نن او سل کاله وروسته ‏


طنز
محمود نظری

نن  او سل کاله وروسته ‏

رښتیا وایم عالمه نن یوډیر بې بسه
په خپل دې وطن کې یو ډیر بې وسه ‏
مشر لرو لاکن دی  هغه سپین پسه ‏
امامت کوي زموږ دی ډیر بې اودسه ‏
لېوانو دهغه شاخوا جوړه کړې حلقه
ورته وایي رمې داړئ له رجې بې ترسه
‏  پوهیږو د زورواکمنو  ده مزه چرچه
‏ هیڅ شی نه غواړي دنیا کې بې پیسه
نه غواړې دا کارغان پردي  بې  ډوله
‏ سي زموږ په سیاست کې بې خپلوسه
باچا  موپه سینګاراو کالو دی اخته
دمغز دکار ساحه یې ده ډیره  بې حسه
ټوله ورځ بهر وي یاچکر یا میلمه
‏ ویناوي کوي له خیټې بې اساسه
دوطن  شته یې په غلو سپیره کړه
‏  وایي ښه ده رقابت کوئ بې ګوسه
له اوله پوهیدو دا بزرګان دي  ډوپه ‏
زموږ میرې ز ي دي بې وسواسه
دا وطن نه جوړیږي تر هغه وخته
‏ چې ورک نسي له واکه بې ناموسه
وایي تاریخ لیکل کیږي غم مه کوه
نه چې دیوال وی بې بنیاده بې پخسه
‏ دنیا بولي خر  زموږاتل اولویه کله
‏ له وطن سره مو بدکیږي  بې قیاسه
جهاد دافغان  دعزت نرخونه بدل کړه
د پیغلې سنګسار ته سو بې احساسه
دنیا ته  دخره د سر بیه لوړه ده  تر افغانه
هرچیرې بمباردوینې بې وسواسه
پوهان  دلته  له بیکاري وهي  تانپوره
‏ درې ځایه کار کوي اصیل غله  بې بسه
پوه ځوانان یویو وځي له خپله وطنه
یو د ډالري تنخواه پاس لري بل بې پاسه
دغله قدرډیریږي چې یې ختمه سي دوره
ورته زیارت جوړ یږي پر تپه بې اساسه

‏***‏
خوب وینم دی  سل کاله وروسته
تلویزیون لا خاین راپیژني علامه
‏ ښار کې ځړیږي لا د غلو انځورونه
دهر یوپه نوم ده یو ښاریوه مدرسه
سل کاله اوس تیر یږي له هغه وخته
‏ ډیر باچاهان تیر سوي زوله زوله
لا تر اوسه نه دي را غلي تردې ښه
هغه چې ټول وطن یې کړ جزغاله
‏ دا څنګه  ښه خلک دي توبه توبه
دچا او کومو خلکو وکړو ګوسه
اوس هم دکړوسیانو  دمسعود ‏
فهیم او عبدالله په لاس کې ده پټاسه
دکابل ټوله غوڼدۍ سوي زیارتونه
له هرې غونډۍ لټیږي مرداره خړسکه
‏ دحضرت پيلان پيل صایب  دکراماتو
‏  تللې تر لیرو لیرو سیمو ګنګوسه
‏ دا حضرت  پیران پیر دانګیی لوړه رتبه
‏ دعام خاصو خلکو سوې ددرمان توسه
خلک ټوکران ځړوي د هریو په شناخته
قبر ته زرین پوښونه راوړي د غلو سلسله
‏ په زیارت کې حلقه ده  خلک مدد غواړي
‏ ددوی په مړو لا خوار خلک کوي بروسه
‏ دا د زیارت جم وجوش دی سادګانو ته اماله
‏  دهغو یې هم دنیا خرابه کړه هم دسبا کیسه
‏***‏
له خوبه راویښ سوم  ومی کړه توبه توبه
ترڅو به  کارغان  مزې کوي زموږ په غوښه ‏
هغه لاس وپښه تړلی انسان به خلاص نسي
چې دځان دخوښي کیدونه کړي کومه هڅه ‏
‏ ماشوم ته به هیڅکله  دايي ورنه کړی  شودې
که پښتون وي بیده

توسه ( سبب)،بروسه (باور)، ګنګوسه ( اوازه )، ګوسه (ګېله)‏

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button