له امریکا سره د افغان حکومت نوی فصل

له امریکا سره د افغان حکومت نوی فصل

عبدالمنان توحیدیار

د امریکا د ټاکنو په پایله کې جوبایډن ولسمشر اعلان شو او مخکیني ولسمشر ټرمپ ټاکنې بایلودې او له سپينې ماڼۍ سره یې مخه ښه وکړه.

مخکیني ولسمشر ټرمپ هڅه وکړه چې له افغانستان څخه د ځواکونو ویستلو کې بیړه وکړي او په دې سره په تیرو ټاکنو کې د امریکا له ملت سره کړې ژمنې کړي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو لپاره بیړه کې و او هر څه ژر یې غوښتل چې له طالبانو سره کیسه یوې خواته او خپلو ځواکونو ویستلو داسې فرصت برابر کړي چې نه پرې څوک د ماتې نوم کیږدي او نه د بري.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې طالبانو د امریکا زیاتې غوښتنې منلې وې او حتی دا یې هم منلې وه چې د امریکا لپاره له بهرنیو ترهګرو سره جګړې هم کوي، هغه ترهګر چې طالبانو پرې سر او مال قربانو.

اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه شوې او ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، دا د ټرمپ هوکړه وه چې نوي حکومت یې بیا کتنه او ارزونه باندې بحثونه پيل کړي دي.

ناټو له وړاندې د امریکا له دې پرېکړې سره ناخوښه وه چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي.

ناټو او نور هېوادونه پر طالبانو باور نه شي کولی چې ګنې انسانیت ته به راوګرځي او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړی.

له همدې کبله یې امریکا سره بار بار خبرې وکړې چې نباید پر طالبانو دومره باور وشي، څومره چې پرې د ټرمپ ادارې کړی دی.

طالبان کرایي قاتلین دي او ناټو او ځینې هېوادونه پوهیږي چې که هر چا پيسې او امکانات ورکړل، د هم هغوی لپاره کار کوي.

اوس تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د نوې رهبري د ملي امنیت سلاکار سره خبرې کړي او هغه ډاډ ورکړی چې د دوحې تړون باندې بیا کتنه کیږي، ارزونه یې کیږي او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره اساسي مشورې کیږي.

د افغان حکومت جمع نورو حکومتونو ټینګار همدا دی چې بهرني ځواکونه دې بامسوولیته له افغانستان ووځي، نه دا چې په یو ځل ووځي او پرته له دې چې سوله راشي افغان ځواکونه یواځې پریږدي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس د دې جوګه دي چې ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي خو د افغانستان وضعیت اوس داسې دی چې یواځې طالبان نه دي چې افغان ځواکونه ورسره جګړه وکړي، دلته د القاعده په ګډون نورې ترهګرې ډلې شته چې هر کله د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پيښولی شي.

طالبان اوس هم د فتحې په فکر کې دي، خو له دې نه دي خبر چې له پاکستان پرته هیڅ هېواد ورسره امارت نه مني او نه به یې دا ارمان پوره شي.

ښه خبره دا ده چې د بهرنیو ځواکونو حضور کې افغان لوري یوې پایلې ته ورسیږي چې د دایمي او باعزته سولې لامل شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button