د ملا درد او درملنه!

روغتيا ویب پاڼه

موږ د خپل ژوند په اوږدو د بدن د بېلابېلو عضلو د دردونو شاهدان یو. کله مو سر، کله غاښونه، کله سینه او کله د بدن نور ځايونه درد کوي. په دې لړ کې د “ملا درد” هم خورا ځورونکی وي. ځکه چې د ناستې ولاړې له خوند او آرامۍ څخه محرومېږو. په دې لیکنه د “ملا درد” په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.

د ملا درد
د انسانانو ملاوې ډېر پېچلی جوړښت لري. د بدن دا برخه له هډوکو، ډیسک، عصبي رګونو او نورو عضلو څخه جوړه ده. له همدې کبله یې د “درد” عوامل هم بېلابېل دي. که له دې برخو هره یوه زیان وي، د ملا درد پیدا کوو.
باید دا ومنو، چې د عمر په هره دوره کې له ملا درد سره مخ کېدای شو؛ خو د عمر په پوخوالي کې یې امکان ډېر وي.

نښې نښانې
له نامه یې معلومېږي، چې تر ټولو لویه نښه یې همدا ده، چې په ملا کې به د “درد” احساس ولرو. مګر که د ملا له درد سره ځينې نورې نښې ولرو، باید له روغتياپال (ډاکټر) سره مشوره وشي. ځکه چې په عادي پېښو کې د ملا درد یوازې څو ورځې دوام کوي. که لاندې علایم هم لرئ، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

  • د ملا پړسوب
  • تبه
  • د تشو بولو په وخت کې د درد احساس
  • د وزن کمېدل
  • د ملا په ښکتنۍ برخه کې درد، چې د پښو طرف ته خپرېږي
  • د مثانې او شاوخوا عضلو بې حسه کېدل

ولې د ملا له درد سره مخ کېږو؟
د بدن د دغې برخې درد بېلابېل عوامل لري. پر ټولو عواملو یې غږېدل سخت دي؛ خو روغتياپالان یې عمده لاملونه دا بولي:

  • کله چې د ملا هډوکي زور واخلي، کسر ولري او یا مات شي
  • په ملا کې ضربه خوړل
  • حامله مېرمنې هم د ملا درد تجربه کوي
  • د ډیسک په برخه کې ستونزې
  • د اوږدې مودې لپاره ناسته او یا درېدل
  • د عضلو شخوالی
  • درانه شیان پورته کول
  • په پښتورګو کې تيږې

درملنه
که تاسو د ملا له درده شکایت لرئ، نو ډېر امکان یې شته چې له څو ورځو وروسته پخپله ښه شي؛ مګر که ډېر وځورېدئ کولای شئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ډاکټر هڅه کوي د “ملا درد” اصلي علت معلوم او موثر درمل تجویز کړي. کېدای شي په درملو کې له ګولۍ نیولې تر ستنو (پیچکارۍ) مسایل شامل وي.

وروستۍ خبرې
هېڅکله د ډاکټر له مشورې پرته له درملتون څخه راسا د “ملا درد” ګولۍ مه پېرئ. ځکه کېدای شي د ګټې پر ځای یې تاوان ډېر شي.
ددې ترڅنګ د ملا عادي دردونه کولای شئ پخپل کور کې هم معالجه کړئ. مثلا استراحت وکړئ، حمام وکړئ او يا په یو لوښي کې ګرمې اوبو واچوئ او په ملا یې کېږدئ.
د وزن کمول، سپورت، کلسیم لرونکي خواړه خوړل، سیګرټ ته “نا” ویل او نورې تګلارې هم کولای شئ ستاسو د “ملا درد” مخنیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button