د ولسمشر غني لیک د یو تارخي فرصت په توګه

سرلوڅ مرادزی

پاکستاني چارواکو ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لیک، د یوې ډېرې تودې او مهمې موضوع پتوګه، نن سبا په رسنیو کې تر کتنې او بحث لاندې نیول کیږي. د دې لیک د متن بېلا بېلې برخې له کورني رسنیو سربېره په سیمه یزه او نړیوالو رسنیو کې هم په پراخه کچه خپرې شوي او د زیاتو خلکو پام يي ځانته رااړولی دی.

د دې لیک د متن یوه غوښنه برخه BBC هم خپره کړې چې غټ ټکي يي په لاندې ډول یاد شوي« د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې بي بي سي ته منلې چې ولسمشر اشرف غني دا غوښتنې د يوه ليک په ترڅ کړې دي.
ویل شوي ولسمشر په دغه لیک کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې په کوټې او پېښور کې د طالبانو مشران ونیسي او د دواړو هېوادونو د امنیت خرابولو په تور یې عدلي او قضايي محکمو ته راکاږي.
دغه راز په پاکستان کې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي او د حقاني شبکې پر ضد خپل عملیات پراخ کړي.
په لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې د هیڅ طالب درملنه دې په پاکستان کې نه کیږي. او له افغانستان سره دې د بندیانو د تبادلې لپاره غاړه کېږدي. ویل شوې چې په دغه لیک کې یوه غوښتنه دا هم شوې چې پاکستان باید طالبانو ته د هغو کیمیاوي موادو او برېښنايي وسیلو مخه ونیسي چې د بمونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.»
بلخوا پاکستانی لوری ته دا هم ویل شوی چې د لیک د غوښتنو پلیتوب لپاره یوه میاشت وخت په پام کې نیول شوی.
ډیری شننونکي په دې اند دي چې پخوا هیڅکله هم افغانستان له پاکستانه، په داسې صفا ټکو کې، خپلې غوښتنې نه وي طرح کړې. کابل دا ځل د ترهګرو په جارو کولو کې، اسلام اباد ته د شف شف پرځای شفتالو وویل او د دې مانا دا چې پاکستاني چارواکي دي افغانستان سره د تکراري خوشو او پوچو ژمنو پرځای په کور دننه د ترهګرو ځالې ونړوي!
البته کله چې اشرف غني د ولسمشر پتوګه د چارو واګې په لاس کې نیولې، پاکستان ته د سفر په مهال او یا کله چې پاکستاني لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي، ورته غوښتنې وړاندې شوي، خو روستۍ هغه په تېره بیا د وخت په قید سره په جلا وضاحت او بشپړ جدیت سره مطرح شوې دي.
د ولسمشر اشرف غني په مشرتوب کابل، د پاکستان له لوري پر افغانستان له تپل شوې جګړې سره سره بیا هم د ښه ګاونډیتوب او په روغه سره د خپلمنځي توپيرونو د حل لپاره د دوستي لاس اوږد کړ او د ښه نیت لپاره ولسمشر غني اسلام اباد ته تر ټولو لومړی سفر وکړ، څو تنه يي د پوځي زده کړو لپاره هغه هېواد ته واستول او په یو لړ نورو چارو کې هم کابل نرمښت او ښه نیت څرګند کړ، خو پاکستاني لوري تر اوسه پورې پر خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې او د افغانستان په وړاندې يي په عمل کې د خپلې زړې ستراتیژۍ د بدلون نښه نه ده ښودلې!
همدارنګه اسلام اباد، د ملي یووالي له حکومت سره تر اوسه پورې د خبرو پر میز د طالبانو د چمتو کولو یوازې ژمنې کړې، په داسې حال کې چې د جګړې په ډګر پخپل ټول ځواک له طالبانو ملاتړ کوي او د ډیورنډ د تپلې کرښې د برې غاړې سره نږدي په ټولو ولایتونو کې جګړه توده ساتي. د دې ادعا تازه بېلګه د ننګرهار پر امنيي قومندانۍ نننی ترهګریز برید دی چې هغه کې له پنځو تنو بریدګرو څخه څلورتنه تثبیت شوی چې پاکستاني اتباع دی او پخپله سزا رسېدلي دي!
له بده مرغه پاکستان د ولسمشر غني له حکومت سره هم د پخوا پشان په ښکاره خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو او روغ نیت خبرې او ژمنې کوي خو په پټه بیا زیات د جګړې ډګر تود ساتي او غواړي پر افغانستان خپل شرطونه د جګړې په زور ومني.
په روستي سفر کې چې ولسمشر غني هرات ته تللی، هلته یې د ظفر قول اردو له قوماندانۍ لیدنه کړې ده. په هرات کې د امریکا غږ خبریال خلیل نورزی وایي « جمهوررئیس غني د ظفر قول اردو منسوبینو ته په وینا کې وویل چې باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مننې فرهنک عام شي. اشرف غني وویل چې مخالف وسله وال د جګړو په زیاتیدلو هڅه کوي چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت دریځ کمزوری کړي. ښاغلي غني وویل په کمزوري دریځ به د سولې خبرو ته حاضر نه شي او د همدې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو هڅه کوي.»
د پاکستان په وړاندې کابل د زغم او نرمښت له تګلارسره سره بلاخره اړوځي چې اسلام اباد ته دوه لارې په ګوته کړي:
ــ له هغه مناسب او تاریخي فرصته ګټه چې د دواړو هېوادو ترمنځ په اړیکو کې رامنځته شوی او پرهغو ژمنو وفا او پلیتوب چې پاکستاني لوړپوړو چارواکو کابل ته د راتګ په مهال او اسلام اباد ته د ولسمشر غني په سفر کې افغان لوري سره کړې دي. د دغو ژمنو لنډیز پاکستاني چارواکو ته د ولسمشر غني په لیک کې په ډاګه شوی دی.
ــ د رامنځته شوی مناسب فرصت بابېزه ګڼل، پر هغه تجربه شویو ناکامو لارو بیا تلل چې د افغانستان او پاکستان ولسونه يي له څو لسیزو راهیسې د غم پر ټغر کښينولي دي.
د سلیم عقل پر بنسټ، افغانستان او پاکستان د دوستۍ، ښه ګاونډیتوب او د روغو او متقابلو ګټورو اړیکو په مټ خپل ولسونه نیکمرغه او سوکاله کولای شي، نه په دایمي تاوتریخوالي او جګړه کې!
البته د پاکستان په دولتي اداره کې هم داسې کړۍ شتون لري چې د هغو ګټې په سیمه او افغانستان کې له تاوتریخوالي او جګړې سره تړلې او هم په کور دننه افغانستان کې داسې کړۍ شته چې نه غواړي د سولې او روغې جوړې له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي ټینګي شي.
په دواړو هېوادو کې باید سلیم عقل او هېوادپاله ځواکونه دا ومني چې مناسب فرصتونه او چانسونه ملتونو ته کله کله برابریږي او له داسې فرصتونو باید د خپلو ملتونو د امنیت او ښېګڼې په موخه ګټه پورته کړي. همدارنګه دا ځواکونه باید د دې اراده او وس پیداکړي چې د شرګډو کړیو مخه ونیسي او پرینږدي چې دا کړۍ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره ملتونه د تل لپاره یرغمل وساتي.
افغانان له پاکستان سره د اړیکو د بیا سمبالښت یو بل ستونزمن تاریخي پړاو ته ورننوځي. په دې پړاو کې لکه څنګه چې افغانانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي تفاهملیک پر سر د پاکستان په وړاندې د یووالي او پیوستون وتلې بېلګه له ځانه وښوده، داسې اسلام اباد ته د ولسمشر غني د لیک د پلیتوب په اړه هم خپل یو موټیتوب او یووالي ټینګ وساتي.
د پنجاب د دایمي ګواښ په صورت کې نه ښايي افغانان په کور دننه په جزيي اختلافاتو بوخت پاتي شي، ټول باید په یوه غږ او یوه سنګر کې د خپل ولسمشر پر شاوخوا راټول واوسو!
یووالی او یو موټيتوب هر خطر او بهرني ګواښ ته ټینګ او غاښ ماتی ځواب دی!
د ۲۰۱۵ کال د جون لومړۍ
سرلوڅ مرادزی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button