د هګۍ سپین د وینې فشار په ټیټېدو کې مرسته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

چینایي ډاکټرانو په یوه څېړنه کې موندلې چې د هګۍ په سپینو کې شته مواد د دې سبب ګرځي، چې د وینې د فشار په ټیټېدو کې مرسته درسره وکړي. د څېړنو پایلو ښيي چې د هګۍ د ژېړو په پرتله سپین یې کولی شي، چې د وینې فشار ټیټ کړي.

د چین د «جیلي» پوهنتون پیاوړی ډاکټر «ژیپنګ یو» وایي، موږ ته په دې څېړنه کې معلومه شوه، چې د هګیو په سپین کې شته مواد کولی شي د هغه درملو په څېر کار ورکړي، چې ناروغان یې د وینې د فشار د ټیټېدو لپاره کاروي.

دغه راز «یو» او څېړونکي پلاوي ثابته کړې چې د هګیو سپین کولی شي، چې په بدن کې د (ACE)د جوړښت او فعالیت مخه ونیسي. (ACE) هغه ماده ده چې په بدن کې تولیدېږي او د وینې د فشار د لوړېدو سبب ګرځي. شینهوا خبري آژانس د «یو» له قوله ویلي، هغه کسان چې د وینې په لوړ فشار اخته دي مخکې له دې چې په خپل سره د ځان د درملنې لپاره لاس په کار شي او یا دارو وخوري ښه ده چې خپله ستونزه د دې برخې له متخصص سره شریکه کړي او د معالج ډاکټر له لارښوونې سره سم درمل وکاروي.

له دې سره په څنګ کې کولی شي، چې په خپل ورځني غذایي رژیم کې د هګیو د سپین خوړل هم ور زیات کړي.

دغه راز د هګۍ سپین نورې ښېګڼې هم لري. د هګۍ په سپین کې یوازیني پروتین دي، چې په اسانۍ سره جذبېږي او د بدن د ضرورت وړ انرژي تیاروي. د هګۍ په سپین کې شته مواد د عضلو د تقویت او پیاوړي کېدو سبب هم ګرځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button