د پاکستان ناوړه چلن ته د افغانستان نا انډوله غبرګون

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

د تيرو څو لسيزو په اوږدو کې د افغانستان د ستونځو په برخه کې د پاکستان د رول په تړاو د افغانانو په ذهنيت او فکري لومړيتوبونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. په افغانستان کې د پاکستان تګلارو او کړنلارو ته نه يوازې افغانان بلکې ټوله نړۍ له مختلفو زاويو څخه د افغانستان په شخړو کې د سمون غوښتونکي لوري په نظر نه، بلکې د ستونځو د يوه عامل په سترګه کتل کیږي.

څومره به ښه واى چې د پاکستان اوسني حکومت په کراچۍ او ډيورنډ کرښې کې افغان سوداګرو ته د زيان اړولو او غيرقانوني کډوالو د ايستلو ترعنوان لاندې خپلو فاسدو امنیتي ادارو ته په غير مستقيم ډول د ټولو افغانانو د ځورولو پرځاى په دغه تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنري او افغان حکومت سره د ګډ تفاهم له لارې ددغې ستونځې د حل هڅه کړې واى. له دې څخه هم خورا مهمه مسئله داده چې پاکستان باید په تيرو څو لسيزو کې د خپلو تګلارو په تړاو هم په ملي کچه يوه ارزونه کړي واى تر څو ورته جوته شوې واى چې د پاکستان د چلن په برخه د افغانانو په ذهنيت کې ولې منفي ترجيحات رامنځته شوي دي او دا چې له تيرو څو لسيزو

راهيسې ولې د پاکستان ټول افغان ملګري واک ته له رسيدو سره سم د پاکستان په دښمن باندې بدليږي.

افغانان په دې باور دي چې په افغانستان کې افراطيت ته د ځوان نسل هڅونه، ورپسې تاوتریخوالي جګړو او د نفاق اور ته لمن وهل او ورباندي تيل پاشل د پاکستان د ستراتیژیک عمق د تګلارې بنسټ جوړوي. د څو لسیزو بدلونونو ته په کتو داسې ښکاري چې د افغان حکومت له وسلوالو مخالفو ډلو سره د پاکستان ملګرتیا او ملاتړ د تل لپاره واک ترلاسه کولو تر وخته پورې دوام د نوموړي هېواد د ستراتيژي برخه ده. د واک له ترلاسه کولو سره سم د پاکستان لخوا د داسې غوښتنې مطرح کيږي چې افغان لوري ته يې منل ناشونې وي، نو سملاسي واک ته له رسېدلي ډلې سره اړيکې د ترينګلتيا خوا ته بيايي او د همېش په څېر له مخالف اړخ سره اړيکې رغوي او جګړو ته يې هڅوي.

تر هغو چې زموږ مليونونه هيوادوال د کډوالو په توګه په پاکستان کې ميشت وي، زموږ د ډيرى سياسي واکمنانو فاميلونه په پاکستان اوسيږي، په دغه هېواد کې سوداګريزې بوختياوې او ملکيتونه ولري، موږ به حتماً وفتا فوقتاً د پاکستان لخوا له فشار لاندي نيول کيږو. متأسفانه موږ له مودو راهیسې د خپلو ستونځو د حل د وړتیا د نشتون له امله په غندلو او يا د معذرت غوښتونکي رويې په خپلولو باندي بسنه کوو، خو له پاکستان سره به ستونځې شتون ولري.

د تيرو دريو لسيزو په جريان کې د اړيکو په برخه کې لوړو ژورو ته له کتو وروسته هغه څه چې په دغه تړاو د دواړو خواوو واکمنان ورباندي باید پوه شي دادي چې په افغانستان کې د يوه پياوړي منل شوي قانوني، مستحکم او د ولس له ملاتړ څخه د برخمن حکومت تر رامنځته کيدو پورې د ډيورنډ کرښې ستونځه قطعاً حل لاره نه لري. د ځينې مسائلو حل د حساسیتونو د لوړې کچې له امله د ځانګړو شرایطو رامنځته کيدو ته اړتیا لري.

پاکستان په افغانستان باندې د فشار لپاره له هر بل هېواد څخه زيات مهم کارتونه په لاس کې لري او افغان حکومتونه يې د خپلې بې کفايتي، خپلو نيمګړتياو او په ځينو مواردو کې د مجبوريت له امله په وړاندې د ورته چلن همت نشي کولاى. پاکستان له نړيوالې ټولنې څخه د امتيازاتو د ترلاسه کولو، او افغانستان له فشار لاندې نيولو لپاره خپل کارتونه لوبوي. په پاکستان کې د افغانستان د سياسي مشرانو فاميلونه، د هغوى پانګه او قسماً تول افغان کډوال له پاکستان سره په افغانستان باندې د فشار ستر ابزاري وسائل ګڼل کېږي او ياد هيواد ورڅخه د اړتیا په مهال ګټه پورته کوي. د افغانستان بدبختي داده چې د تيرو پنځو لسيزو راهيسې د پاکستان ګټې په افغانستان کې له نا امنيو سره غوټه کړاى شوې دي او په افغانستان کې له جګړو څخه د پاکستان سياسي او اقتصادي ګټې سرچینه اخلي.

که پاکستان واقعاً غوښتى چې د نوموړي هېواد په هکله د افغانانو د کرکو او نفرت لوړه کچه را ښکته کړي او له افغانستان سره د يوه سوله ايز او ورور ګاونډي په څېر اوسيږي، نو اوس يې بايد د ناروا موخو ترلاسه کولو لپاره د پنځو لسيزو ستونځو رامنځته کوونکي او پاروونکې تګلاره (ستراتیژیکه ژورتيا) باندې بيا کتنه کړى واى. افغانستان يې د يوه ازاد خپلواک، خپلو ګټو او نړيوالو تړونونو ته ژمن او له ګاونډیانو سره د رورولي او برابري پربنسټ اړيکې درلودونکى او پالونکي هېواد په توګه په خبرو او په عمل کې منلى واى. افغانستان هم باید په خپله جغرافيه کې د پاکستان د اندېښنو په حل کې د يوه ريښتوني ورور ګاونډي او مسلمان هېواد په توګه د حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

زموږ د تيرو څو لسيزو ستونځو ته په کتو افغانستان بايد په تدريجي ډول هڅه وکړي چې په پاکستان باندې د سوداګري ټرانزيټ، درملنې، خوراکي توکو او نورو برخو کې د تکيې کولو کچه راښکته کړي. دا به زموږ ستره کمزورې وي چې له څه د پاسه څلورو لسيزو وروسته هم افغانان په پاکستان کې د کډوالي ژوند تيروي، يا هم د خپلو تازه ميوو او سبزیو صادرول او له پاکستان څخه د خوراکي او ودانيزو توکو واردول خپل مجبوريت وګڼى. اړينه داده چې د دوه اړخیزو راکړو ورکړو او راشه درشه پربنسټ له هر ګاونډي سره تعامل ته د دوه اړخیز تفاهم او يا هم په کور د ننه داسې ګامونه واخلو چې ګاونډيانو ته د اړتیا کچه کمه او يا هم انډول رامنځته شي.

که مو له نړيوالو اړونده ادارو سره په ګډه په پاکستان او ايران کې د ميشتو کډوالو ستونځو ته تلپاتې حل لاره لټولې واى، که مو د سوداګريزو موخو لپاره د نورو لارې موندلو هڅه کړې واى، که مو خپلو تاره مېوو او سبزيجاتو د زيرمتونونو اسانتیاوې رامنځته کړي واى، که مو له ګاونډیو سره د متقابل درنښت او تعامل تګلاره دود کړې واى ، نو بيا مو يقيناً هر ګاونډي ته ويلاى شواى چې که مو کله ويزه راکړه، نو د انساني کرامت او بشري حقونو خيال به مو ساتئ او که مو زموږ سوداګريز حقونه وننګول نو له ورته تعامل سره مخ کيږئ.

البته که مو د کډوالو ستونځه حل نه کړاى شوه، اړتیا او تکيه مو يو اړخيزه وه، د کډوالو د ځورولو او د دروازو تړلو له امله مو يوازې چيغې پورته کيدې نو ګوزاره کول به مو مجبوريت وي او رقيب زموږ له مجبوريت څخه د ګټې اخیستنې په چل او هنر ښه پوهېږي. که موږ په کډوالو او تجارت باندې د ګاونډيانو حربو ته د تليفون کولو او د عذر کولو له لارې موقت حل لټوو، نو ګاونډيان به د مادي امتيازاتو او په افغانستان باندې د فشار په موخه کله د سوداګرو په وړاندې خنډونه جوړوي او کله به هم په خپلو هېوادونو کې د افغانانو له ځورولو، توهين او تحقير څخه کار اخلي.

که واقعاً غواړو چې د ګاونډيانو له بيځايه او ناوړه فشارونو څخه هېواد وژغورو او په ګاونډيو هیوادونو کې د افغان کډوالو شتون مو د کمزوري نقطه نه وي، نو باید په کور د ننه داسې اصلاحات رامنځته کړو چې له انزوا څخه هېواد راوباسو او له نړيوالو بنديزونو څخه د افغانستان خلاصون ته لاره هواره کړو. له نړيوالو سره په ځانګړې ډول له غربي نړۍ سره د خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د هېواد اړيکې ورغوو. افغانستان له چين سره د يوه لاره يو کمربند(BRI) او د وريښمو د لارې برخه وګرزوو، د سيمې او د مرکزي اسيا له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان له جغرافيې څخه د انرژي د ليږد او ترانسپورت په برخه کې د نښلولو مرکز جوړ کړو. د صادراتو وارداتو او ترانزيت لپاره د بديلو لارو په موندلو تمرکز وکړو او د کډوالو د راستنيدو په تړاو د نړيوالې ټولنې په مرسته تيارى ونيسو.

نور ښکاره کړئ
Back to top button