ایا کیونیټ/ فریب/چل دی؟

لیکوال: میرویس باور

ایا کیونیټ/Qnet فریب دی؟ خلک غلطوي؟ دا کمپنۍ تښتي؟ ایا دا کار حرام دی؟ دې او دې ته ورته پوښتنو ته ځوابونه:

مخکې له دې چې په کیونیټ بحث وکړو اول ښه دا ده چې په نیټورک مارکیټینګ باندی یو څه خبرې وکړو. نیټورک مارکیټینګ په اصل کې کومه نوې موضوع نه ده؛ بلکې له نن څخه تقریبا نوي کاله پخوا راشروع تر ننه پورې، په مستقیم ډول د لویو کمپنیو جنسونه پر مشتریانو خرڅولو ته وایي.

په ۱۹۲۰ کال په امریکا کې ډیر لوی ناورین رامنځته شو. تقریبا %۹۰ خلک بیکاره شول. بیا د هاروډ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادان راټول شول او د دغې ناورین د مخنیوي لپاره یې په دې پریکړه وکړه، چې د امریکا لویو کمپنيو ته به خلک جنسونه خرڅوي او کمېشنې به اخلې د ټیم په لویېدا به یې پیسې نورې هم زیاتیږي. دغه کار (نیټورک مارکیټینګ) تر لسو کالو دوام وکړ. له هغه وروسته غلاوې پکې شروع شوې. هغو کمپنیو چې نیټورک مارکیټینګ کاروبار یې کارونه ور خراب کړي وو، را پورته شولې او په دروغو یې همداسې کاروبارونه شروع کړل. را به غلې له خلکو به یې پیسې جمعه کړې. ترې وبه تښتیدلې. خلک بې اعتباره او ګنګس شول، چې څه وکړو.
په ۱۹۳۰ کال د امریکا او اروپا لویې کمپنۍ سره کېناستلې، د دغه مشکل د حل په موخه یې یوه اتحادیه را منځته کړه، چې (direct selling association) DSA مستقېم خرڅلاو اتحادیه نوم یې ورکړ. دا اتحادیه اوس په سینګاپور کې موقعیت لري.

دغې اتحادیې یو لړ شرایط ورته وټاکل چې که هره کمپنۍ همدا شرایط پوره کړي، هغې کمپنۍ ته موږ د فعالیت جواز ورکوو. کومې کمپنۍ چې فعالیت جواز واخلي، هغه د اعتبار وړ دي.

دغې اتحاديې درې شرطه ورته کېښودل: ۱- همدا کمپنۍ باید پنځه کاله فعالیت کړی وي. ۲- په پنځو هیوادونو کې به رسمي موقعیت لري. ۳- پنځو نړیوالو بانکونو به یې ضمانت کړی وي، بیا همدا اتحادیه د فعالیت جواز ورکوي. د کیونیټ کمپنۍ ۲۳ کاله کیږي چې فعالیت کوي، ۳۶ نړیوالو بانکونو یې ضمانت کړی او په ۱۶۰ هیوادونو کې رسمي فعالیت لري. د کیونیټ کمپنۍ د شرایطو په پوره کولو له DSA څخه د فعالیت جواز اخیستی. نړیواله ثبت شوې ګمپنۍ ده. نو کیونیټ ګمپنۍ نه تښتي، که وهم تښتي خپل تاوان یې دی. دومره لوی کاروبار چې خلک یې همدې کمپنۍ ته پر مخ وړي. له منځه ځي.

په عموم کې ټول نیټورک مارکیټینګ له لرې څخه یو فریب ښکاري، چې خلک پکې غلطیږي؛ خو داسې نه ده. دا د نوې عصري پیړۍ یو کاروبار دی، همدا یې بڼه ده. همدې کاروبار ته نیټورک مارکیټینګ وایي. خلکو ته فریب ښکاري، په اصل کې نیټورک مارکیټینګ ظاهرا همداسې ښکاري.

یو خو موږ افغانان عموما بې ځایه غیرت خراب کړي، دا کار بې عزته غوندي ورته ښکاري، بیا له بل چا سره مزدوري کول، بې عزته نه ښکاري، ځکه په هغه کارونو کې رالوی شوي. کنه ټول یو ډول کارونه دې یوازې یې بڼې متفاوتې وي. د کیونیټ ښې ګڼه په دې کې ده، چې لکه مزدوري او یا بل کار داسې نه دی، چې ټول عمر به پکې لګیا وې او چې ژوندی وې کار به پکې کوې؛ خو په کیونیټ کې بیا دوه/درې/پنځه کاله وروسته له کاره بې غمه کیږې. نور کار نه کوې، يوازې خورې-چیښې. نیټورک مارکیټینګ یوازې ظاهرا همداسې ښکاري؛ غلطول او فریب نه دی؛ بلکې یو چاته د ژوند لاره او د یوې دایمې هوساینې او د ټولو مشکلاتو څخه چې د پیسو له نشتون څخه رامنځته کیږي، ژغوري یې.

ځینې خلک وایې، چې مطلق حرام دی، ستا په پیسو سود کوي، او یا قمار دی، چې پیسې به درته راووځي که نه.
سود هغه کار ته وایي، چې یو چا ته پیسې ورکړې او تاته په ټاکلي وخت ټاکلې اندازه پیسې درکوي، هر وخت چې دې زړه وغواړي پیسې ترې رااخیستلی شې. کیونیټ کې یو نفر جنس اخلي، د دې نفر پیسې په جنس مصرف شوې، چا چې ورته معرفي کړی، هغه ته یې کمیشن ورکوي. څوک چې کمپنۍ ته جنس خرڅ کړي کمېشن ورکوي او څوک یې چې خرڅ نه کړي، کمېشن یې نه شته. د هر چا په کار پورې تړاو لري، چې د میاشتې او یا هفتې څومره ګټي.

ځینې وایي، کله چې ډیر نفر درسره ثبت شول، بیا ته کار نه کوې، ستا ټیم کار کوي او تاته ګټه درځي. دا هم حرام دی. دا خو په دې مانا لکه یو څوک چې کار وکړي او پیسې وګټي او یو مارکیټ پرې جوړ کړي، د هغه دوکانونه په کرایه ورکړي او هره میاشت پیسې ترې اخلي. دی په ارامه ورته ناست وي. دا پیسې حرامې دي.

ځینې نور بیا وایي، چې دا کار قمار دی. په قمار کې نه ګټه معلومه وي او نه هم تاوان. چې هر څه درته پکې وختل هغه دې په برخه دي. په کیونیټ کې ته له کمپنۍ څخه د خپلې خوښې یو جنس اخلې یو بیا لکه څوک چې له دوکاندار سره خبره وکړي، چې زه به نور جنسونه هم درته خرڅ کړم. ماته به کمېشن راکوې. همداسې کیونیټ کې هم کمپنۍ ته جنسونه خرڅېږي او کمپنۍ کمېشن ورکوي. دې ته قمار نه وایي.

د مصر د علماوو فتوا هم شته. هغوی فتوا ورکړې، چې نیټورک مارکیټینګ خاصتا کیونیټ حرام نه دی. دا کار حلال دی. هیڅ مشکل نه لري. موږ افغانانو ته ځکه ناروا او فریب ښکاري، چې یو خو دا کاروبار افغانستان کې نوی دی، خلک نه دي ورسره بلد او بل په تا ویلې ما ویلې پسې ځي. همداسې وړې وړې کمپنۍ افغانستان ته راغلې وې. له خلکو یې ډیر مالونه او پیسې یووړل، غلط یې کړل. نو خلکو د کیونیټ پر کمپنۍ هم د هماغو وړو کمپنیو ګومان کړی. اوازې یې پسې ګډې کړې. ځکه اوس ډیر خلک پرې بې باوره دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button