د هلمند فرهنګي وضعيت «څلورمه برخه»

د هلمند فرهنګي وضعيت «څلورمه برخه» / څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

د روغتیا پلوشې مجله

د روغتیا پلوشې د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست درې میاشتنۍ علمي او روغتیايي مجله ده، ددې مجلې لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۶ل. کال د (تلي، لړم او لیندۍ) په میاشتو کي چاپ او خپره سوه، د یادي مجلې امتیاز د هلمند ولایت د عامي روغتیا د ریاست دی، مسول چلوونکی يې ډاکټر رحمت الله محمدي دی، مرستیالان يې قاسم جعفري او ډاکټر راز محمد سید دی، د کمپوز چاري يې د پویا فرهنګي مرکز کولې او د تحریر په برخه کي ډاکټر نثاراحمد بارک، داکټر محمد اکبر بارک، محمد حسین کاظمي، عبدالمنان مفتي زاده، ډاکټرشکران او ډاکټر محمد خان داوري وه او د کره کتني په برخه کي ډاکټر سیدجان حیدري، قاسم جعفري او محمد حسین احمدي همکاره دي. د روغتیا پلوشې مجله ټوله روغتیا ته ځانګړې ده په یاده مجله کي ټول علمي او روغتیايي مطالب ځای پر ځای سوي دي، ددې مجلې لومړۍ ګڼه پرته له پښتۍ ۴۷ مخه لري او له ټولو مطالبو سره يې اړوند روغتیايي انځورونه راغلي دي. د نوموړې مجلې پښتۍ رنګه ده د ماشومانو ښکلي انځورونه ورباندي راغلي دي چي د ځينو مطالبو نومونه يې په پښتۍ ذکر سوي دي . په دې مجله کي تر ډېره ولسي او عامو وګړو ته د ښې روغتیا په اړه اړیني مشورې ورکړل سوي دي ، هر مقاله يې له ځانګړي ارزښته ډکه ده دلته لازمه ګڼم، چي ددې مجلې ځیني سرليکونه راړم:

د روغتیا پلوشې لړلیک

۱: د مور د شیدو ګټي

۲: د مغز د تحریک یا آرامش لپاره مکمل خوراکي توکي (ډاکتر رحمت الله محمدي)

۳: کډوال ځوانان او مخدره توکي

۴: د خولې پالنه

۵: اپنډکس او پنډيسیت

۶: روغتیا او ژوند

۷: طبي اخلاق څه شی دی؟ ( داکتر میرویس حمیدي)

روغتيا مجله کي دې ورته نور ګڼ شمېر روغتيايي ليکنې او انځورونه راغلي دي.

 

داور مجله

د داور مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۳۸۷ل. کال د وږي د میاشتي  پر ۲۲مه نېټه خپره سوه، یاده مجله علمي، کلتوري او ټولنیزه مهالنۍ خپرونه ده، دغه مجله چي ما ته يې لومړۍ ګڼه په لاس راغلې، د لومړۍ پښتۍ پر شا یې بنسټګر او د امتیازخاوند د هلمند د محصلانو او زده کوونکو ټولنه، مسول مدیر یې انجینرمحمد داود فرهنګ، مرستیال يې اجمل سوله مل او کتنپلاوي يې انجینر عبدالحکیم حکیمي، قاضي عبدالحلیم مسلم، عبدالرازق سنجر، جاهد احمد درانی او محمد ابراهیم بدر لیکل سوي دي.د داور مجلې د لومړنۍ ګڼي کمپوز عبدالودود هجران او ډيزاین يې اسدالله دانش کړی دی. داور مهالنۍ مجله وه، دوې ګني يې پر له پسې چاپ سوې، خو نوري ګڼي د مالي امکاناتو او څنګه چي مي مخکي یادونه وکړه، چي د محصلانو او زده کوونکو له لوري چاپېدله ددوی په وینا چي د یوې دورې تر فراغت وروسته نور محصلانو او زده کوونکو ورته د پخوا په څېر پاملرنه نه کوله ځکه له چاپه پاتي سوې ده. یاده مجله له پښتۍ پرته په ۵۲ مخونو کي چاپ او خپره سوې ده. داور مجلې لومړۍ ګڼه د ۲۱* ۲۸ سانتي مترو په کچه په ننګرهار کي د مشرق خپرندويي ادارې په مطبعه کي چاپ سوې ده، دا مجله نه یوازي په هلمند کي خپرېدله بلکي په هېواد کي د ننه او بهر په ډېرو ځایونه کي وېشل کېده او خلکو يې مطالب لوستل، چي د مجلې په لومړۍ ګڼه يې د هغه استازو نومونه، چي په هېواد کي د ننه او بهر کي د یادي مجلې استازيتوب کوي لیکلی سوي دي، چي دلته يې د ځینو استازو یادونه ښه ګڼو:

( کابل ـ سیدمحمد ګل هاشمي) ( هلمند – احسام الدین بارکزی) (کندهار ـ انجینر عاشق الله) ( ارزګان ـ صدیق الله آڅکزی) ( زابل ـ محمد ابراهیم مسیح) ( فراه ـ عبدالرازق علیزی) ( هرات ـ ډاکټر جاوید احمد زیری) ( پکتیا ـ انجینر میرویس اخلاص) (خوست ـ سید احمد اسحاقزی) (ننګرهار ـ غلام فاروق هلمند) (لغمان ـ انجینر اکرام الله عابد)

او له هېواد څخه بهر استازي یې ( کوټه ـ سید احمد علیزی) (پيښور ـ ډاکټر خالد پول) ( ګردي جنګل ـ عبدالله خان سنجراني) (هندوستان ـ عابد نورزی) (جرمني ـ توریالی) (هالینډ ـ اکمل همدرد) (مسکو ـ میرویس نورزی) (لندن ـ اولیا) ( ترکیه ـ ادریس نورزی) او ( تاجکستان ـ نجیب الله بارک ) لیکل سوي دي.

د داور د لومړۍ ګڼي په سرلیکنه کي د داور د خپریدا د موخي او ارزښت په اړه راغلي دي چي( د خوښۍ ځای دی، چي د هلمند هغه ځوانان کوم چي د هيواد په بېلابېلو پوهنتونونو کي د امهال په لوړو زده کړو بوخت دي د کلتوري حالت د لا ښه کولو په منظور  يې د زده کړو تر څنګ په پلازمېنه کابل کي د داور په نوم یوه علمي او فرهنګي مجله پیل کړه.

داور مجله ټولو هلمندوالو ته د خپرنیز بهیر په پراخېدلو کي د یوه بل مثبت ګام او ښه زیری دی. ستاسي په لاس کي داور مجله به وکولای سي، چي دکلتوري پرمختیا د مخ پر  ودي حرکت ته به لا نوره چټګتیا ورکړي. د داور مجلې اداره د ټولو هلمندوالو او ټولو افغانانو علمي، فرهنګي، دیني او ټولنیزو مضامینو ته اړتیا لري او د ور رسېدلو لاري يې څاري)

د داور مجلې متن او منځپانګه

لکه مخکي چي مو وویل د داور مجلې پښتۍ رنګه وي او د لومړۍ پښتي پر لومړي مخ او د وروستي پښتۍ پر داوړو مخونو د هلمند ولایت د تاریخي کلاو، په هلمند کي د عالي دارالمعلین او هلمند سیند ښکلي انځورونه راغلي دي. لومړۍ ګڼه يې په سره رنګ او د (داور) کلمه يې په شنه رنګ لیکل سوې ده، د مجلې پر پښتي د بست د نړېدلي کلا انځور راغلی او لاندي ورته لیکل سوي دي( بست تاریخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي)  او تر دې عنوان لاندي د لوړ مهمو مطالبو نور عنوانونه هم راغلي دي او په لاندي برخه کي د پښتو ولسي او حماسي سندرغاړي عبدالله مقوري عکس راغلی دی. په یاده مجله کي ډيری مطالب د محصلانو او زده کوونکو له لوري ورکړل سوي دي او ډېره برخه يې علمي موضوعاتو ته ځانګړې سوې ده او څه اندازه مطالب يې د هلمند ولایت فرهنګي او ادبي موضوعاتو ته ځانګړي سوي دي او نور ملي، اسلامي او نړیوال موضوعات هم په منعکس سوي دي. د داور مجلې د لومړۍ ګڼي ټول موضوعات په پښتو ژبه دي.

د داور د لومړۍ ګڼي د موضوعاتو ځيني سرلیکونه په لاندي ډول دي:

۱: سرلیکنه ( اداره)

۲: د هلمند د محصلینو د علمي او کلتوري ټولني ایجاد ( قاضي عبدالحلیم مسلم)

۳: حضرت محمد(ص) د نړۍ مهربانه لارښود ( دکتور نجیب الله صالحي)

۴: په اسلام کي د ښځو حقوق ( سراج الدین احساس)

۵: زمینداور، زینداور او زونداور ( اجمل سوله مل)

۶: دا نا امنۍ د چا ډالۍ ده ( حبیب الله غمخور)

۷: د بست تاريخي کلاوي وروستۍ سلګۍ وهي ( صالح محمد صالح)

۸: په ټولنه کي د ځوانانو مسولیت ( سید اکرم هاشمي)

۹: د مطالعې سره د کوچنیانو د علاقې غوره لاري ( محمد حسن میرزادي)

۱۰: تور زړی ( اسدالله دانش)

۱۱: په هلمند کي د ناامنیو د حل لاري چاري( امیرمحمد اخندزاده)

۱۲: غوړېدلي ګلونه ( د شعر او شاعرۍ برخه)

۱۳: ټلوېزون ( صدیق منصور انصار)

۱۴: د ټلیفون ناسمه کارونه او د هغه ناوړي پایلي ( جاهد احمد دورانی)

۱۵: په زړه پوري معلومات( میرویس خلاص)

۱۶: ستړی مسافر ( حبیب الرحمند (واکمل)

۱۷: زه اوس مینه کوم ( عزیز تسل)

۱۸: د سفر ملګري ( بلقیس ریاض)

۱۹: له عبدالله مقري سره مرکه ( مرکه کوونکی محمد داود فرهنګ)

۲۰: د ناول یادونه ( احمد شاه پاڅون)

۲۱: توري بلاګاني هجرت الله اختیار

نور په بله برخه کي. . .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button