د B1 ویټامین کمښت

THIAMINE (B1) DEFICIENCY

ژباړن او راټولوونکی: احسان الله ژمن

د B1 ویټامین په لاندي حالتو کي کمېږي؛

ناسم جذب، ناسم میتابولیزم، ناسمه ذخیره، ډیالېزیس او هغه کسان چي د الکولو پخوانۍ تاریخچه ولري.

د ناروغ کلنیکي منظره؛

هغه شخص چي د B1 ویټامین پکښې کم وي، لومړنۍ ستونزي یې دادي؛

بې اشتهایي، د عضلو درد، زغم له لاسه ورکول، د لاسو او پښو بې حسي.

که چېري د B1 ویټامین بېخي زیات کم سي د زړه او رګونو پر سیستم او یا پر عصبي سیستم باندي منفي اثر کوي یعني شخص ته په ترتیب سره Wet beriberi یا Dry beriberi پیدا کېږي.

د زړه او رګونو پر سیستم یې اثر په لاندي ډول دی؛

محیطي رګونه پراخېږي، په پایله کي د زړه د زیات آوټ پُټ له امله ناروغ ته Heart failure، نفستنګي، ټکي کارډیا، د زړه غټوالی، په سږو کي د مایع غیر نورمال راټولېدل او د لاسو او پښو ګرموالی پیدا کېږي، چي دې ته Wet beriberi وایي.

که چېري ناروغ ته حسي او حرکي ستونزي، درد، د لاسو او پښو بې حسي پیدا سي دې ته Dry beriberi وایي.

د تیامین (B1) د کمښت د تشخیص له پاره ناروغ ته په تجربوي ډول تیامین پیچکاري کوو که د ناروغ شکایتونه ورک یا کم سي نو د نوموړي ویټامین کمښت موجود دی.

همدارنګه د ادرار له لاري یې اطراح او نورمال اندازه ګورو، که یې اطراح زیاته وه او یا یې په بدن کي اندازه د نورمال حد څخه کمه وي نو وایوو چي د نوموړي ویټامین کمښت موجود دی.

په بدن کي د تیامین نورمال اندازه له (180——70)nmol/L ده.

درملنه یې

ناروغ ته تر لومړیو څو ورځو پوري د B1 ویټامین په ورځ کي له 50 څخه تر 100mg د ورید له لاري پیچکاري کوو او ددې تر څنګ هره ورځ د خولې له لاري له 5 څخه تر 10mg نوموړی ویټامین او ټول هغه ویټامینونه چي په اوبو کي منحل دي ناروغ ته د ښې درملني په منظور تطبیقوو.

پورته درملنه په یو شمېر ناروغانو کي په چټکۍ سره مثبت ځواب ورکوي او په ځینو کي په ځنډ سره ځواب ورکوي.

د موضوع اړوند د ځینو اصطلاحاتو تشریح

Dialysis

یوه کړنلاره ده، کله چي پښتورګي په شدید ډول خپل دنده له لاسه ورکړي، د دې کړنلاري په مرسته اضافي او زهري مواد له بدن څخه بهر ایستل کېږي او هغه مواد چي بدن اړتیا ورته لري، بدن ته داخلېږي. نوموړې پروسه د hemodialysis په نوم هم یادېږي.

Cardiac output (د زړه آوټ پُټ)

د ویني هغه اندازه ده چي په یوه دقیقه کي د زړه په مرسته ابهر شریان (آورټا) ته پمپېږي.

Heart failure؛ دا یو قلبي سندروم دی، زړه نه سي کولی چي د خپل جوړښتیز یا وظیفوي ګډوډۍ له امله رګونو ته په بشپړه توګه وینه پمپ کړي.

Tachycardia؛ د زړه هغه ضربان چي په یوه دقیقه کي له سل ځله څخه زیات وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button