هیلې / شاعره: سهیلا اصغري

 

آغلې سهیلا اصغري وردک (حسرت نظیمي) زموږ دهیواد خوږژبې او پیژندل شوې ویانده :
سهیلا اصغري زموږ دپښتو ادب هغه خوږ ژبې، تکړه اوبا احساسه ویانده ده، چې د خپل استعداد، لیاقت، ادبي او فرهنګي هلو ځلو په وسیله یې زموږ دپښتو ادب ښکلی او رنګین ساتلی دی . سهیلا اصغري نه یوازې دپښتو ادب یوه خوږ ژبې ویانده ده بلکې په دري ژبه هم نطاقي کوي . په هغه وخت کې، چې دې په رادیو تلویزون کې کار کاوه او په بیلابیلو برنامو کې یې نطاقي کوله، او د یو شمیروتلیواو نامتوشاعرانو شعرونه یې دکلمې کول، او اوس هم، چې په یو شمیر خپرونوکې نطاقي او دکلمې کوي، زموږ دهیوادوالو اواوریدونکوپه زړونواو ذهنونوکې مینه، محبت، شور، هیجان او احساسات راپاروي. هغه علمي او ادبي مطالب، چې د دې په خوږه ژبه بیانیږي دقدر اوستاینې وړ دي، او د اوریدونکوپه ذهني او رواني حالاتو کې یو معنوي کیفیت، تصور او خیال راپاروي.
لومړنۍ زده کړې یې د پکتیا په غرونو، د ګردیز د نجونو په ښوونځي کې پیل کړې. بیا د خوست د نجونو په ښوونځي او د عایشې دراني په لیسه کې پر مخ بوتلې او د زرغونې په لیسه کې یې پایته ورسولې. د ښوونځي د زده کړو سره جوخت یې ژورنالیستیک کار ته هم مخه کړه او بیا د ژورنالیزم پوهنځي د دې په مسلکی کولو کې ورته قباله لاسلیک کړه. اوسمهال په جرمني کې دخپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
ما د دې په خوږ آواز کې یو دیکلمه شوې شعرچې د سیلا اصغري خپل شعر دی، د کلیپ په بڼه ترتیب کړې دی، چې ستاسو ادب دوستانو پام ورته را اړوم.
هیله من یم په اوریدلو او لیدلو یې ستاسو ادبي تنده ماته شي.
په درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button