دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوﺉ

لیکنه: شکېبا نادري

موږ ټول په دې پوهېږو چې په ګډ ژوند کې ټولې کړنې د خاوند او مېرمنې ترمنځ په ګډه ترسره کېږي، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې ځینې ښځې په خپل خاوند او یا ځینې خاوندان په خپلو ښځو احسان کوي، وایي ټول کارونه زه کوم، ته ولې بې پروایي کوې او داسې نور خبرې کوي، خو دا کړنې بېخي غلطې دي.

په دې لیکنه کې موږ پر دې اړه خبرې کوو چې ځینې داسې خبرې شته چې هېڅکله یې باید خپل خاوند یا مېرمنې ته ونه وایو، ځکه دا خبرې مو سوکاله ژوند خرابولای شي.

که غواړئ چې په راتلونکې کې په ګډ ژوند کې له داسې ستونزو سره مخ نه شئ لیکنه تر پایله ولولئ!

۱. د کور ټول مسوولیت زما په غاړه دی

دا هغه خبره ده چې په هر خاوند او مېرمنې باندې بده لګېږي، دوی د دې خبرې په اورېدو غوسه کېږي، ځکه دوی هېڅکله نه غواړي چې خاوند یا مېرمنه یې داسې حس ولري چې یوازي ټول مسولیتونه د دوی په غاړه دي، دوی باید ځان یوازې حس نه کړي، بلکې داسې حس ولري چې تر څنګ یې یو کس شته چې ټول غمونه او خوشحالۍ یې ورسره شریکولای شي او همداسې د ژوند د هرې پېښې مسوول یوازې دی یا دا نه ده، دوی دواړه د دې پېښو د سمولو او سمبالولو دنده پر غاړه لري.

۲. تا هېڅکله زما خبرې ته غوږ نه دی نیولی

دا مستقیمه نیوکه ده چې موږ یې په مقابل لوري کوو، موږ باید خپل خاوند او یا مېرمنې ته په ارامۍ سره ووایو چې ته باید زما خبره سمه او تر پایه واورې، لکه څنګه چې زه ستا خبره اورم، ترڅو د یو بل پر ستونزه پوه شو او یوه مناسبه حللاره ورته پیدا کړو.

۳. ما ته مه نږدې کېږه!

دا هغه خبره ده چې د هېچا نه خوښېږي، دا جمله د ګرمۍ او ستړیا پر مهال ډېره کارول کېږي، خو پام مو وي چې همدا یوه جمله ستاسو مینه، ګرانښت او نږدېوالي ته زیان رسولای شي او خاوند یا مېرمنې مو له تاسو زړه تورې کولای شي.

۴. ټوله ګناه ستا ده

تر څو مو چې مو د مقابل لوري پر خبره ځان نه وي پوه کړی دا پرېکړه مه کوئ چې څوک ملامت دي، مخامخ مو خاوند او یا مېرمنې ته مه وایئ چې ټوله ګناه ستا ده، ځکه ډېری کسان له دې حالته کرکه لري چې ملامت نه وي خو بل ورته د ملامت کس په سترګه ګوري.

۵. ته ولې د پلانکي یا پلانکۍ په څېر نه یې؟

دا خبره خاوند او یا مېرمنې ته د دې احساس ورکوي چې دی د مقابل لوري د خوښې کس نه دی، په همدې خاطر ورته وایي چې ته ولې د پلانکي یا پلانکۍ په څېر نه یې.

په لسګونو داسې نورې جملې هم شته چې زموږ د ګډ ژوند د له منځه تلو لامل کېدای شي، لکه کاش هېڅکله مې له تاسره واده نه وی کړی؛ ته زما لیاقت نه لرې؛ ستا ملګري یا ملګرې مې نه خوښیږي او داسې نور…

نو اړینه ده چې خپلې هرې خبرې او هر حرکت ته پام وکړو، چې خاوند او یا مېرمنه مو له ځان څخه خپه او ناهیلې نه کړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button