د یو شمیر خلکو په ګومان د پنجاپ د ای اس ای استخباراتی ادارې او د ملی امنیت تر منځ وروستی تفاهم لیک همدا ډول سند دی.
دا تر اوسه ښکاره نه ده چی کابل ولې او د کوم مجبوریت له مخې دا تفاهم لیک لاسلیک کړی دی؟ او یا په دې لاسلیک کی یی څه ګټه لیدلي ده ؟ خو:
د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د استخباراتی ادارې سره د افغانستان د ملی امنیت ادارې د تفاهم لیک لاسلیک کیدل د افغانستان د خلکو پراخه غصه را پارولی ده او دا عمل په کلکه سره غندلی دی.
همدارنګه نوموړی تفاهم لیک په هیواد کې د مختلفو سیاسی کړیو او شخصیتونو له خوا غندل شوی د کابل د مشرانو څخه یی غوښتنه کړیده چی ژر تر ژره نوموړی تفاهم لیک باطل کړي .
اوس پوښتنه را پیدا کیږی چې ولې د کابل اداره د ملي مسایلو اړوند دومره بی توپیره او ورته په کمه سترګه ګوري .
د افغانستان دا د میلیونو کسانو وینې چی تویې شوې ، یواصلی د خلکو د وینو د عاملینو څخه ، د ای اس ای خونړی سازمان دی . دا سازمان د افغانستان په ورانیو کی غوڅ رول لری مګر :
همدې سازمان نږدې څوارلس کاله د ملابرادر د خلاصولو او نه خلاصولو په لوبه ښاغلی حامد کرزي ته دوکه ورکړه او یا کابل ته د کوټې د ښار هټۍ وال د سولې مرکچي په توګه کابل ته راولیږه . هغه هم خپل جیبونه ډک کړل او بیرته ستون شو.
شل وارې پخوانی اولسمشر حامد کرزی اسلام اباد ته ولاړه او بیرته راغی همدارنګه همدومره د اسلام اباد مشران کابل ته راغلل خو نه په افغانستان کی امنیت راغی او نه کابل د پنجاپ په وړاندې د ځان څخه د دفاع کلک دریز ونیو.
ویل کیږی چی په تیرو څوارلسو کلونو کی د کابل اداره تر ډیره بریده د پنجاپ او تهران تر اغیزې لاندي وه . د ډیرو خلکو په باور، په تیرو کلونو کې د پنجاپ استعماری اداری په اشاره سره د دولت په چوکاټ کی د ځينومهمو اشخاصو مقرری تر سره شوی دی او یا ځینې کسان د دندو ګوښه شوي دی.
کله چې په ارګ کې څیرې بدلې شوې نو د پنجاپ تروریستی ادارې مشرانو او د هغه هیواد د استخباراتی ادارې چارواکو هم کابل ته مخه کړه نوموړي سازمان کابل ته راز راز ژمنې ورکړې او په څو اونیو کی یې د سولی د راتګ ژمنه ورکړه.
د کابل ارګ هم خلکو ته ډاډ ورکړ چی اوس سوله ډيره رانږدې شوي ده او خبره یوازی د اونیو ده . مګر خلکو دا څرګنده کړه چی ای اس ای د افغانستان دښمن دی او هغه هیڅکله په افغانستان کی د سولې د را تګ له پاره تیار نه دی.
که څه هم رسنیو ددی پوځ د غزنی ولایت د ناوې ولسوالی له لارې د ننوتلو په مهال په منظمه توګه رپوټونه خپرول مګر د کابل ادارې ددی پوځ د ننوتلود مخنیوی له پاره کوم اقدام ونکړ.
که څه د افغانستان اردو په دې وروستیو کی د ناوې ولسوالی تر خپل کنترول لاندې راوستله او په دې ډول د پورتني پوځ( د بهرنیو جنګیالوڅخه تشکیل) ځمکنی اړیکی د پنجاپ سره وشلیدې. مګر په لږه موده کی افغان ملی اردو ته امر وشو چی دا ولسوالی پریږدي.
د کابل ادارې تر اوسه د پنجاپ له خوا ددې بهرنیو جنګیانو څخه د تشکیل شوي پوځ په هکله د پنجاپ په اداره باندی کوم اعتراض ونکړ او نه یی ملګرو ملتونو ته کوم شکایت وکړ.
اوس مهال نوموړي جنګیالي په هیواد کې تر ټولو زیات په جګړه بوخت دي . ددې ډلو جنګي تاکتیک دا دی چی په یوه ښار او یا ولسوالی باندې په چټکتیا سره برید کوي او په دی برید کې که وکولی شی نوموړي سیمه ونیسی دا به ورته یوه لاسته راوړنه وي خو که ویی نه نیوله بیرته سیمه تخلیه کوي او په بل لیرې ځای برید کوي.
تر څو په دې ډول د افغانستان د ملی اردو ځواکونه ستړي او امکانات کی کم شی.
د پنجاپی استعماري ادارې ستراتیژي د افغانستان په وړاندې په دقیقه توګه سنجول شوي ده او دا ستراتیژي په هیڅ ډول د بدلون وړ نه ده.
د افغانستان له پاره هره ورځ دا جګړه په میلیونو ډالره تمامیږی او په سلګونو کسان وژل کیږی . ددی په څنګ کې دا جګړه د هیواد په اقتصادي بنسټونو باندې هم ناوړه اغیزه کړي او د هیواد اقتصادي وده یی ډيره پڅه کړي ده.
په همدې خبره هر ماشوم او د هیواد هر وګړی پوهیږی چی دا جګړه د افغانستان په ضد د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې له خوا پیل او روانه ده.
په سیمه کی د تروریزم اصلی منبع په خپله د پنجاپ تروریستی استعماری ادارې پوځ دی. همدا پوځ دی چی تروریزم روزی ، اکمالوی ، په سیمه او نړۍ کې یی د خپلو موخو له پاره کاروي.
دا خبره روښانه ده چی افغانستان د تروریزم سره مخامخ نه دی بلکی افغانستان د پنجاپی استعمار د مستقیم پوځي برید او مداخلې سره مخامخ دی.
د افغانستان په ضد به اوسنی جګړه هغه وخت پای ته ورسیږی چی د ای اس ای خونړی سازمان ړنګ او پنجاپی اردو له منځه ولاړه او د پنجاپ د استعمار لاندې سیمی خپلواکه شي.
دا باید په یاد ولرو چی د افغانستان او پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې امکانات سره توپیر لري په ځینو ټکو کې د افغانستان ځواکمنتیا زیاته او په ځینو ټکو کې د پنجاپي استعمار ځواکمنتیا زیاته ده:
د پنجاپ استعماری ادارې ځواکمني په دې کې ده چی سمندر ته لاره لري او د افغانستان واردات او صادرات هم ددی لارې کیږي او پنجاپ ددی لارې څخه په کار اخیستلو سره په افغانستان باندې فشارونه زیاتوي.
په تیرو دیرشو کلونو کې پنجاپ په افغانستان کې پراخ د استخباراتو جال غوړولی دی او د پنجاپ په زرګونو خواخوږي په کابل کی په دولتي او غیر دولتی دندو بوخت دي.
پنجاپ منظم او ځواکمن پوځ لري او داسی پوځ چی په وحشت او جنایت کې نوم لری .
پنجاپ په اټومي وسله سمبال دی او هره شیبه کیدای شی د افغانستان په ضد دا وسله وکاروي.
مګر:
د پنجاپی استعماری ادارې ستره کمزورتیا داده چی دا اداره یوه استعماری او تروریستی اداره ده چی د هغه هیواد خلک او نړی یی په مقابل کې ولاړه ده.
پنجاپی اداره د ستر اقتصادی بحران سره مخامخ او دا هیواد په بهرنیو او په ځانګړي توګه د امریکا په مرستو ولاړ دی.
د پاکستان اتحاد په یوه کوچنی ګوزار سره ماتیدونکی دی هلته اولس واک نه چلوي بلکی هلته رښتنی واک د پوځ په لاس کې دی.
په مقابل کې افغانستان هم د ځینو ځواکمنو ټکی درلودونکی دی.
د پنجاپی استعمار تر واک لاندې پښتانه او بلوڅ د افغانستان سره د وینو اړیکی لری او افغانستان خپل هیواد ګڼی او هره شیبه دې ته تیار دی چی د افغانستان د دولت په ملاتړ د پنجاپ د استعماري ادارې په وړاندې پاڅون وکړي.
د افغانستان دفاع روا او قانوني ده چی دا دفاع د خلکو او نړۍ د ملاتړ سبب کیږي.
د افغانستان د خلکو سره د نړی د دولتونو او خلکو ملاتړ موجود دی.
د افغانستان کمزورتیاوې په ، د اقتصادي ضعف ، تنکۍ ځوانه اردو ده چی دا یو مهال ته اړتیا لري چی افغانستان په خپلو پښو ودریږی .
د افغانستان بله کمزورتیا ، په افغانستان کی خلاق ، زړور ،ملي او وطندوست مشرتوب نشتوالی دی افغانستان نشی کولی د نړیوالو سره خپلې اړیکي د افغانستان په ګټه تنظیم کړي او هم د خپلو ملی موخو او ګټو د ترلاسه کولو د پاره لازم ګامونه پورته کړي.
د پنجاپی استعماری ادارې د مداخلو د مخنیوي او شنډولو د پاره تر ټولو اړینه ده چی د هغه په مقابل کی فعاله دفاع تر سره شي. په غوړه مالي ، تسلیم طلبی او د هیواد لوړو ګټو ته په شا کولو سره نشی کیدای د پنجاپ د مداخلو او تیریو مخنیوی وشي.
د افغانستان له پاره هغه سوله هیڅ په کار نه ده چی ملي لوړو ګټو ته په شا کولو سره تر لاسه کیږی . یعنی هغه سوله چې د افغانستان ملی حاکمیت ، د خاورې د تمامیت او خپلواکی ته د زیان په رسیدو سره تر لاسه کیږی.
د کابل اداره باید د پنجاپی استعماری ادارې په وړاندې خپله ستراتیژی روښانه کړي او د افغانستان خلکو او د پنجاپ د استعماری اداری تر نیواک لاندی خلکو ته قناعت ورکړي چی افغانستان به دا ډول ګام پورته نکړي چی د افغانستان د خاورې د بیا یو ځای کیدو په لاره کې خنډ او ملي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راشي.
د کابل چاپ نامتو ورځپاڼی ( هشت صبح ) د افغانستان د ای اس ای او د ملی امنیت تر منځ د موافقی ځینی مواد په دې ډول راوړي دی: چی د ای اس ای به د افغانستان ملی امنیت سره فنی مرستې کوي.د تروریستی ډلو په هکله به معلومات سره تبادله کوي. د بیلتون پالونکو ډلو په وړاندې به مبارزه کوي.دواړه سازمانونه به د ګډ دښمن د استختبارانو په ضد مبارزه کوي. د پاکستانی بندیانو څخه د پوښتنو د پاره به پاکستانی پوښتنو کونکو ته زمینه برابروي.
دا چی دا موافقه څه وخت، د چا له خوا او څنګه لاسلیک شوی دی په دی هکله معلومات نه شته. خو داسی ویل کیږی چی ورته موافقې هم د حامد کرزی د حاکمیت په مهال موجودې وې خو هغه د خلکو څخه پټې ساتل شوي وې.
خو اوس هغه پخوانی شرایط نه دي :
د ملی لوړو ګټو څخه د افغانستان خلک په هیڅ ډول تیریدونکي نه دی
د افغانستان خلک( له امو سینه تر ابا سینه ) خپله خاوره د پنجاپ د استعماری ادارې څخه غواړی او تر لاسه کولو د پاره یی هڅه هم کوي خلک وایی چی باید د پنجاپ پوځ او ادارې باید د افغانستان د خاورې څخه تر اټک او جهیلم او ګوادر پورې ووځي او دا خاوره باید بیرته افغانستان د خاورې جز شی.
نو له دې امله د کابل چارواکو ته اړینه ده چی د پنجاپی استعمار په وړاندې خپل سیاسی حرکتونه داسې تنظیم کړي چې په نتیجه کې یی د افغانستان ګټې خوندې او د پنجاپ تر اشغال لاندی پښتني او بلوڅو سیمو د ازادی او دافغان هیواد سره د بیرته د یووالی سبب شی.
دا واقعیت دی چی پنجاپ د کابل د تر لاسه کولو د پاره لومه غوړولی ده .مګر باید ووایو چې د افغانستان خلک دا ډول لومو په له منځه وړلو کې تجربه او مهارت لري .
د پښتونخوا د بنو یو سپین ږیري راته وویل چی : په دې کې شک نه شته چی یو مهال به پاکستان ( پنجاپی استعماری اداره ) په خپله لومه کې ونښلي او هغه ورځ به د پاکستان د ړنګیدو ورځ وي.