خطرناکې رواني ناروغۍ

ریاض مقامزی
انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځينو رواني ناروغيو د نښو په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړئ.

۱. ژور خفګان له ژور خفګان څخه مو موخه په ډېره اندازه د نا آرامۍ او نا هيلۍ احساس دی. دا حالت معمولا د انسان په ژوند کې د پرله پسې ناوړو پېښو څخه رامنځته کېږي. په دې ناروغۍ کې انسان ګومان کوي، چې ژوند بې معنا دی. همدارنګه مرګ له ژوند څخه غوره بولي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته ناروغان ځانوژنه کوي. که تاسو هم ورته ستونزه لرئ کوښښ وکړئ ژر تر ژره مو علاج وکړئ.

۲. تشویش تشويش یو له ډېرو عامو رواني ناروغيو څخه دی. پر دې حالت اخته وګړي تر ډېره د سمې پرېکړې تصمیم نه شي نيولی. همدارنګه د څيزونو ټاکنه ورته ډېره سخته وي. دا ناروغي لومړيو کې خطرناک نه برېښي خو په وروستيو کې یوه جدي ستونزه ګرځي. پر دې رواني اختلال اخته کس به پر خپل ناسم کار هم ډېر ټينګار کوي. که پر وخت یې علاج و نه شي نو په پای کې انسان لېونی کوي.

۳. اسکیزوفرنی اسکیزوفرنی یا شیزوفرنی یو له خطرناکو رواني ستونزو څخه ده. په دې ډول ناروغۍ کې انسان خيالي غږونه اوري او همدارنګه ځينې وخت انځورونه هم ويني. ددې ستونزې درلودونکي تل له نورو سره په شخړه کې وي. که دغه ناروغي ډېره شي ناروغ باید بستري شي.

۴. فوبیا فوبیا یا له اندازې ډېره وېره، یوه ځانګړې رواني ناروغي ده. په دې حالت کې ناروغ غیر معقوله وېره لري. له تیارې، لوړ ځای، حېواناتو او جنسي اړيکو وېره یې عام ډولونه دي. ددې ناروغۍ ريښه تر ډېره د انسان په وړکتوب کې وي. ددې حالت لرونکی تر ډېره ګوښه خوښ وي. غواړي تل یوازې اوسي. ددې حالت بل ډول ټولنيزه فوبیا ده. په دې ډول کې ناروغ له خلکو وېره لري په ځانګړې توګه له دې وېرېږي، چې خلک پرې نيوکه و نه کړي. ددې ناروغيو علاج شته؟ ښه خبره دا ده، چې پورته ټولې یادې شوې ناروغۍ د علاج وړ دي. که تاسو له ورته ستونزو سره مخ یئ مه وېرېږئ. یوازې د رواني ناروغيو له یوه پوه متخصص سره وګورئ تر څو ستونزه مو حل شي. همدارنګه مهمه ده، چې لاندې ټکو ته هم پاملرنه وکړئ. ـ ښه غذايي رژيم ولرئ. ـ کوښښ وکړئ چې اجتماعي اړيکې مو منظمې او مناسبې وي. ـ پر داسې فعالیتونو تمرکز وکړئ، چې مینه ورسره لرئ. ـ منفي فکرونو ته مو ذهن کې ځای مه ورکوئ. ـ ورزش مه هېروئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button