څه ډول روغ او ښکلي نوکان ولرو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که د انسان بدن ته ځیر شو هر غړی او هره برخه یې د خدای پاک نعمت دي او انسان ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده، نو لازمه ده چې ساتنه یې وکړو، پر شتون او سالم والي یې شکر وباسو. نوکان هم د انسان د بدن هغه برخه ده چې په ښکلا کې پوره ونډه لري، دا چې څه ډول کولی شو ښکلي او روغ نوکان ولرو، په دې لیکنه کې مو یې درته لارې چارې په ګوته کړې دي.

۱- که مو نوکان وچ او ماتېدونکي وي، نو هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې ويټامین (اې) ولري؛ لکه پالک، ‌بروکلي، زردالو، پنیر او له داسې نورو څخه ګټه واخلئ. کلسیم هم چې په زیاته کچه په شیدو، مستو، پنیر او بادامو کې پیدا کېږي، درسره مرسته کولی شي.

۲- هره شپه مخکې له دې چې ویده شئ، لاسونه مو پر صابون ومینځئ، وچ یې کړئ او په مناسبو غوړو یې غوړ کړئ، خو یوه شي ته مو باید پام وي چې د لاس غوړولو پر وخت مو د نوکونو د شا او خوا غوړول له یاده ونه وځي.

۳- د کور د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره له لوښو مینځلو نیولې تر حمام مینځلو پورې، دست کش په لاس کړئ، په دغه کار سره به مو د نوک او اورۍ تر منځ د خیرو د ځای پر ځای کېدو مخه نیولې وي او بل دا چې نوکان به مو له مخربو کیمیاوي موادو ژغورلي وي.

۴- په ورځني ډول د اوبو څښل مه هېروئ؛ ځکه که مو د بدن اوبه پوره وي، نوکان به مو هم وچ او ماتېدونکي نه وي.

۵- د پالکو اوبه د فاسفور او کلسیمو تر ټولو ښه شرچینه ده، که یې وڅښئ نوکان به مو ښکلي او قوي وي، نو څومره چې کولی شئ د پالکو اوبه وڅښئ.

۶- هېڅکله هم له حمام کولو وروسته په خپلو نوکانو د کوم شي د خلاصولو، پټ کولو او ګرولو هڅه مه کوئ؛ ځکه په دې وخت کې ستاسو نوکان نمجن او لامده وي او په ډېرې اسانۍ سره ماتېږي.

۷- هېڅکله هم مصنوعي نوکان مه کاروئ؛ ځګه هغه مواد چې د دې ډول نوکانو د اېښودو لپاره په کارېږي مخرب کیمیاوي مواد دي چې د اصلي او مصنوعي نوکانو تر منځ واقع کېږي او ډېری وخت د نوکانو تر منځ د عفونت او مکروب پیدا کېدو لامل ګرځي.

۸- که مو د نوکانو بېخونه ضعیف او یو ډول شکل لري، هڅه وکړئ هغه خواړه وخورئ چې پروتین، ويټامین سي او فولیک اسید ولري.

۹- د دې لپاره چې ښکلي، تازه او شفاف نوکان ولرئ، د ورځنیو خوړو ډېره برخه مو باید خام سابه او تازه مېوه وي، دغه مواد کولی شي ستاسو د نوکانو لپاره مغذي مواد او د اړتیا وړ انزایمونه پوره کړي.

۱۰- که مو نوکان وچ، سپېره او کاږه وي پوه شئ چې بدن مو د ويټامینB21 له کمښت سره مخ دی، نو د پوره کولو لپاره یې هغه خواړه وخورئ چې دغه ويټامین په کې وي چې ښه سرچینه یې غوښه ده.

۱۱- که په نوکانو کې مو سپین خالونه لیدل کېږي، په خپل ورځني غذایي رژیم کې لوبیا، نسک، هګۍ او بادام ور زیات کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button