شین غل د سلطنت په ګدی

په ژبه دې ګونګی اوپه سترګودې ړوندشي چې څوک دافغانستان دوروڼو قومونو او ملیتونو ترمنځ دنفاق ،تربګنۍ اوبیلتون کرښې راباسي لرغوني اریانا،خراسان اوننی معاصرافغانستان د بیلابیلوسره وروڼو ولسونوګډکور،ګډ ګور او ګډ ملي غرورګډه ځانګواودګډواتلومبارزو برمیال مورچل دی په دې ویاړلي اوسرلوړي ټاتوبي کې په زرګونو،زرګونوکلونواودپیړیو په پوړیوکې څنګ ترڅنګ اوسیدلي دي ګډې سوبې اوګډملي افتخارات لري هیڅ ډیره کی اولږه کی، برتراوکهترنه دی د قانون په وړاندی برابرحقوق اوبرابروجایب لري.

زما په اند په دې وروستیوشپواوورځوکې یو شمیرسیاسي ناروغوڅیرواومتعصبه کړیود دوښمنوپه لمسه اوګروهه یوه مفتضح اوتوجیه ناپذیربې ګټې عمل ترسره کړاوهغه زموږدهیوادپه اوسنیوستونزمنواوجګړه ییزوحالاتوکې چې ډیری هیوادوال موداورپه لمبوکې سوزي دګوتوپه شماردحسد،کینې اوشیطاني غرورپه لیونیوآسونوسپاره اود ډالري قصرونومالکان اومستان دتیر تاریخ دشرمناکوپړاوونوپه بیا راګرځولوخدای مه کړه،خدای مه کړه دزړه بوږنوونکوزوروروبړبوکیودپنځولولپاره لاره خلاصوې مړې ایرې اومړه اورونه بیا پوکل غواړي اودهغه په سکروټوکې به داغمجن ولس اوبې وزلي پرګنې ستي کیږي.

دامسلم حقیقت دی چې دشمالي اودکوهستان دشنې سمسوري سیمې غیرتي اوپه ازادی مینوولسونودتاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې سترې ملي مبارزې ترسره کړي اود دغووطنپالوپرګنو په ملي اومبارزوشخصیتونواوهسکوشملوزموږمعاصر تاریخ ویاړي اودانګریزي ښکیلاک پرضد مبارزه کې د دغه سیمي درنې ککرۍ هغه ځلانده ستوري دي چې دهغوتاریخي وجاهت اوصلابت ته ګرده افغانان د درنښت سرونه ټیټوي ویاړ،ویاړپه همدغوملي مبارزینوچې دافغانستان دنومیالیوملي غازیانوسره یې اوږه په اوږه دمیړانې اوتورې په ګوزارمکارانګلیس په ګونډوکړاوپه دغه ملي ترانه میرمسجدي خان مرد میدان است انګریزان تیښتې ته اړایستل .

هودهمدغوملي مبارزینویاد اودهغو په ویاړڅلي جوړیدل دافتخارخبره ده لکه محمد عثمان خان پرواني،میرمسجدي خان، ميربچه خان او میردرویش خان بابا قشقاری او نور ملي اتلان.

دارواښاد خادم صیب په فرموده رښتیا،رښتیابه وایم که وم که نه وم .

که رښتیاووایوپه دې سیمه کې یو شین غل اوډاکوهم دغلواوداړه مارانوپه ملتیا سر راپورته کړچې افغانستان دتاریخ په لمنه توراوشرمناک داغ دی اودمعاصر افغانستان نامتواوپیاوړي تاریخ پوهان اولیکوالان ټول په دې متفق القوله دي چې هغه دانګریزانوپه دستوراوبا لقوه مرسته د نهه میاشتنی پاچاهی په ګدۍ کیناست دسقاوزوی حبیب الله کلکانی یادوم چې داعلیحضرت غازي امان الله خان ټولي مدني اومترقي لاسته راوړنې یې له خاوروسره خاوري اودانګریزانوارمان یې پخپلوورانکارواوجاهلانه کړنو سره پوره کړ.

دحبیب الله پلارامین الله نومیده نوموړی دزابل ولایت دقلات اړوند یوه غنډکې عسکرواوپه مشک کې یې غنډته اوبه راوړې اوله دې کبله په سقاومشهورشواوحبیب الله ته ځکه بچه سقاووایي .دغه دسقاوزوی هم دکابل نمونه قطعه کې عسکروچې څه موده وروسته له ټوپک سره شمالي ته وتښتیده دلاروپه وهلوغلا اوچورچپاول یې لاس پوري کړاودحرفوي غلویوه ډله یې جوړه کړه اودویس الدین په بڼ کې دتګاو دآخند له خوا د دغه ډلې امیروټاکل شو.

حبیب الله کلکاني اودهغه غلوبړیڅوهغه خزانه چې له مزارڅخه کابل ته لیږدیده چورکړه او وروسته دغلواوداړه مارانوډله لاغښتلي شوه.اعلیحضرت آمان الله خان دهغه دنیولواوایل کولوهڅې پیل کړې خودغه ماهر حرفوي غل د ډیورنډدکرغیړنې پولې آخواوتښتید په پیښوراوبیا په پاړاچنار کې دسموارچي په بڼه کار پیل کړخوهلته هم په یوه غلاکې ونیول شواوڅه موده بندي و.انګریزانوهرومرودهغه دغلا دسابقې اوډلې څخه خبرووچې په پلانیزه توګه دخپلومامازامنوسکندراوسمندرسره یوځای افغانستان ته په داسې مهال کې چې دلوی ننګرهاردشینواروپه سیمه کې دمرکزي دولت پرضدوسله وال پاڅون او ګډوډي روانه وه راولیږل شواودانګریزي ملاپه دستوراولارښوونه یې دیوې ونې له بیخ څخه ټوپکونه ،کاړتوس اونغدې روپۍ ترلاسه اوځان یې کوهستان ته راورساوه .

دتګاودآخند او دانګریزدګوډاګیوملایانواوملک محسن په ملاتړاوخپلوداړه ماروبړیڅوپه ګډون یې دمرکزي دولت پرضدوسله والې غورزې پرزې پیل کړ.غازي امان الله خان دنا آمنیواوګډوډیودپایته رسیدوپه موخه علي احمدخان دکابل والي کوهستان ته ورولیږه اودتنظیمیه ریس په ډول یې دحبیب الله اودهغه له ډلې سره خبرې اترې پیل اودهغه په ترځ کې یې حبیب الله اودهغه د ډلې هرغړي ته دمیاشتې درې زره افغانۍ تنخوا،۸۲میله ټوپک اواو د هر ټوپک سره ۱۶۴۰ بستی کاړتوس ورکړل شول اوله پخوالاځواکمن اوزړورشول.لږه موده وروسته دجوړجاړیواوجرګوټولي پریکړې تر پښو لاندې اوداځلې نیغ په نیغه په پلازمېنه کابل باندې حملې پیل کړې اودشینوارودبغاوت څخه په ګټه اخیستویې ارګ تر ګواښ اواور لاندې ونیواودشهرآراد درې پوړیزې ودانۍ په نیولوسره یې آرګ ته نیږدې جګړه پرمخ بیوله په وسله واله نښته کې حبیب الله کلکاني سخت ټپي اودرملنه یې دانګلیس په سفارت کې ترسره شوه انګریزانو دعامه ذهنیت دګډوډولواوتشویش دخپرولو په منظورله کابل څخه دخپلوآتباعوپه ایستلو پیل وکړاودهواله لارې یې پرله پسې آلوتنې ترسره کړي.امان الله خان هم دانګریزانوله توطیو ښه خبروهمدالامل وچې له سلطنته استعفاته اړشواوله استعفا وروسته کندهارته ولاړسردارعنایت الله خان هم له درې ورځنې پاچایې وروسته دخپلې کورنۍ سره دالوتکې په وسیله لومړی پیښوراوبیادکوټې په لار کندهار ته ورسید.

حبیب الله کلکاني اودهغه وحشي بړیڅي لکه صحرایې لیوان دارګ په ماڼۍ اوکابل ښارورن نوتل حبیب الله بې سواده پاچا خپله لومړنی وینا داسې واوروله:.

(من لاتی ګری،کفرواوضاع بی دینی حکومت سابق رادیدم،وبخاطرخدمت دین رسولالله ص به جهاد کمر بستم، تاشما برادران را ازکفرولاتی ګری نجات دهم.بعد ازین من پول بیت المال رادرتعمیرات ومدارس مکاتب مصرف نمی کنم واین پول رابه عساکرخودمی دهم که چای قندوپلوبخوردوبه ملاها می دهم که عبادت کند.اومالیات،محصولات وتمام عواید دولت را بخشش نمود ودر اخیر این رانیزعلاوه کرد

بعد ازاین همیشه ساعت تیری کنید،مرغ جنګی کنید،بودنه بازی کنید وساعت تیری کنید).

(دافغانستان دویم اساسی قانون ته یوه کتنه ص ۷۴بحواله ص ۹۷ بحران ونجات)

ارواښاد محمد ابراهیم عطایې دهیواد دنامتوملي اوسیاسي شخصیت ارواښاد میرقاسم خان له قوله وایې چې حبیب الله کلکاني اوداړه ماروبړیڅوبه هره جمعه دستوري په ماڼۍ کې چرګان جنګول وروسته به یې په ګډه سره ډوډۍ خوړله اوبیابه یې دلمانځه تابیا کوله.

حبیب الله کلکانی اودهغه وخشي غله ډله کله چې دسلطنت اودولتي واکمنی په ګدی کیناستل دکابل دښاریانودکورونوپه لوټلو،چورچپاول ،غلادبې ګناه انسانانوپه وژلواوربړولولاس پوري کړاو په دې کار کې دهغه دجنګ وزیرسیدحسین دکابل والي ملک محسن اوسپاه سالارپردل دومره ازاد اوخود مختاره ووچې دامان الله خان اوعامو خلکووژل ورته شرعي عمل ښکاریده .سقاویانوبه دکابل دښار دوکاندارانوته دسوداپیسي نه ورکولي اوکه کوم دوکانداربه په دې اړه ټینګار وکړسملاسي وژل کیده او ویل به یې چې دادوکاندارهم دآمان الله ملګری اوکافر شوی دی.دکابل دنجونوپه زوره واده کول په هلکانواومیرمنوجنسي تیری دحاضرباشوسقاویانوورځنی عمل اوپه دې کار کې د دوی ترمنځ سیالي روانه وه.پخپله دسقاوزوی حبیب الله یوه محمد زی میرمن د بې نظیري په نامه ځانته نکاح کړه اودپخوانی میرمنې سرورسنګري پرځای شاهي ملکه شوه د ده په کړو وړو کې هم بدلون راغی دکلیوالي کالیو پرځای یې توره دریشي اغوسته خپله ږیره یې هم لنډکی اوبودنه ریش کړه .پخوابه ده اود ده درباري ملګرو په دفترونوکې پښې غځولي چوکۍ اومیزونه یې نه کارول له دې وروسته چوکۍ اومیزونه په دفترونو کې پیداشول خو ډیرځله حبیب الله کلکاني دمیزپر سر کیناسته اوعارضینو ته یې شفاهي آمرونه ورکول ځکه هغه بې سواده و دهغه په سپارښتنه سلام اچول منع شول اود سلام پرځای (چشمت صدقه) ویل کیدل ،شمسي سنه په قمري بدله اودتقویم حبیبي نوم ورکړشو.اوپه دې هڅه کې و چې دافغانۍ نوم هم په حبیبي واړوي دغه شنه غله ته دشوربازارحضرتانواودهغه په سرکې نورالمشایخ حضرت فضل عمر مجد دي دغازي امیر حبیب الله خادم دین رسول الله لقب ورکړاوسقاوهم د ده په اشاره دغازي امان الله خان د پلویانواووطنپالونکوانګلیس ضدملي شخصیتونواوروڼ اندوپه وژلواوله منځه وړلو لاس پوري کړنوموړی حضرت انګریزانولومړی په دیره غازي خان کې دامان الله خان پرضد ځای په ځای اووګوماره اوڅه موده وروسته دحبیب الله کلکاني په بلنه کټوازته راغی اودسلیمانخیلواوغلجیوڅلورزره کسیز لښکر یې دامان الله پرضد دسقاو دزوی په چوپړکې وګوماره .حضرت مجد دي نورالمشایخ په لنګر کې هره ورځ پنځه لس غوایان،دیرش پسونه حلالیدل دوریجو،غوړو،چای اوقندیاتواونورلګښتونه دانګلیس له خواپه ماهرانه بڼه تمویلیدل.

دسقاویانودحاکمیت په راوستوکې انګلیس اودهغه لاس پوڅوملایانواوحضراتوڅرګند اوغوڅ رول درلود.په دې هکله دامان الله خان په وروستیوکلونوکې په کابل کې دایران سفیرسیدمهدی فرخ وایې:

(بدون دردیدشورش ۱۳۰۷نقشه پخته انګلیس بود.این طرح دردفتر اطلاعات مخفی هند ارایه شدوانګلیسها آنرابا چابکی زیر عمل ګرفتندوامان الله را از صحنه خارج ساختندوانګلیس مانند یک سطرنج بازماهرچال خودرا بازي نمود).

میرمحمد صدیق فرهنګ .افغانستان درپنج قرن آخیرص ۴۸۴.

دایران دساواک ځیني معلوم الحاله ستمي متعصبه څیرې حبیب الله کلکاني د دهقاني غورځنګ اوانقلاب رهبر،خراساني عیاراوکاکه ګڼي اودافغانستان دنامتواوپیاوړومورخینو،پوهانواولیکوالانوچې د دغه داړه مارانواوتمدن ضدمنحوسوڅیروپه اړه یې کره اوباوري شواهد اواسناد وړاندې کړي سترګې پټوي اودا کرکه اوپښتني تعصب بولي .دحبیب الله په ملاتړدیری پښتانه قبایل ولاړوواودغه توربدوي لښکر هیڅ دعیارانو سپیڅلي اخلاق اولوړفضیلت نه درلود عیارانوپردی ناموس خپل ناموس ګاڼه اوناموس ساتنه یې هم په عیاري کړنوکې جوت ځای درلود .دبیلګې په ډول دیوه عیارکیسه اړینه بولم چې ستمي متعصبین تري پند واخلي اوهغه داچې:

یو عیاریاکاکه دیوبل ملګري عیارپه کورکې میلمه شوکوربه عیارورسره دملګرتیا په ژوراوبې شاییبه احساس روغبړوکړ.د ډوډۍ په مهال دکورمیرمنې دسترخوان هواراود ډوډۍ په خوړلوبوخت شول.میلمه هسې فکر کاوه چې ګنې دغه میرمن په کور کې خدمه اوخدمتګاره ده .څرنګه چې عیاران صریح اوجسورکرکټرلري له کوربه ملګري یې وپوښتل چې ماشا الله دغه میرمن بې ساری ښایست اوښکلي ځواني لري.کوربه ملګری یې ورته په خندا شواوورته ویې ویل لکه چې دې خوښه شوه؟

میلمه عیارورته وویل ښکلي دچانه خوښیږي بیا داسې بې جوړې ښایست.

کوربه عیارورته وویل تا چې دومره زړه پرې بایلود هغه دتا شوه له ځان سره یې بوځه.

میلمه عیار هم دملګرتیا پریکړه وبلله اودبیرته تګ په وخت کې کوربه عیاریا کاکه میرمنې ته وویل چې دهغه له ملګري سره ولاړه شي دعیارامرومیرمن هکه پکه دمیلمه عیارسره له کوره بهر روانه شوه. میلمه عیارپه لاره کې ترې وپوښتل چې ای د دنیا پرمخ تر ټولوښکلي ښځې ولې دې تر اوسه میړه نه دی کړی لامل څه دی؟

میرمنې سوړاوغمجن اسویلی وایست اوورته ویې ویل ستا ملګری زما میړه دی اوپه شرعي نکاح مې ورسره واده کړی دې خونه پوهیږم چې هغه ولې دا کاروکړ. دمیرمنې خبره لاخلاصه نه وه چې میلمه عیاردافسوس اوپیښمانۍ یوه زړه بوږنونکي غمجنه چیغه له خولې وایسته اوسملاسي دخپله جیبه چاقو راوایست اوپه هغه لومړی ښی سترګه اوبیاچپه سترګه ړنده کړه له سترګویې ویني روانې اوپه درنوټکویې نارې کړې!

زمادرنې خورې!

زه دبښنې توري اودویلوژبه نه لرم په همدې حال خپل ملګري ته ورسوه کورته په رسیدویې بیادافسوس اوپیښمانی چیغه پورته کړه اوملګري ته یې په خطاب کې وویل!

ماهغه سترګې چې دخپل ملګري ناموس مې پرې ونه پیژانده دآبد لپاره ړندې کړې اوپخپلوسترګو مې تاته دکتوتوان نه درلود.عیار ملګري هغه کلک په غیږکې ونیو،له سترګویې دغیرت اوښکي توی شوی اوورته وویل!

درنه اوباعزته غیرتي ملګریه!

زه اوزما میرمن به دژوند تر اخیري سلګوپورې ستاپه چوپړاوساتلوکې وو.

اوس به راشوسقاوي عیارانوته چې دوی په کابل کې دخپلوهیوادوالوپه ناموسونولکه دغره ځناور ورودانګل .

حمید الله دحبیب الله کلکاني ورورپه کابل کې ځانته څلور ښځې په نکاح کړې .دجنګ وزیر سیدحسین څلویښت ښځې په کور کې درلودې دکابل ښاریان اوباعزته کورنۍ دسقاوي وحشیانوله خرمستیو،وحشیانه بلوسلواووسله والوتیریوسره مخامخ اودحاضرباشانوله ویرې یې دشپې آرام خوب نه شوکولی. نه یواځې دولتي تاسیسات چوراوغلاشول بلکې دعامه ولس منقول اوغیرمنقول شتمنی دغلوپه لاس کې ولویدې.

د دولت په اداري تشکیلاتوکې دمعارف اوعدلیې وزارتونه له منځه ولاړل دښوونځیودروازې وتړل شوې ځکه چې هلته دجغرافیې اوریاضي کفري درسونه لوستل کیږي دوحشت اوبر بریت داسې سیلۍ دافغان په ولس رانازله شوه چې افغانستان یې یوه پیړۍ شاته ټیل واهه اوانګریزانودخپلواکې دستراتل غازي امان الله څخه دغلوپه وسیله تاریخي غچ واخیست.دهغووحشي اوظالموځناوروپه لاس دآماني دورټولي مدني،فرهنګي اوعلمي لاسته راوړنې له خاوروسره خاورې شوې اوهره ورځ به په سرچوک اودپل خشتي دجومات وړاندې دبې ګناه انسانانولاسونه ،پښې اوککرۍ ځوړند وي .سقاویانولوی دیني عالم اودامان الله خان تقنیني مشاورارواښاد شهید مولوی صیب عبدالواسع چې په کندهارکې د دیني عالمانودجرګې مشراوسقاویې تکفیراوباغي بللی وپه توپ کې دکندهارله والي علي محمدخان سره یوځای والوځاوه .سردارمحمدعثمان یې ژوندی په قفس کې ترخاورولانې کړاودهغه له پاسه یې شلغم وکرل.قاضي عبدالرحمن یې په پل خشتي کې بند په بندجدا اوسریې هلته راځوړندکړ.

دافغانستان تاریخونو دسقاویانوبې رحمه وژنې ثبت اوپه دې هکله انکارنه منونکي شواهد موجود دي.

دشهرآراپه تاریخي غونډۍ کې دغلودقبرونوجوړول دافغانستان برمیال اوویاړلي تاریخ ته له سپکاوی پرته بله هیڅ توجیه نه لري هیله ده چې دنجات د څلي په لمن لیک کې داز بک ځوان شهید نوم په درنښت ولیکل شۍ.

ب.اکبري

هالینډ

۲۰/۱۰/۲۰۱۶

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button