دپنځمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
دپنځمې روژې تحفه
د نن زرین اصل ۵
روژه لرل او وږی پاتیدل ډیر توپیر سره لری ؛ د قرآن لوستل او پر هغه ایمان راوړل هم ډیر توپیر سره لری ! او دا هم د پنځمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .

له اذانه تر اقامته

موږ او تاسی پوهیږو چی د هر لمانځه پر مهال لومړی اذان کیږی ، بیا ټوله د لمانځه له پاره ځانونه تیاروي او کله چی ( د جماعت په لمانځه کی ) پر یوه صف برابر ودریږی اقامة ویل کیږی او د امام لخوا د الله اکبر په ویلو سره لمونځ شروع کیږی . یعنی د اذان څخه تر اقامة پوری یو لنډ او محدود وخت وی چی تر نیم ساعت اضافه نه وی . ټول مقتدیان او په عام ډول مسلمانان پوهیږی چی دغه نیم ساعت یا شل دقیقې او یا هم پنځلس دقیقې یا تر هغه لږ موده لمانځه ته د چمتوینې له پاره ده ، یعنی یوه لنډه او ټاکلې موده وی .

اوس که موضوع ته ښه ځیر سو ، زموږ او ستاسو عمر هم کټ مټ د همدغه دستورالعمل پر اساس محدود او ټاکلی دی . یعنی کله چی یو مسلمان ماشوم وزوکیږی لومړی یې په غوږ کی اذان کیږی او بیا لمونځ ورکول کیږی !

پوښتنه دا ده چی اذان خو صحیح دی ، مګر لمونځ څنګه ورکول کیږی ؟ ځواب دا چی د زوکېدو څخه وروسته یې په یو غوږ کی اذان او په بل کی اقامة ویل کیږی ، خو لمونځ یې ورته معطل وی څو چی تر مړینی وروسته د جنازې په نوم لمونځ ورکول کیږی !

نو آیا دا وقفه او موده هم ټاکلې نه ده ؟ آیا تر زوکړی وروسته د یوې ثانیې څخه نیولې تر یوې پیړۍ پوری باالاخره مرګ راتلونکی نه دی ؟ آیا د هر مسلمان تر مړینی وروسته هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږی ؟

نو آیا د زوکړې د لحظې څخه د مړینی تر شېبې پوری اذان ( په غوږ کی ) ، اقامة ( په ژوند کی ) او لمونځ ( په جنازه کی ) یو محدود وخت نه دی ؟ او ټول ژوند چی په غوږ کی له اذانه راپیل سوی و ، د جنازې په لمانځه سره پای ته نه رسیږی ؟

پس آیا د جماعت د لمانځه او د جنازې د لمانځه تر منځ یو کُلی او جامع شباهت موجود نه دی او هر مسلمان د همدغسی بهیر په چوکاټ کی تحدید نه وی ؟

نو ستر رب دې د هر مؤمن دغه لنډه او ټاکلې موده سمه کړی چی ضمنی یادونه او خبردارﺉ یې هره ورځ پنځه واره تلقین کیږی . خو اراده او فیصله په موږ اړه لری او ځکه نو اوس هم ناوخته نه دی . یعنی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button