نړول نه، بلکې رغول هنر دى

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د هيواد بدبختي يې وګڼو، که خپل سپېره تندى مات کړو چې له تېرو څو لسيزو راهيسې مو خاوره د نظامونو لابراتوار، د شرق او غرب د وسلو ازموينتون، د سړې جګړې ډګر او د سترې لوبې مرکز جوړ شوى دى. پردي يرغلګر په يو او بل نوم له ټول وحشت او دهشت سره راځي, خلک مو وژني هيواد مو ورانوي او بيرته تښتي. د پرديو لوبو او نيابتي جګړو کورني اړخونه څوک پردۍ تيوري را باندي تپي، څوک په خپل هېواد کې پردئ جګړې پرمخ وړي، څوک پردى هژمونيکي تسلط راباندې تحميلوي او څوک هم په سپيڅلو نومونو ځانګړى مټکور ذهنيت په تولنه باندي د سوټي په زور د منلو هڅه کوي.

دلته ډير وخت د اشغالګرو د راتګ له امله جګړه پيليږي، بيا د واک د غريزې د اشباع لپاره د جګړو تګلاره دوام مومي، جګړه کورني او بهرنی ابعاد پيدا کوي. زموږ د ستونځو پيچلتيا او ژورتيا هغه مهال معلوميږي چې موږ ستونځو ته د حل لاره لټوو. که کورنى بُعد د توجه مرکز ګرزوو، نو بهرنى بُعد د سولې په وړاندې خنډ جوړوي، که بهرني زاويه حل کوو، نو په کور دننه ستونځه پاتې کېږي. که دواړو بعدونو ته د حل لاره لټوو، نو د ګټو ټکر راڅخه سوله سبوتاژ کړي او نوې ډله د واک واګې په لاس کې اخلي.

هر تازه راغلى حاکم پخواني بنسټونه، اداري واحدونه، اساسي قانون بيرغ، تعليمي نصاب او د حکومت نوعيت ختموي او پرځاى يې د خپل ذوق شوق او فکري لومړيتوب په چوکاټ برابر د نورو جوړولو هڅه کوي، خو د کلتوري پيچلتياو عقيدوي ځانګړتیاو او مسلکي نيمګړتياو د شتون له امله د نړول شويو بنسټونو د بديل جوړولو هڅې ناکامي شي.

که ماضي تاريخ ته وسپارم او د حال په ستونځو تمرکز وکړم، نو اوسنيو چارواکو هم په خپلو وړتياو باندي له غور کولو او د هيواد ستونځو ته له کتو پرته، هغه بنسټونه په يوه غير موجه اقدام له امله منحل اعلان کړل چې په تيرو شلو کلونو کې په سترو لګښتونو جوړ شوي وو. پوښتنه داده چې موږ له څو ځله ناکاميو وروسته هم ولې د رفورم او سمون دود نشو خپلولای؟

په چين کې د درنو ماشينونو جوړولو يوې شخصي فابريکې ته ننوتم. فابریکه دومره ستره وه چې د فابریکې په منځ کې څلور لاره کې ترافیکي چراغونه وه. د مالک دفتر ته ننوتم او مخې ته يې د کمونیزم (لور او څټک) بيرغ رپيده. مالک يې ځوان هلک وو. ورته مې وويل….! دا بيرغ د کمونیزم دى او کمونيزم اشتراکي نظام دى نو تاسو ددغې فابریکې مالک ياست. دا بيرغ درته عجیب او غريب نه ښکاري؟

مسکى شو، واى؛ وحيده! زه يو لوبغاړى او کاروباري شخص يم. په سياست کې دومره پوهيږم چې نظامونه د وخت په تيريدو او د تشو د ارزولو په نتیجه کې سمون ته اړتیا لري. موږ پرون هم کمونستان وو، نن هم او سبا به هم کمونستان پاتې شو. البته اصلاحات رامنځته کيږي. دا شخصي ملکيت ته اجازه هم په کمونيزم کې د اصلاحاتو برخه ده.

زه حيران وم چې دا کمال د مشرتابه دى چې زموږ غوندي هرڅه نه نړوي بلکې د اصلاحاتو ريفورمونو په نوم يې سموي. موږ متأسفانه ريفورم نه پيژنو او په سمون باندي باور نلرو. نړول کوو او ورانول کوو. بيا ورته حيران يو او له شړل شويو پرديو څخه مرسته غواړو خو هغوى مرستې ته نه راځي. هغوى لوبه کوي.

اوس مو حال داده چې دولتي پوهنتونونه بند پراته دي، د نجونو د زده کړو يو کال ضائع شو، اداري واحدونه جام دي، روغتيايې مرکزونه تش په نامه پرانستى دي، اقتصادي بنسټونه د سقوط په حال کې دي، ولس مو وږى دى، کاري فرصتونه نشته، کادرونه مو وتښتېدل او لاهم له هيواد څخه د وتلو هڅه دوام لري. اوسنى امنیتي وضعیت هم ټکنى دى، ګواښونه او ننګونې شتون لري، خو مشرانو ته هيڅ ډول ستونځه په نظر کې نه راځي.

د اسلامي امارت چارواکو په تازه اقدام کې د سولې او پارلماني چارو وزارتونه، د ټاکنو او شکايتونو د اوريدو خپلواک کمیسیونونه منحل اعلان کړل. زه منم چې د سولې په نوم د تير نظام لخوا جوړ شوي بنسټونه ننداره ايزه بڼه درلوده. د سولې په نوم مختلف ادارې جوړښتونه وو، مګر د سولې لپاره هيڅ ډول طرحه نه وه. د سولې لپاره که ددغو ټولو ادارې واحدونو شتون ته که اړتیا نه، وه نو اقلاً يو پياوړى بنسټ باید شتون درلوداى چې د افغانانو ترمنځ د بې باوري خليج راکم کړي.

د ټاکنو په قانون کې د سمون او بدلون لپاره ډير څه شتون درلود. د درغليو د مخنیوي او د نوماندانو د اهليت په برخه ستر بدلون ته اړتیا وه، خو انحلال يې په موجوده حکومت باندي د ولس او نړيوالو د باور کچه لا نوره هم زيانمنوي. د زعامت ستونځه له ټاکنو پرته د حل لاره نلري. داسې ښکاري چې اسلامي امارت هم د نورو د حذف تګلاره پرمخ وړي چې متأسفانه دغه ډول تګلارو دغه هېواد او ولس ته يوازې ستونځې ايجاد کړي دي.

ښه به واى چې د بنسټونو د انحلال مثبت او منفي اړخونه دقيق سنجول شوي واى. د بنسټونو د نړولو پرځاى په ريفورمونو باندي فکر شوى واى. په زغرده باید ووایو چې په هېواد کې روان سياسي وضعیت او نړيوالو حساسیتونو ته په کتو د انحلال وروستى اقدام غير موجه کړنه ده چې د هيواد حالت د پيچلتيا خواته وړي او حساسیتونه را پاروي.

په اوسني ټکنى حالت کې چې موږ په شدت سره کورنۍ اجماع ته اړتیا لرو، د بنسټونو منحل کول د سولې او اجماع هوډ نفى کوي او د واک د انحصار په هکله د اوسنيو حکمرانانو نيت او اراده نندارې ته وړاندې کوي. واقعيت دادى چې موږ پرون هم سولې، تفاهم او په دغه شريک هيواد کې شريک کار او په شريکه هوسا او ارام ژوند تيرولو ته اړتیا درلوده او نن يې هم لرو. داسې نه ده چې د امارت له راتلو سره هرڅه سم شو. مثبت اړخ لا دادى چې د پخواني پاشلي حکومت په پرتله نن يوه واحده ډله په ارګ باندې تسلط لري. دغه اړخ سولې ته د رسيدو لپاره ښه فرصت جوړوي.

په درنښت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button