د ټلوالې لنډغرو او ایران په مقابل کې نوي انقلاب ته اړتيا ده

جمال احدی

د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو کابو کال پوره کېږي ولې هغه ژمنې چې دواړو مشرانو د ملت په وړاندې د ۱۳۹۳ کال د ميزان په ۷مه نېټه کړې وې تر اوسه نه دې پوره شوي، د دوی د ژمنې سره سم بايد د حکومت کابينه په ۹۰ورځو کې تکميل شوې او له هغه وروسته ټولو ولايتونو ته نوي واليان ټاکل شوی وی، خو ولې تر اوسه يې نه کابينه بشپړ شوه او نه يې هم ټولو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل.

څو مياشتې وړاندې د ملي یووالي حکومت له لوري پر خاورې او وطن مين بچی جنرال شیرمحمدکريمي د دفاع وزارت نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور وپيژنده، ولې متاسفانه چې د هغه په ناکامۍ کې ټولو وکیلانو په ځانګړي ډول د لويې پکتيا وکیلانو لاس درلود، کريمي هغه څوک و چې کلونه يې د دې خاورې په خدمت کې تېر کړي، د ځوانۍ ښايسته شېبې يې په سنګر کې تېرې کړي او تر دې چې په همدې خدمت کې يې سر سپین شو او د لوی درستيزۍ تر څوکۍ ورسيده ولې د نورو هېوادونو ګټو ته د ژمنو وکیلانو له لوري ورته د باور رايه ورنکړل شوه او بالاخره و نه توانيده چې د دفاع وزارت څوکۍ خپله کړي.

مياشت وړاندې د ولسمشر اشرف غني له لوري د يو حکم له مخې د سولې عالي شوراء د دارلانشاء مشر محمدمعصوم ستانکزی دفاع وزارت پست لپاره ونوماوه، د نوموړي د نوماندۍ سره سم د بلخ والي يوه اعلامیه خپره کړه او دا يې ناسم کار وباله، نور پر ستانکزي دا تور پور کړی چې د شهيداستاد برهان الدين رباني په ترور کې لاس لري، په اعلاميه کې يې د پارلمان له غړو غوښتي و چې ستانکزي ته د باور رايه ورنکړي، د اعلامې له خپراوي څو ورځې وروسته عطاء کابل ته راغی او د ایران له سفارت ورته ۱۵میلیونه ډالر ورکړل شول تر څو يې د پارلمان پر غړو مصرف کړي او پيسو په مقابل کې ستانکزی ناکام کړي، همداسې وشول ورځې يې په کابل کې تېرې کړي د نورو تر څنګ يې د لوی کندهار، لویې پکتيا او لوی ننګرهار پر وکیلانو پیسې مصرف کړی او غوښتنه یې ترې وکړه چې ستانکزي ته د باور رايه ورنکړي، بدبخته وکیلانو خپل هويت او پښتونوالي خرڅه کړه او د څو ډالرو په مقابل کې يې بيا ځلي يو پښتون کدر له پسته وغورځاوه.

پدې برخه کې د پوځي چارو کارپوهانو خپل نظرونه وړاندي کړي او دا يې د هېواد له ملي ګټو پرخلاف عمل بللی او د پارلمان پر وکیلانو یې نيوکې کړې.

زما په اند د ولسي جرګې پداسې اقدام د ولس او په ځانګړي توګه د ملي اردو د سربازانو، افسرانو او مشرانو زړونه ځکه مات شول دوی د هېواد په ګټه هېڅ داسې تصمیم نه نيسي چې ولس ته يې خیر ورسېږي، يو شمېر وکیلان يوازې د خپل جيب د ډکولو په فکر کې دی که څه د دوی ناموس تر سوال لاندې راشي.

د شیرمحمدکريمي او محمدمعصوم ستانکزي د ناکامۍ داسې برېښي چې لا هم هغه لوبه چې ایران د شمالي ټلوالې په مټ شروع کړې وه پای ته نه ده رسېدلی، ایران د شمالي ټلوالې د لنډغرو په مرسته او ډالرو په مصرف اوس هم لګيا دی پښتانه مشران وځپي ، چې متاسفانه پدې برخه کې يو شمېر هغه وکیلان هم شامل دي چې د ناموس څخه ورته ډالر ډېر ارزښت لري.

زه پر افغان ولس غږ کوم چې بيا ځلي دې څهرو ته د باور رايه ورنکړئ، او که بريالي هم شي نو واټونو او سړکونو ته راووځئ او پر خلاف يې شعارونه ورکړئ او وویاست چې دوی زموږ نمايندګان نه دي او نه هم زموږ نماينده ګي کولای شي، له بل لوري پر ټولو هغه قلموالو غږ کوم چې افغاني احساس له مخې چې همېشه يې يادونه کوي د داسې اعمالو په مقابل کې قلم پورته کړئ، د ولس اذهانو ته خبر ورسوئ او نوی انقلاب راولئ، تر څو دا څهرې نورې هم بربنډې شي.

جمال احدی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button