
د پستې (۶) جالبې روغتیايي ګتې
۱- پسته په لوړه کچه فایبر لري، په همدې اساس دا هاضمې سیستم او کولمې روغې ساتي، سربېره پر دې د قبض په مخنیوي کې هم خورا مهم رول لوبوي، پستې خوړلو سره په معده کې ګټورې باکتریاوې زیاتیږي چې له امله یې د داخلي سیستم بڼه غوره کیږي.
۲- پسته کې د اکسایډ ضد مادې لوړه سرچینه شتون لري، د اکسایډ ضد ماده د سرطان او زړه ناروغیو مخنیوی کوي او بدن ته انرژي او روغتیا وربخښي.
۳. د پستې خوړل د سترګو دید ښه کوي. همداراز د سترګو دید د کمزورتیا مخنېوی هم کوي.
۴- د پروټین پوره کولو لپاره غوښه ښه خواړه دي، خو که څوک غوښه نه خوري د پروټین اړتیا پوره کولو لپاره پسته تر ټولو غوره بدیل دی، ځکه چې د یوې پستې ۲۱ سلنه وزن پروټین نه ډک وي.
۵- په منظم ډول پسته خوړل د شکر ناروغۍ کچه کمولو کې مرسته کوي، د یوې تجربې له مخې پوهانو د شکر ناروغ ته پسته ورکړل شوه، وروسته څرګنده شوه چې د ناروغ د شکر کچه یې نه ده لوړه کړې، په پای کې پوهانو زیاته کړه چې په منظم ډول پسته خوړل د شکر کچه یو څه اندازه ټيټوي.
۶- په ۲۰۱۷م کال کې د یوه ترسره شوې څیړنې څخه معلومه شوه چې پسته د کولمو سرطان په مخنیوي کې خورا ګټور خواړه دي.
سربېره پر دې ویل کیږي چې پسته د کولسترول کچه ټیټه او د وینې لوړ فشار مناسب ساتلو او همدا ډول د زړه ناروغیو ګواښ هم کموي.
کاپي…