د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( اته ویشتمه برخه )

محمد امين بسمل

پوښتنه : دا خو ډیر په زړه پوری معلومات وو . آیا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د نبوت څو دلایل را ته ویلای سې ؟

ځواب : هو ولی نه . د هغه د رسالت څو لنډ دلایل به داسی در وښیم :
۱ ـ د هغه د نبوت تر ټولو غټ دلیل ( یعنی معجزه ) زه پخپله یم (۱) ، او زما غوندی بل هیڅ کلام نسی وړاندی کېدای (۲) .
۲ ـ هغه کوم نوی نبي نه و (۳) ، بلکی د ټولو نبیانو تصدیق یې کاوه (۴) .
۳ ـ هغه اُمی و او د چا څخه یې لوستل او لیکل نه وو زده کړي ، خو د عمر د ډیری حصې تر تیرېدو وروسته یې یو دم د علم او حکمت ستر تدریس پیل کړ (۵) .
۴ ـ خلکو له پخوا څخه لا هغه د یو صادق او امین شخص په توګه پیژندﺉ (۶) .

پوښتنه : که ستا خوښه وی نو زه به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند ، مبارزې او رسالت په موضوع کی نوری پوښتنی هم وکړم . لطفأ را ته ووایه چی تر بعثت وروسته هغه (صلی الله علیه وسلم) څنګه خلګ اسلام ته رابلل ؟
ځواب : هغه د پیغمبر په حیث تر مؤظف کېدو ډیر ژر وروسته خلکو ته د حق بلنه پیل کړه (۷) . لومړی یې خپل کهول ( بنو هاشم ) ته د حق پیغام وړاندی کړ (۸) . د دعوت او تبلیغ دا لړۍ تر څه وخته په پټه کېده ، خو څه موده وروسته یې د مکې اوسېدونکو ته د حق پیغام په ښکاره سره ورکاوه (۹) .

پوښتنه : آیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دې لار کی د خنډونو او ستونزو سره هم مخامخ سوی دی که یا ؟
ځواب : هو باالکل . د هغه د بلنی په نتیجه کی د حق او باطل تر منځ یوه شخړه رامنځته سوه او څو کسانو پر هغه ایمان راوړ خو د قوم اکثریت هغه درواغجن وباله او د الله د رسول والي څخه یې انکار وکړ (۱۰) . د کفارو او مشرکانو د دې انکار اصلی دلیل د هغوی نفس پالنه وه چی د هغه پر خلاف یې هیڅ حقیقت نه منیً (۱۱) . ابولهب د ده خورا سخت مخالفت وکړ چی د هغه په باره کی الله داسی فرمایلی دي : تبَت یَدأ ابی لهَب وَ تب مَا اغنی عَنهُ مَا له وَ مَا کسَب سَیَصلی نارأ ذات لهَب وَ امرأته حَمَا لته الحَطب فِی جیدِهَا حَبل مِن مَسَد (۱۲) ، یعنی : د ابولهب لاس مات او هغه برباد سو ، نه د هغه مال د ده په درد وخوړ نه یې عاید . هغه او میرمن به یې هم ، چی د دغو لرګیو راټولونکې ده ژر په سرو لمبو کی وسوځی یعنی هغه چی په غاړه کی به یې مظبوطه رسۍ وی .

پوښتنه : چی داسی ده ، نو کافرانو او مشرکانو د ده (صلی الله علیه وسلم) پر ضد څه وکړل ؟ که یو څه مفصلأ وفرمایې ، ښه به وی . ځکه دا دیره مهمه موضوع ده چی د نننیو ملحدانو او منکرانو د سرکښۍ سره هم تړاو لری .
ځواب : کفارو او مشرکینو د ده پر ضد منفی جبهه جوړه کړه (۱۳) . په ده یې ملنډی وهلې (۱۴) . د بدو شیانو سره یې تشبه کاوه (۱۵) . بې ځایه انګېرنی یې کولې (۱۶) او د اعتراضونو او تهمتونو څپې یې پر راوړلې (۱۷) . دﺉ یې جادوګر وباله (۱۸) ، شاعر یې وباله (۱۹) ، مجنون یې وباله (۲۰) ، سِحر ځپلی (۲۱) او کاهن (۲۲) یې وباله . پر ده یې د خبرو جوړولو تور ولګاوه (۲۳) . د بد حاله او بې اولاده پیغورونه یې ورکول (۲۴) . غوږ او د هری خبری اورېدونکی یې باله (۲۵) . له ډیره مخالفته به یې دا تور لګاوه چی پر هغه د الله له خوا کوم کلام یا بل شی نه نازلیږی بلکی دا ټول د ده خپلی جوړوَنی او جعلیات دي (۲۶) .
(۱) : العنکبوت : ۵۰ ، ۵۱ ؛ الاسرأ : ۱۷ ، ۱۰۵ ؛ البقره : ۲۳ ؛ هود : ۱۲ ـ ۱۳ . (۲) : البقره : ۲۳ ؛ یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ ؛ الطور : ۳۴ . (۳) : الاحقاف : ۷۹ ؛ النسأ : ۱۶۳ ؛ النحل : ۳۶ ؛ النجم : ۵۶ ؛ الشوری : ۱۳ . (۴) : البقره : ۱۰۱ ؛ آل عمران : ۸۱ ؛ الصف : ۶ . (۵) : الاعراف : ۱۵۷ ـ ۱۵۸ ؛ العنکبوت : ۴۸ ؛ الجمعه : ۲ . (۶) : الاحزاب : ۲۲ ؛ یس : ۵۲ ؛ آل عمران : ۱۶۱ . (۷) : الشوری : ۷ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ یونس : ۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ . (۸) : الشعرأ : ۲۱۴ . (۹) : الحجر : ۹۴ . (۱۰) : الانعام : ۶۶ ، ۵۷ ، ۳۳ ، ۳۴ ، ۱۴۷ . آل عمران : ۱۸۴ . (۱۱) : العنکبوت : ۱۸ ؛ فاطر : ۴ ، ۲۵ ؛ الفرقان : ۷۷ ؛ یونس : ۴۱ ؛ الحج : ۴۲ . (۱۲) : اللهب : ۱ ـ ۶ . (۱۳) : الفرقان : ۳۱ . (۱۴) : الفرقان : ۴۱ ؛ الانبیأ : ۳۶ ؛ الحجر : ۹۵ ؛ الانعام : ۱۰ ؛ الصافات : ۲ ـ ۱۴ . (۱۵) : الفرقان : ۴۱ ؛ الانعام : ۲۵ ، ۵۳ ؛ النحل : ۲۴ . (۱۶) : الفرقان : ۲۱ ؛ یونس : ۲۰ ؛ طه : ۱۳۳ ؛ هود : ۱۹ . (۱۷) : آل عمران : ۱۸۴ ؛ الانعام : ۵۷ ، ۱۴۷ ؛ فاطر : ۴ ؛ یونس : ۴۱ ؛ الحج : ۴۲ . (۱۸) : ص : ۴ ؛ یونس : ۲ ؛ الانبیأ : ۳ ؛ المدثر : ۲۴ ؛ هود : ۷ . (۱۹) : الانبیأ : ۵ ؛ الطور : ۳۰ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ یس : ۶۹ . (۲۰) : الحجر : ۶ ؛ الطور : ۲۹ ؛ القلم : ۲ ، ۵۱ التکویر : ۲۲ ؛ الاعراف : ۱۸۴ . (۲۱) : الفرقان : ۸ ؛ الاسرأ : ۴۷ . (۲۲) : الحاقه : ۴۲ ؛ الطور : ۲۹ . (۲۳) : الحاقه : ۴۴ . (۲۴) : الکوثر : ۳ . (۲۵) : التوبه : ۶۱ . (۲۶) : النحل : ۱۰۱ ؛ هود : ۱۳ ؛ الفرقان : ۴ ؛ السجده : ۳ ؛ الاحقاف : ۸ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button