نړيوال زبرځواک دې ټکوته بايد جدی پاملرنه وکړي!

حبيب الله غمخور

متاسفانه افغان دولت پردې ملت باندي دتپل سوې جگړې اوملی غميزي په وړاندی پدې ۱۴ کلونوکی ترنن ورځی پوري پرېکنده علمی اوعملی دريز نلری .لکه اوبو وړی دېخوا اوهاخواته لاس اچوی .

اوس ټولو ومنل چې ملا عمر څلور ورځې پخوانه بلکې ،د۲۰۱۳ کال داپريل د مياشتی په لمړی نمايي کي مړسوی دی .

پدې هکله زما په گډون ډير ودوستانو داخبر نشر کړخومتاسفانه دپاکستان استخباراتودکرزی پرخوله دچوپتيا مهرلگولی وو .اوله بده مرغه ددې مهر تاثيرات ترتيري اونۍ پور رااوږده سول .

کله چې گويا ((دطالبانو )) اودولت داستازوترمنځ لمړی ځل خبرپيل سوې دملاعمر لخوا يوپېغام تردې نامه لاندی چې دپاکستانيانوپه اصطلاح داسترمجاهد دسولی دخبرودپيل نه ملاتړ کوي .

اوددې پيغام تر اعلان وروسته چې زموږ دولتی چارواکو په ږوږ داپيغام ديوې سياسی بريا په توگه تبليغاوه او ان ښاغلی اشرف غنی هم دملا عمر ددې نيک اقدام نه دمننې په څرگندولوسره دده دا حرکت وستايه ،دا پداسي حال کښي چې اوس روښانه څرگنده سول داپيغام نه دملا عمر اونه هم دبل کوم خواربوښکی طالب جان بلکې دپاکستان داستخباراتودادارې دځانگړی شخص لخوا ليکل سوی او ډله ايزورسنيوته دنشر لپاره سول سوو.

اوس چي هرڅه څرگند سول اوهرافغان پدې پوه سو چې ملاعمر پخواد پاکستان لخوا له منځه وړل سوی افغانان غواړي چې دولتی چارواکي دې سوالوته ژر تر ژره جواب ووايي :

۱. ټوله نړی دامنې چې ملاعمر شاوخوا دوه کاله پخوا مړ سوی،دولت له چاسره اودچاپه استازيتوب خبری کولې ؟

۲/ زموږ امنيتی اوستخباراتی دارې چې دد ولتی لگښت زياته برخه دوي ته ځانگړې سوې ،ولې پدې نه وه خبره چې دا ملا عمر اخوندی ډير پخوا مړسوی دی .

۳/ که دوي خبروه اودولتی مشرتابه ته یې پدې هکله معلومات ورکړی ،نودملی گټودساتلوپر بنياداوټولو نړيوالو حقوقی اصولو له مخې داټول خبرسوی دولتی چارواکي بايد محاکمه اودملت پر وړاندي جواب ووايي .

ځکه دطالبانوسره دخبروپه نامه یې ولس غولاوه اوطالبانو هره ورڅ پرورانۍ سربېره تر سلو زيات بيگناه افغانان په شهادت رسول ،چې دا لړۍ همدا اوس هم په درب روانه ده ،دې دافغان ولس قاتلانوته چا ورو ر اوچاورته سياسي مخالف خطاب کاوه .

۴/ افغانان پدې پوره پوه دې چې دازموږ په هيوادکي شته بهرنيان پدې ښه پوهېدل چې ملاعمر نسته ،دپاکستان استخبارات اودولتی چارواکي دهغه پرنوم تشه سوداگری کوی ،هم طالبان اوهم داټول افغان ولس غولوی .خوپردې حقيقت یې دخپلو سيادسی مخولپاره سترگې پټولې اوچوپتيا یې غوره کړې وه .ددې چوپتيا په برکت دامريکا ،کاناډا ،ډنمارک ،سويډن ،ناروی ،فنلنډ،اروپايي هيوادونوپه گډون ټول ټال د ۴۷ هيوادو ځوانانوخپل ژوند دلاسه ورکړی ،چې دولتی چارواکي یې بايد خپل ولس ته جواب ووايي .ددې هيوادو عام ولس هم غافل ساتل سوی اوحقايق ورته ندي ويل سوی .

۵/ نورنه بايد نړيوال اونه هم په افغانستان کي دهغوي دوستان (دولتی چارواکي ) دا خبره وکړی چې موږپه افغانستان کي دسولي راوستوپه خاطر دطالبانو ددې ياهغې ډلي چې پاکستان به اوس له دوي نه ډيري ډلی جوړی کړی خبری کوو. که نړيواله ټولنه دهغوي په سرکي امريکا اوانگلستان غواړی چې په رشتيا په افغانستن کي سوله راسی نودی پاکستانی چارواکوته هدايت ورکړی چې خپل اجنټان دافغانستان له جبهوراوغواړی اوجنگ نور ختم سي .

دا چي امريکا پاکستان ته همدا تيره اونۍ دپاکستاني رسنيوپه خبر د طالبانو پر ضد په جګړه کې د رول په خاطر ۳۳۶ملیون ډالره ورکړي دي . د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور پر اساس، پاکستان له پیله تراوسه پوري د ايتلاف د ملاتړ د پروګرام له مخې ۱۳ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي .دخپل هغه ولس سره چې کارکوی اوماليه ورکوی ستره جفا کړې .ځکه پاکستان پدې پيسو هره هغه انسان وژ لی چې ددوي سره یې مخالفت کاوه نوم یې ورباندي ترهگراوطالب چارواکي اېښوده .خودپردې شاته دهمدې افغان وژنې په برکت پاکستان داټومی بم څښتن اوهمدا۱۴ کاله ددې ۱۳ ميليارده ډالره چې تنهادامريکانه یې ترلاسه کړی دانور هيوادونه خوپر خپل ځاي پرېږده . پاکستانیي چارواکويوازي ترهگر روزلی اوواسکټونه یې ورته جوړ کړی .دنړيوالوډله ايزورسنيودمعلوماتوله مخې همدا اوس په پاکستان کي تر ۱۸۰۰ زياتي مدرسې فعالی دي چې دنده یې دبنسټپالنې ساتل اودانسانانو مغزو پرېمينځل دی چې ځان وافغان وژنې ته اماده کړی . داسي ويل کيږي چې پاکستاني استخباراتی اداره په همدې مرکزونوکي دنړۍ دنورو استخباراتی ادارولپاره ترهگر روزی .خودا دهغوي کاردی موږ له امريکا اونړيوالی ټولنې نه جدی غوښتنه لروچې نورپه هرنوم (طالب ،مجاهد،حقانی ډله ،داعش اونوروډلو)په نوم زموږ له هيوادنه لاسونه لنډ کړی .افغانان پرېږدي چې خپل برخليک اوخپله راتلونکې په خپله وټاکی . که نړی وال دا کار ونکړی ،هرډول سياسی لوبی چې دسولی لپاره دهڅورنگ به ورکړه سی دافغانانو لپاره دمنلو وړندی اودټول افغان ولس نفرت به دنړيوالو پرخلاف را وپارېږي .تاريخ داسی ثابته کړې که يوخوار اوغريب بې وسه ملت هم مجبورسی دزبرځواکو غاښونه باسي .

زموږ دهيواد ديووتلی شاعر عبدالوهاب سرتيره خبره چې افغان ماشوم که یې نور زورنه رسېږي دپردی پر ټانگ ميتيازی کوی . ومن الله التوفيق
 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button