغه ستر دښمن سره به په جنګ کی بریمن یو ( النسأ : ۷۶ ) .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button