میګرن (دنیم سر درد)

میرویس طارق

میګرن (دنیم سر درد) چي دافغانستان په ډیرو سیمو کي خلګ ورته نیم سیري یا درد شقیقه هم ورته وايي او معمولا دسر په نیمايي برخه دسخت او ضربه لرونکي در څخه عبارت دي چي دا درد دسختي له کبله د روزمره کارونو داجرا مخنیوي کوي .

که د رد ارامونکي درمل وانخیستل شي معمول درد تر دري څلور ساعتونو وخت په بر کي اخلي ،ځیني خاص خوراکي مواد او هورمونونه د نیم سردردي سبب ګرځي .

د نیم سردردي نښي

-د سر ضربه لرونکي دردونه د سر یو لوري او یا هم ټول سر معمولا د ټیکونو تندي (وچولي ) او سترګو

– حساسیت، له رڼا ، غږ او یا معمولي کارونه لکه په زینو کي لوړ تګ

– زړه بدي ،خوا ګرځي (استفراق)

– په لیدلو کي مشکلات

– در کیداي شي کمزوري کونکي وي او سړي له معمولي ژوند او کار نه لري کړي

د هاله نیم دایروي حلقي رڼا لیدل

د دهغو کسانو نژدي شل فیصده چي د مایګرن څخه کړیږي د درد تر شروع نیم ساعت نه تر یوه ساعت مخکي یو نیمه حقلوي رڼا تر سترګو کیږي ، کیداي شي رڼا مړه بله کیدونکي ،نوراني خطونه او یا هم نوراني نقطي د سړي تر سترګو شی.

د مرض تر زیات کواښ لاندي خلګ

ښځي دري برابره تر نارینو زیات دمایګرن له خطر سره مخ دي
که په کوري کي کوم کس په نوموړي ناروغي اخته وي

کارپوهان په دي عقیده دي چی دنیم سر درد سبب د دماغ په خاصو برخو کي دجینونو حرکت څخه مینځ ته راخي چي د دماغ خاصي برخي تر تاثیر لاندي راولي .

هغه کسان چي د ډیپریشن ،مایوسي او خفګان اخته وي یا په ځینو عصبي ناروغیو اخته کسان او یا هم هغه کسان چي د دماغي سکته يي تیره کړي وي په مایګرن داخته کیدو جانس یي تر نورو خلګو زیات دي .

مایګرن په ماشومانو کي

د ماشومانو نژدي پنځه فیصده دمایکرن په سردردي اخته وي

له بلوغه ورسته زیاتي انجوني په دي مرض اخته کیږي

ماشومان زیاتر د میګرن ،سر درد ،زړه درد او استفراق کوي

که په ماشومانو کي دا نښي وي ،د پښو لړزه ،درنګه الوتي،د سترګو غیر عادي حرکات او خوا ګرځي نو مایګرن په یوډول اخته دي .

دمایګرن سببونه

د ناروغي اصلي علت تر دي دمه معلوم نه دي

پوهان په دي عقیده دي چي د مایګرن سبب د دمغز د کیمايي موادو، دویني رګونه اودمغز عصبي ریشتو سره تړلي دي .

دنیم سر دردي معالجه

ډیر خلګ د نیم سیري یا نیم سردر په وخت دډاکتر بي نسخي د درد ارامونکي دواوي اخلي لکه اسپرین ،بروفین،ایوبروفین استامینو فین ،ناپروکسین ،خو دا باید په یاد ولري د درد ارمونکي درملو زیات استعمال دسر درد لا زیاتوالي او دمعد دزخم سبب ګرځي نو باید د د دوا استعمال په خاصه توګه د درد ارامونکي دواو استعمال کم کړ ي او دا کموالي په تدریجي ډول باید وشي ،کله که د درد زد درملو ډیره ګټه نه کوله بیا باید ل نارکوتیک (ارامونکو درملو نه کار واخلي .

کله چي د سر درد درملو اخیستو ته مجبور کیږي بیا لاندي فارموله لرونکي درمل کاروي .

1- تیمونول (Blocadren) ۲- پروپارانولول ( Inderal) ۳- اتو پرامات (Topamax) ۴- دیوالپریکس سدیم(Depakote)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button