روغتياپوهان: (کېله) روغتيا بخښونکې مېوه ده

ژ: جنايل

الله جل جلاله پر انسانانو د بې شمېره نعمتونو لورينې کړې دي، له ټولو نعمتونو څخه يې ميوه هم يوه غوره نعمت دی، مېوه له ښه خوراک سربېره ښه روغتيا بخښونکې هم ده.

کېله یو له هغو مېوو څخه ده چې خوراک يې انسان ته ډېرې روغتيايي ګټې رسوي، د يوې نوې څېړنې له مخې د کېلو خوراک انسان د وينې فشار له ناروغۍ خوندي کوي، په کېله کې شته پوتاشيم يوازي دا نه چې د وينې فشار يو ډول ساتي بلکې د زياتېدا مخه يې هم نيسي.

کېله په خپل جوړښت کې له پوتاشيم پرته ويټامين بي هم لري، ويټامين بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري، په دې څېړنه کې دا هم راغلي دي، که هره ورځ څوک کېله وخوري؛ نو هغه به د زړې له حملې څخه خوندي وي او د سرطان د ناروغۍ شونتيا هم کموي، په کېله کې پروبايټيک باکتريا د انساني غړو په وده کې هم ونډه لري.

روغتيا پوهان وايي چې کېله هضميت ښه کوي او د مضرو باکترياوو مخه نيسي.

په کېله کې لاندې روغتيا بخښونکي رازونه هم نغښتي دي.

لومړی: که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو (ځوانکو) څخه تنګ ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې ومږئ.

دويم: د کېلې پوستکی زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.

درېيم: د انسان د مخ پوستکي د ځوان ساتلو لپاره د کيلې پوستکی پر مخ کېږدي.

له (Worthy to Know) او اردو ايکسپريس نيوز نه په مننې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button