د طالب وحشت د امريكا د پاليسي يوه مهمه برخه دې؟

د طالب وحشت د امريكا د پاليسي يوه مهمه برخه دې؟

ليکوال: ح حقوېش،

طالبانو که په قطر کي له افغان حکومت سره تر ناستې مخکې اوربند اعلان کړى واى، هيڅ فکر نه کوم چي داسې خونړۍ پيښې دې رامنځته شوې واى او يا دې خبري دومره اوږدې او بې پايلې شوې واى.
اوس چي هم کومي خونړۍ پيښې رامنځته کيږي، او رواني خبري وار په وار له خنډونه سره مخ کيږي، جګړه تونديږي او خاص پکښې مهم چارواکي يا د سر کسان پکښې په نښه کيږي، دا کارونه د طالب د فکر نه لوړ دي، ددې تر شا منظم او پلان شوې کړۍ کار کوي چي هغه هر وخت خپلې ګټې په پام کي نيسي لکه امريكايان!
امريكايان چي افغانستان ته راتلل او دلته يې بريد کاوه ددې لپاره دوى له ډيره وخته په يو منظم او وږده پلان کار وکړ، په دې پلان امريكايانو له هغه وخته کار پيل کړ کله چي شوروي اتحاد په افغانستان كي ماتې وخوړه، د شوروي اتحاد له ماتېدو سره سم د هغوى (وارسا) اتحاد هم مات شو او ډيرو هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه. د وارسا له ماتېدو سره سم د امريکا (سېټو) او (سنېټو) اتحادونه هم مات شول، چي يوه يې د کمونيزم او بل يې پر نړيوالو تيلو غېږ راګرځولو هېوادونو مخه نيول وو، چي ددې دواړو اتحادونو هدف د شوروي اتحاد ماتېدل وو. کله چي شوروي مات شو دوى هم له منځه ولاړل.
خو د (ناټو) اتحاد چي د نړيوالي ترهګري د مخنيوي لپاره جوړ شوى وو، پر ځاى پاتې شو، که څه هم د ناټو اتحادي هېوادونو غوښتل چي ياد اتحاد نور مات کړي، خو دا اتحاد د امريكا د پاليسۍ له مخې په ځاى پاتې شو، امريكا هڅه وکړه ترڅو په افغانستان کي په شته مجاهدينو باندې په نورو هېوادونو کي بريدونه وکړي، په 1990ز کال امريكا د سعودي عربستان په مټ بهرني مجاهدين چي د روسيې له وتلو وروسته په پېښور کي پاتې وو نورو هېوادونو ته ولېږل، لکه الجزاير، مصر، بوسنيا، لبنان، اذربايجان، چيچنيا. د عبدالرب رسول سياف کسان فليپين ته ورسېدل، چي د ابوسياف په ګروپ پېژندل کېده.
په دې کار کي يې له اسامه بن لادن څخه ځانګړى کار واخيست او په ځينو هيوادونو كي يې د ترهګري پيښې ورباندې وکړې لکه:
امريكا د ملګرو ملتونو تر قومندې لاندې په 1992ز کال د سوماليا د (هيلو د بيا ژوندي کولو) په ماموريت کي ښکېل شوه، په دې جګړه كي ځينو باتجربه افغان جنګياليو هم ګډون وکړ، دوى همدا راز په هغو عملياتو کي ګډون وکړ چي په ترڅ کي يې 18 امريكايان ووژل شول، امريكا سمدستي ددې پيښې ملامتيا په اسامه بن لادن ورواچوله.
د 1993ز کال د فبروري په 26مه نېټه د نيويارک ښار د نړيوال سوداګريز مرکز د موټرو په پارکينګ کي د چاودنې له امله 6 کسان ووژل شول او له زرو زيات نور پکښې ژوبل شول، په امريكايي رسنيو مبصرين په دې اند وو چي دا بريد اسامه بن لادن کړى دى.
د 1996ز کال د جون په 19مه د سعودي عربستان په خوباز سيمه کي په يوه نظامي اډې باندي د بريد په ترڅ کي 19 امريكايان ووژل شول، امريكا ددې بريدونو پړه په اسامه ورواچوله، وروسته له دې اسامه د 1996ز کال د اګست په 23مه (له عربي ټاپوزمي څخه مشرکين وشړئ) يوه فتوا صادره کړه، او د امريكا او اسرائيلو په خلاف يې د جنګ اعلان وکړ.
د 1998ز کال د اګست په 7مه د کينيا په پلازمېنه نايروبي او د تانزانيا په پلازمېنه دارالسلام کي د امريكا په سفارتونو بريدونه وشول چي په ترڅ کي يې 298تنه ووژل شول او له 4500 زيات کساندپکښې ژوبل شول، امريكا دا بريدونه هم پر اسامه وتپل. ددې بريدونو په غبرګون کي يې ولسمشر بيل کلينټن په امر د هغه اوبتل څخه (توماهاک توغندي) وتوغول شول چي د عمان په سمندر کي په ګزمه بوخت وو، په ترڅ کي يې په افغانستان كي د القاعدې د روزني مرکزونه او په سوډان کي د الشفا لابراتوار وويشتل شول.
د 2000ز کال د اکتوبر په 12مه د يمن په عدن بندر کي د امريكا په نظامي بېړۍ بمي بريدونه وشول، چي په ترڅ کي يې 17 بېړۍ چلونکي مړه او 39 نور ټپيان شول، امريكايانو دا بريد هم د اسامه لخوا وبله.
امريكا په مجاهدينو او القاعد دا پيښې ددې لپاره وکړې، چي ناټو اتحاد ته په دې قناعت ورکړي چي په نړۍ کي ترهګري له منځه نه دې تللې، او ورځ له بلې نورو هېوادونه ته غځېږي چي امريكا يې هم ښکار کېدلى شي او سبا بل سبا ستاسو سر ته هم خير نشته، نو ناټو پر خپل ځاى پاتې شوه، چي وروسته امريكايانو په لوى لاس پر سپينه ماڼۍ او پينټاګون بريدونه وکړل او القاعده يې ورباندې تورنه کړله. خو دا پېښه د يوه امريكايي خبريال لخوا هر اړخيزه څېړل شوې ده او د هغه ليکل شوى کتاب د (لوى دورغ) په نوم پښتو ته ژباړل شوى دى، دا بريدونه د امريكا يو منظم پلان شيي.
امريكا د اسامه راتګ په امريکا او نورو ځايونو بريدونو ددې لپاره وکړل چي نړۍ د ځان ملګرې کړې، نه خپل امريكايان او نه نړۍ د ګرمتيا ګوته ورته ونيسي.
کله چي خليلزاد له ډير هلوځلو وروسته د طالبانو او امريكا تر منځ د سولې تړون لاسليک کړ، له هغه وروسته يې طالبانو او افغان حکومت ته په قطر کي د ناستې زمينه برابر کړه، په دې ناسته کي طالبانو په لومړۍ ورځ ځان داسې وښود چي جنګ مو په خلاصو تڼيو ګټل دى او دلته به افغان حکومت هر هغه څه مني کوم چي زموږ خوښ دي، (کله چي ډاکټر نجيب له مجاهدينو سره سوله کوله هغوى به هم دومره په غرور او تکبور ورسره خبري کولې) مطلب له دوى څخه هم کټ مټ د مجاهدينو هغه کيسې کېدلې. د افغان حکومت لومړنى شرط ورسره د اوربند کول وو، خو دوى دې شرط ته په هيڅ صورت نشو حاضر او ددې ترڅنګ يې له افغان حکومت څخه زيات امتيازات غوښتل.
طالب په هم هغه ورځ لويه تېروتنه وکړه په کومه ورځ چي ده د اوربند کولو څخه انکار وکړ، که يې اوربند کړى واى. مافيايي کړۍ خاص د امريکا استخبارات هيڅ وخت نه غواړي چي دومره په اساني ميدان پرېږدي، هغوى د اوربند د نه کولو څخه پوره استفاده وکړه، خال خال او د مخ کسان يا ځايونه يې په نښه کړل چي ولس ورباندې وقهريږي او د جنګ څرګندې کړۍ طالبانو ته ګوته ونيسي. چي دا د سولي د راوستلو لپاره لوى خنډ جوړوي لکه موږ چي د هلمند جنګ، په کابل پوهنتون بريد، د کندهار د ارغنداب جنګ، په کابل کي د بانک په کارمندانو بريد کي د ولس غبرګون وليد چي ټوله طالب ته په قهر وو او په کابل کي يې د طالبانو په ضد شعارونه ولګول چي د (ابوجهل لښکر) يې ياد کړل، په جلال اباد کي يې خبرياله او مبارزه خور ملاله ميوندۍ شهيده کړه، همداسي يې نوري ډيري ناوړه پيښې ورباندې وکړې، له بده مرغه چي بې واکه طالب ددې هرې بدمرغۍ پړه په خپله غاړه اخلي او خپله قواره د تاريخ په وړاندې توروي.
دا کارونه امريكايانو ددې موخو لپاره وکړ چي نړۍ ته وښيي افغانستان کي اوس هم ترهګري زيات ده طالب نه غواړي چي د سولې له لاري کابل ته راشي، ددې لپاره موږ بايد هلته پاتې شو او د ناټو زياتي مرستې په هم دې نوم خپل هېواد ته يوسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button