په نارینه کې د سپرم کمښت او پر ژوند یې اغیزې

سپرم یا مني د بدن ژوندي حجرات دي چې د نارینه په خُصیه یا هګۍ کې جوړیږي او پنځوس فیصده د انسان پر تولید کې ونډه لري.

که چیرته یې شمیر له ټاکلې حده کم شي د دې ترڅنګ چې د تولد او تناسل پروسه له ګواښ سره مخ کوي؛ د نورو ‌‌‌‌‌‌ډیرو رواني ستونزو لپاره د رامنځته تګ سبب کېږي او حتی په ‌‌‌‌‌‌ډیرو ټولنو کې د مشترک ژوند د خاتمې سبب کېږي، تر ټولو ناوړه اثر یې د راروان ژوند پر وړاندې ناهیلیتوب او د بې باورۍ سبب ګرځي.

سوال دا دی جې ولې مو سپرم یا مني کمیږي؟

کوم کارونه او عادتونه مو د سپرم له کمشت سره مخامخوي؟

مخنیوی او درملنه یې څنګه کولی شو؟

د سپرم د کمښت اصلي عوامل؛

۱-د خُصیو یا هګیو ناروغي؛ له یوه عادي انفیکش تر سرطانونو پورې د سپرم د کمبود او نشتون سبب ګرځي.

۲-په ‌‌‌‌‌‌ډیره ګرمه هوا کې دوامداره شاقه کارونه.

۳-د ‌‌‌‌‌‌ډیرو تنګو چوتیو یا نیکرونو اغوستل.

۴-الکولي مشروبات لکه بیر او شراب همداراز دخانیات د سپرم له کمېدو سره مرسته کوي.

۵-رواني ستونزې او دوامداره اندیښنې.

۶-د ورزش نه کول او په مقابل کې نامتوازنه خواړه خوړل؛ په لوېدیځو هیوادونو کې د فاسټ فو‌‌‌‌‌‌ډ خوړل.

۷-د میوو او سبزیو نه خوړل او یا هم ‌‌‌‌‌‌ډیر کم خوړل.

۸-په ارثي‌‌‌‌‌‌ډول د سپرم کموالی.

۹-په بدن کې د دوامداره ناروغیو شتون لکه شکر،‌ د وینې لوړ فشار، سرطانونه.

۱۰-د ځینو درملو بدې اغېزې هم د لنډې مودې لپاره سپرم کموي.

د سپرم کمښت هغه وخت په بشپړه توګه د درملنې وړ دی چې د کموالي اصلي عوامل یۍ پیدا او درملنه یې وشي.

د سپرم کموالی د دې ترڅنګ چې نورې ‌‌‌‌‌‌ډیرې رواني ناروغۍ زیږولی شي، پر جنسي ځواک هم بده اغیزه لري او د ژر انزال سبب کېږي

یادونه: د انسان په تولید کې ښځمنې فقط نیمه ونډه لري که کومه جوړه د بې اولادۍ له ناروغۍ سره مخ وي نو دواړه باید خپل اړوند تشخیصیه معاینات وکړي چې د درملنې لپاره جنسیت وټاکو او د درملنې په ګډون یې د درملني تدابیر ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button