د هلمند فرهنګي وضعيت / شپږمه برخه

د هلمند فرهنګي وضعيت / شپږمه برخه

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

نن افغانستان مجله

نن افغانستان مجله ښوونیزه، ادبي، تفریحي، مالوماتي او فرهنګي مهالنۍ خپرونه ده. د نن افغانستان لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۸ ل ل د غبرګولي میاشتي پر ۲۵ نېټه له چا په را ووته او خپره سوه.  د لومړۍ ګڼي مسول مدیر  يې نوراحمد اېمل او د امتیاز خاوند يې سید حبیب شاه تړون دی. وروسته یاده مجله د نن ټولني له لوري چاپېدله او په راوروستو ګڼو کي يې امتیاز د نوموړې ټولني وو، د نوموړي ټولني مشر سید حبیب شاه تړون او مرستیال يې نوراحمد اېمل و، نن افغانستان لومړۍ ګڼه  د مشعل خپروندیه ټولني له لوري چاپ شوه،خو لومړۍ ګڼه يې د چاپ او بڼي  له مخي کمزورې وه او یو لړ چاپي ستونزي یې هم درلودې، خو وروسته یې نوري ګڼي د دانش خپرندیه ټولني له لوري په ښه کیفیت او لوړ صحافت چاپ سوې ده، د لومړۍ ګڼي کتنپلاوی   عنایت الله مایار او  حبیب الله عظمي دي ، د ډایزین چاري  ښاغلي سید محمد شاه مشفق سمبالي کړي ، کمپوز يې ذکي محمد واصف کړی او لګښت ورکوونکی يې حاجي ولی محمد واصف دی. یاده مجله پر له پسې څلور ګڼي چاپ سوې، خو تر ۱۳۹۰ ل ل کال را وروسته یاده مجله له چاپه نه ده راوتلې، د مجلې پر لومړی مخ مهالنۍ لیکل سوې امکان  لري، چي دا مجله بیا خپل فعالیت د پخوا په څېر پیل کړي، یاده مجله لومړی خپلواکه او بیا د نن ټولني له لوري د چاپ له ډګره راوتله.

د نن افغانستان متن او بڼه

د نن افغانستان لومړۍ ګڼه د رنګه تورې پښتۍ پرته نور په تور او سپینه بڼه او په منځني کاغذ کي ۲۱،۵ سانتي سور او ۲۸  سانتي مترو جګوالي په کچه چاپ سوې ده، د یادي مجلې  د (نن) کلیمه په سره رنګ ډبل خط لیکل سوې او د مجلې په منځ پانګه کي د هري موضوع اړوند بېلابېل  انځورونه راغلي دي، د پښتۍ پر مخ يې د پنځو کلیدي موضوعګانو سرلیکونه لیکل سوی دي، د پښتۍ پر چپه اړخ د الفت صاحب یوه ښکلې څلوریزه لیکل سوې ده، چي لیکل يې دلته اړین بولو.

د نن فخر د پرون ورځي پېغور دی

د پخوا وختو بینا نن کر او کور دی

د پرون میرمن وه سل پردو کي پټه

نن يې نیمه تنه پټه سر یې تور دی

د یاد مجلې د  پښتۍ پر شا په انګليسي ژبه د (نن) کلمه غټه لیکل سوې او د ښوونځیو د دوه ماشومانو ښکلی انځور هم ورباندي   چاپ سوی او تر انځور لاندي لیکل سوي دي(په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دی). د مجلې په دوهمه مخ کي د نن مجلې د همکارنو لست د مبايل له شمېرو سره یو ځای  راغلی دی، د نن مجلې د موضوعاتو لړلیک يې د سرمقالې تر څنګ لیکل سوی او د مجلې پیل په یوه اسلامي لیکنه سوی دی(ایا اسلام د عصري زده کړو سره په ټکر کي دی؟). د نن افغانستان  په منځپانګه کي  نوري دیني،سیاسي، اقتصاي، هنري، فرهنګي، ټولینزي او ادبي مقالې تر سترګو کیږي، د ادب او شعر برخه يې (ستا یادونه) تر عنوان لاندي چاپ سوې د لومړۍ ګڼي په دې برخه  کي درې غزلي، یو چهاربیته، چي عنوان يې (د شپېتو پړیڅو ورځ په ورځ کمی دی) شاعر يې نذیراحمد نذیر دی راغلی، شپږ د بېلابېلو شاعرانو څلوريزي هم په نوموړې برخه کي  ځای پر ځای سوی دي، د نوموړي مجلې په ۲۰ م  مخ کي یوه ډېره جالبه برخه د (لنډه پوښتنه لنډ ځواب) تر سرلیک لاندي راغلی دا برخه طنزیه بڼه لري خو په اصل کي یو ډول مثبته نیوکه ده  او د ټولنیزو او سیاسي چارو د اصلاح لپاره دا برخه د ډېرو لوستونکو خوښه سوې، په دې برخه کي لنډه پوښتنه کیږي او ځواب يې په طنزیه ډول ورکول کیږي، چی یوه بېلګه يې دلته ذکر کوم( د ملي یووالي لپاره تر ټولو ښه مشوره له کومه ځایه اخستل کیږي؟؟ ځواب: د ایران له سفارته څخه.) د یادي مجلې په وروستي مخ کي د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي د لوبغاړو پېژندګلوي له انځورونو سره راغلي دي او ددې برخي عنوان د سپورت نړۍ ده، همدا رنګه د مجلې په پای کي د ازبکو وروڼو پيغام نورو قومونه ته راغلی او هتله د ملي یووالي او یو او بل ته د درنښت درانه الفاظ ذکر سوي دي. 

په دې مجله کي پرته له پنځو کرښو، چي د ازبکو وروڼو یو پیغام دی نوره ټوله محتوا په پښتو ژبه ده او د لومړۍ ګڼي د موضوعاتو او مقالو سرلیکونه يې په لاندي ډول دي:

    ا:  سریزه (سرمقاله)

   ۲: ایا اسلام د عصري زده کړو سره په ټکر کي دی؟

   ۳: اصلي ګواښ چپ افراط او سکټریزم دی (دستګیرخروټی)

۴: د ښکلا د ملکې مسابقې ( محمد داود منصوري)

۵: په هېواد کي د بهرنیو پيسو د چلښت لاملونه ( عزیرالرحمند عمر)

۶: ځيني په زړه پوري، خو شرمونکی حقایق(لر او بر ویباڼه)

۷: هنري څېرې ( واصف)

۸: کمپیوټر ( ژباړه سید حبیب شاه تړون)

۹: په ماشومان کي د درواغو ویلو اصلاح ( نوراحمد اېمل)

۱۰: پښتنو پښتو بډایه کړئ! (سید محمد شاه مشفق)

۱۱: لنډه پوښتنه لنډ ځواب ( بی بی اسما )

۱۲: ستایادونه ( شاعران) 

۱۳: خپله زیرکتیا وازمایاست

۱۴: افغان ماشوم

۱۵: د سپورټ نړۍ

۱۶: د ازبکو وروڼو پیغام 

۱۷: راغلي لیکونه

یاده دي وي، چي د نن افغانستان مجلې څلور ګڼي تر دې دمه چاپ سوي او په درې نورو ګڼو کي يې مسول مدیر ذکي محمد واصف او د نن ټولني مشر تړون او مرستیال يې اېمل دی او پر درو نورو ګڼو د کال د غور لوبغاړي انځور راوړل سوي دی. 

نور په بله برخه کي. . .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button