پر ماشومانو د ګیمونو یا ټکنالوژیکي لوبو ناوړه اغېزې

لیکوال: ژباړه او زیاتونه: شبانه پوپلزۍ

ډېری ماشومان خپل ډېر وخت له ټکنالوژۍ سره تېروي، دوی ټوله ورځ په کمپیوتر او موبایلونو کې اخته وي، ډېری کورنۍ هم د ځان د ارامتیا له پاره هڅه کوي، چې خپل ماشومان په دې شیانو مصروفه کړي، تر څو دوی ترې بې غمه وي، دا چې ټکنالوژي او ګیمونه د ماشومانو پر ژوند او راتلونکي څه ناوړه اغېزې لري، په دې نه پوهېږي. دا چې ګیم کول د ماشومانو پر روح او روان څه اغېزې لري او دوی له کومو ستونزو سره مخ کوي، په دې لیکنه کې یې ولولئ.

د څېړنو پر اساس هغه ماشومان چې، خپل ډېر وخت په ګیم کولو او یا ټکنالوژۍ سره تېروي؛ هغوی د نورو ماشومانو په پرتله کمزورې حافظه لري. هغه ماشوممان چې په ورځ کې تر دوه ساعتونو ډېر وخت له ګیمونو او ټکنالوژۍ سره تېروي، دوی دوه برابره د نورو په پرتله کمزورې حافظه لري او درس په سم ډول نه شی زده کوي.

پر ګیمونو اخته ماشومان له بې ځایه غوسې او قهر سره هم مخ وي، دوی تل عصباني ښکاري او بې ځایه غوسه کېږي. سر بېره پر دې ځینې ګیمونه په کوچنیانو کې د ویرې لامل کېږي او دوی له ذهني ګډوډۍ سره مخ کوي. کله چې دوی په ګیم کې له کومې هیجاني صحنې سره مخ کېږي، دا صحنه یې له ذهنه نه لیرې کېږي او دا په دوی کې د ډار او هیجان لامل کېږي.

ځینې څېړونکې بیا په دې اند دي، چې ټکنالوژیکي لوبې او ګیمونه په ماشومانو کې د رواني ناروغیو لامل کېږي، ځکه ډېر ګیم کول د انسان په مغز اغېزه کوي او له ذهني ګډودۍ سره یې مخ کوي. له حده ډېر ګیم کول د افسرده ګۍ یا ژورخپګان لامل هم کېږي.

د ډېرګیم کولو یو بل زیان د ماشومانو له پاره د هغوی لیرې والی له خپلې کورنۍ او ټولنې څخه دی، هغه ماشومان چې ډېر ګیم کوي او ټوله ورځ په ګیم کولو کې تېروي، هغوی له دې سره علاقه نه لري، چې نور فعالیتوونه وکړي او یا له خپلې کورنۍ مور او پلار سره وخت تېر کړي، چې دا د یوه ماشوم پر روزنه ډېرې ناوړه اغېزې لري. په ټوله کې زیات ګیم کول په ماشومانو کې د دې لامل کېږي، چې یو ماشوم یې معتاد شي او هغه د نړۍ له نورو فعالیتونو او ژوند څخه محرومه کړي.

د دې له پاره چې ستاسې ماشومان له دې نالوړه پېښو سره مخ نه شي او د ژوند له فعالیتونو څخه محرومه پاتې نه شي هڅه وکړئ، چې ماشومان مو پر ګیم کولو روږدي نه شي. یوه ماشوم ته باید له ماشومتوب نه د هغه د ژوند ټول فعالیتونه و ښودل شی او هغه په داسې یو څه روږدي کېدو ته پرې نه ښودل شي، چې زیان ورته ولري او راتلونکی یې خراب کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button