د خوشالو کسانو اووه ځانګړنې

الهام جمالزی-

آیا تراوسه ځیر شوي یاست چې ځینې کسان ستونزو ته له پام پرته په ژوند او خوښیو کې څومره ځواکمن وي ؟ څیړنې ښیي چې دغه حالت ذاتي یا خدایي ندی بلکه یو مهارت دی چې دغو کسانو په ځان کې روزلی دی . تاسې هم که وغواړﺉ چې دغه مهارت ترلاسه کړﺉ  کولای شئ ژوند مو ښاد او تاند کړﺉ ؟

ښاد کسان له ژوند سره ملګرتیا کوي !!!

هر څوک په ژوند کې یو تقدیر لري او دا یې په خپله غاړه ده چې له خپل قسمت سره وجنګیږي یا ورسره ملګرتیا وکړي خو آیا دا خبره پدې معنا ده چې له خپل قسمت سره وجنګیږي که پدې معنا ده چې آرام کېني او پرېږدي چې ژوند خپل بهیر طی کړي ؟

مسلمانان په بدل کې کولای شي داسې لاره خپله کړي چې په ترټولو ښه توګه له ستونزو سره مخ شي او تر ټولو زیاته هڅه هم پدې برخه کې ښکاره کړي ، په هغه صورت کې به نوې لارې ومومي او دهغه په موندلو کې به نوی ځواک هم ترلاسه کړي . ژوند غواړي چې شخص ، په خپل تقدیر او برخلیک پوه شي آیا نه خوښوﺉ چې د جنګ پر ځای له ژوند سره جوړ راشی.

ښاد کسان یوازې مثبت فکر نه کوي بلکې مثبت عمل هم کوي 

په ریښتیا هم مثبت فکر کول خپل ځای لري . د ښاد اوسېدو لپاره باید خپل فکرونه بدل کړو . خو د احساساتو د رارسېدو په تمه مه کیږی . د کړنو او فکر کولو په څرنګوالي د نېغ کنټرول لرونکي کسان شته دي . که غواړی چې ښاد واوسی ښاد عمل وکړی . که غواړی مهربانه اوسی عاطفي عمل وکړی . که غواړی دوستانه چلند ولری دوستانه عمل وکړی . په یاد ولری چې احساسات له عمل وروسته راځي.

ښاد کسان هغه څه غواړي چې ورته اړتیا لري 

هماغه راز چې نعمتونه معمولا له آسمانه ځمکې ته راځي ، له شکایته هم څوک څه نشي ترلاسه کولی . که څه کرې هغه به رېبې متل منی نو د شکایت پرځای په خپلو غوښتنو پسې ولاړ شی . دا ستاسې ټاکنه ده . کولای شی همدې رویې ته دوام ورکړی ، نور تورن کړی او څه په لاس هم درنشي یا کولای شی چې هرڅه غواړی پسې هڅه وکړی .

ښاد کسان دبدلون لېوال دي 

یو ډول پاتې کېدل او بدلون نه موندل د طبیعت د قوانینو خلاف دی . که هڅّه وکړی چې یو ډول پاتې شی نو خپه به وی که اجازه ورکړی چې ډار مو د بدلون مخه ونیسي له خپلو غوښتنو خخه له بې برخې کېدو سره مو موافقه کړې ، تاسې کولای شی چې باوري اوسی چې بدلون د اشخاصو د آزار لامل کیږي او په مقابل کې یې مقاومت وکړی . یا کولای شی چې له بدلونونو په خلاصه غېږه هر کلی وکړی او باوري اوسی چې د هغوی شتون به له تاسې سره مرسته وکړي . دا ټول څېزونه په موضوع پورې اړه لري چې پرېکړه وکړی په کوم باور پاتې شی .

ښاد کسان ځان ته د ماتې خوړولو اجازه نه ورکوي 

ماتې په دې معنی ده چې هېڅکله خپلې موخې ته ونه رسیږي او یا له موخې د لاس اخیستو په معنی ندی او موخې ته نه رسېدل یواځې یوه معنی لري : تاسې زیات تمرین او تجربې ته اړتیا لری څو تېروتنې ته لېوال اوسی او تسلیم نشی . اجازه ورنکړی چې یوه ماتې مو تر داسې کچې تر خپل اغېز لاندې راولي چې ټولې هڅې مو له منځه لاړې شي .

ښاد کسان په اوس کې اوسیږي 

که د اوس په معنی پوهېږی او په څنګ کې یې د راتلونکي په فکر کې هم یاست نو وبه کولای شی څو له فرصتونو ګټه واخلی . که د تېر په غم کې یاست د اوس په امکاناتو او فرصتونو به مو سترګې پټې وي په عین حال کې راتلونکی هم له لاسه ورکوی . ښاد ژوند په اوس کې د اوسېدو محصول دی که له هغې ښه ګټه واخیستل شي د ښې او فوق العاده راتلونکې د ډاډمن کېدو لپاره به مو هم کار کړی وي . خلک یواځې په هغه څه چې نن یې ترسره کوي خپل راتلونکی تر اغېز لاندې راولي .

ښاد کسان د راتلونکي لپاره پلانونه کوي 

ښاد انسانان پوهیږي چې په ژوند باندې تسلط درلودل تمرین کړي او په خپل ژوند کنټرول ولري څو د قرباني کېدو یا بې دفاع اوسېدو په څېر احساساتو سره مقاومت ولري . پلان جوړونه او پلانونه د چارو په سمې ترسره کېدا کې اړینه خبره ده نه داچې خپل وخت په هغه څه تېر کړي چې د سړي پام ځانته ګرځوي .دهغه څه لپاره چې درته مهم دي پلانونه وکړی او پرېکړه وکړی چې  لږ سرچېنې انرژي او وخت هم پرې ولګوی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button