د نوې زمانې د شعر يو لوی سړی

نقيب احمد عزيزي

هر څوک شاعري نه کوي، شاعري کم خلک کوي، ډېری خلک قافيې په جملو کې استعمالوي او ځان ته په وزن ډاډ ورکوي چې ګواکې شاعري يې کړې ده. شاعري بحرونه هم نه دي، شاعري وزن هم نه دی، شاعري د رديف او قافيې پېيل هم نه دي، بلکې دا یوازې د شعري ترکيب توکي دي. زموږ زاړه ادبي نقد د شاعري په باره کې د وزن او قافيې لرلو غوندې اسانه شرایط وضع کړي او د هغو نقدي قوانينو تاوان دا و چې هر چا وزن او بحر مراعاتولای شوای، ځان یې د شاعرانو په ليکه کې ودراوه.

هغه مفاهيم، تشبيهات، ادبي روايتونه او مضامين چې لويو شاعرانو شاعرانه کړي او تر منځ اړيکې يې ور جوړې کړې، د هغو خلکو لپاره د شاعري د ساتېري مواد دي چې شاعري نه کوي، خو پېښې يې کوي. دا خبره غلطه نه ده چې وايي په هره ادبي زمانه کې يو څو کسان شاعري کوي، نور د هغوی تقليد کوي. هغوی چې مقلدين يې بولو، هم خپله برخه مينه‌وال لرلای شي، خو اصلاً لويه شاعري او هنر د لوستونکو په کميت نه تلل کېږي. که لوی هنر د غره په کوم غار کې ايجاد شي او هيڅکله يې څوک کشف نه کړي، بيا هم هنر دی، خو که زرګونه کسان د يو چا وزن‌داره نثر ته چکچکې وکړي، بیا هم هنر نه ترې جوړېږي.

استاد محمد صديق پسرلی د خپلې ادبي زمانې هغه شاعر دی چې د شعر د ونې پاڼې، ښاخونه او مېوه يې د خپل ادبي قوت له تالابه زرغونېږي. نه يې د نورو ورخ وهلی او نه يې د بل پر ځمکه کرلې دي. که کله يې کوم خاښ پکې پيوند کړی، اعتراف يې کړی چې دا پونګه یې د چا له باغه راوړې ده.

د پسرلي صاحب په شعر کې زيات ادبي مضامين د ده خپل ايجاد دی. د نويو مضامينو شاعري په خپله هم له تقليده خلاصه وي او پېښاوه شاعرانو ته هم موقع نه ورکوي چې سرقت يا غلا ته يې زړه ښه کړي. د مضامينو شاعري نه غلا کېږي. لکه په عام ژوند کې چې د زورورو مال اسانه نه غلا کېږي، د مضامينو د شاعر ادبي مال هم د خپل ذاتي قوت په زور محفوظ وي.

شپه خو به ورځ کړو په څراغونو

ذهن به روڼ شي په کتابونو

خدايه د مينې ډېوې کړې بلې

چې تيارې ووځې، زموږ له زړونو

څلوريزه نوی شعري فورم نه دی او په زاړه شعري چوکاټ کې نوې خبره هم په زحمت نوې ښکارېږي، خو استاد پسرلی په دې څلوريزه يو نوی مضمون وړاندې کوي. نوی مضمون دا دی چې وايي، شپه خو به په څراغ او ذهن په کتاب روښانه کړو، خو اندېښنه دا ده چې د زړه تيارې به په څه شي ختموو؟ مينه يې هغه ډېوه بللې چې د زړه تيارې ختموي. که دا خبره له شعري چوکاټه هم را وباسو، مضموني معنا يې نه ختمېږي.

پسرلی صاحب د طبيعت له پديدو او عادي ورځنیو پېښو او مواردو شاعري را باسي. زموږ په سيمو کې چې ښځې سر ږمنځ کړي، ختلي وېښته هر ځای نه غورځوي، په دېوالونو کې يې ږدي. دا ښکلې صحنه نه ده او موږ فکر کوو چې شاعري يوازې له ښکلو منظرو ايجادېږي. استاد پسرلي په دېوالونو کې د وېښتو د اېښودو له صحنې هم د خپل ما في الضمير او ما في القلب د اظهار وسيله جوړه کړې، تصوير يې هم ورکړی او يو تراژیديک مفهوم يې هم پرې بیان کړی دی:

د دېوالونو په چولو کې ږدي ايستلي وېښته

زه هم په سمڅو کې بې دردې دنيا پرېښودمه

وېښتان زموږ پر سر وي، خو چې وخېژي بیا يې په چولو کې غورځوو. په ادبي اصطلاحي حوزه کې پر سر ګرځول د زيات درناوي معنا لري، خو د دنیا بې‌دردي تر دې حده ده چې يو وخت پر سر ګرځوولي وېښتان هم د دېواله په چاک کې پرېږدي. استاد پسرلي په داسې شي کې هم شعر ليد چې هر څوک يې نه شي ليدلای. مبتدي شاعران د استاد له دې خاصې په طبيعت او روزمره ژوند کې شاعرانه څرکونه کشفولای شي.

استاد پسرلي تر شکل معنا ته ډېر ارزښت ورکړی، زياتره وخت يې بیتونه هومره ژر په ژبه نه اوړي لکه د نورو شاعرانو چې دي. همدا وجه ده چې د کمو خلکو له خولې يې کم بيتونه اورو يا يې اسانه نه شو حفظ کولای. سندرغاړي هم هغه شاعري ډېره نه وايي چې په خوله اسانه نه اوړي يا يې ظاهري موسیقيت قوي نه وي. د کاروان صاحب د دې بيت غوندې بيتونه د استاد په غزل‌بڼ کې شايد هيڅوک و نه مومي:

غچ غچ پکې چوپ چوپ دی د کوچنیو چوڼچوڼکو

راځئ چې غچ يې واخلو چا وژلي چنارونه

په دغه بيت کې د (چ) توري تکرار موسیقيت جوړ کړی او دا د شعر خپله ښېګڼه ده، مګر استاد پسرلي په شعر کې تر ظاهري موسیقي معنا ډېره پاللې ده. يو بيت يې دی:

فکر که مو ځالې يوسي ستورو ته

بیا به هم د سر تر وېښتو لاندې يو

استاد پسرلي په شعر کې د غزني ژبه او اصطلاحات زيات کارولي دي. دی په ۱۳۰۷ لمري کال کې د غزني په قره‌باغ کې وزېږېد، خو هلته ډېر و نه اوسېده، مګر جالبه ده چې د خپلې سيمې د خلکو ژبه يې په مهاجرت کې هم هېره نه شوه. دې شي د ده له شعر سره په مجازي او استعاري معنا رسولو کې زياته مرسته کړې او کله کله اصطلاح د ايجاز سبب هم ګرځي.

له ډېره بده مرغه چې زه د دې ليکنې په وخت کې غزل‌بڼ په لاس کې نه لرم، کنه د دې ادعا د اثبات لپاره د استاد زيات بيتونه شته. پر دې برخه مې يې نيت دی چې يو وخت په يوه ځانګړې ليکنه کې هم خواله سره وکړو.

استاد پسرلی د پديدو تر منځ نوې رابطې کشفوي. موږ په جګړو او معرکو کې د لښکر د های و هوی داستانونه لرو، فلمونه مو کتلي او د جګړې کيسې مو لنډې اوږدې او خوږې و ترخې اورېدلې دي، مګر استاد په خپل تخيلي ځواک په ټول لښکر کې يوه بې غږه شي ته متوجه شوی چې هغه د لښکر بيرغ دی چې تر لښکر مخکې لېږدول کېږي. مخکې تګ د عزت او شرف معنا را تداعي کوي، موږ و تاسې چې د چا درناوی کوو، تر ځان يې مخکې کوو. بيرغ په جګړه کې د تورو يا توپکو په نسبت غلی وي، استاد په خپل هنري منطق راته وايي چې لښکر ځکه بيرغ ته د مخکېتوب قدرداني ورکوي چې په جګړه کې لکه تورې يا توپک د چيغو نارو باټې نه ولي:

پوه شوم پسرليه د عزت په راز

سر کې د لښکر ځي عَلَم پټه خوله

استاد پسرلي د ادبي صنعوتو غلامه شاعري نه ده کړې، کوم صنعتونه چې يې کارولي، هغه يې د بلاغي بيان لپاره د وسيلو او عارضي ښکلاوو په توګه کارولي دي. د نويو شاعرانو لپاره دا هم د تامل ټکی دی، موږ بايد پوه شو چې موږ ادبي صنعتونه کاروو او که صنعتونه موږ کاروي؟ صنعتونه لکه ډېرې قيمتي جامې که پخپله ښې هم وي، خو دا هم مهمه وي چې څنګه چا اغوستې دي. دغه جامې ځينې له موډه هم لوېږي، استاد پسرلی پر دې هم پوهېده چې کوم صنعتونه ډېر هنري دي، کوم کم او کم اوس بېخي په فني لحاظ له چلښته لوېدلي دي. د پسرلي صاحب په شاعري کې قافيې داسې هم کارېدلې چې ژر مو نه ور پام کېږي. هغه ښه قافيه نه ده چې د يوې مسرې تر لوست وروسته يې لوستونکي کشفولای او سنجولای شي. زه د داسې شعرونو له لوستلو زيات خوند نه شم اخيستلای چې پوهېږم په را روان بيت کې به پلانۍ قافيه راځي. د پسرلي صاحب په دغو بيتونو کې درېيم بيت داسې قافيه لري چې د لوستونکي ژر نه ور پام کېږي:

ځئ چې د ژوند لارې لکه سيند په غوغا لنډې کړو

لويې فاصلې لکه څپې په نڅا لنډې کړو

تورې اوږدې شپې کړي مزاحم فکرونه لا اوږدې

دا اوږدې لمحې مګر په جام، په مينا لنډې کړو

ډېر يو لرې کړي بدو پېښو له ښادۍ ځنې

ځان ته به په مينه د خوښۍ ورځې رالنډې کړو

د قافيې په باره کې د استاد پر شاعري خورا ښه ليکل کېدای شي، بويه چې د پښتو ادبياتو ځيرک محصلان په خپلو سمينارونو کې توجه ورته وکړي.

استاد پسرلي تلميحات هم ښکلي هنري کارولي. تلميح يوازې د تاريخي پېښې د را يادولو په خاطر هنري صنعت نه دی، بلکې هنري کارول يې هنري صنعت ګرځوي. موږ له هنري تليمحاتو دا هم نه غواړو چې يوازې تاريخ را په ياد کړي، بلکې د ښکلې کارونې تر څنګ يې بايد د معانيوو او شاعرانه تجربو په پياوړي ابلاغ کې برخه اخيستې وي. مثلاً د عام ذهنيت په باره کې استاد نيوکه په دې تليمحي شکل کوي:

عام ذهنيت ټيټ دی چې مني د ساميري سخوندر

لاس چې د فرعون ږيرې ته اچوي موسی منم

استاد د خپلې شاعرۍ لپاره د سرچينو په توګه يوازې عاشقانه مکالمې او تجربې نه کاروي، بلکې د استاد د شاعرۍ د فصل بوټوونکې چينې د عرفان، دين، فلکلور، پخوانيو شاعرانه دودونو، عاميانه اصطلاحاتو، فلسفې، تاريخ او کله کله ساينسي توارد له دنګو غرونو را بهېږي. (دا چې د دې ليکنې لمنه لنډه تنګه ده، د هرې يوې ادعا د اثبات لپاره بیتونه نه شم راوړلای، تاسې غزل‌بڼ لوستلای شئ.) د يوې شاعري وسعت د هماغې شاعري له سرچينو سره کلک تړاو لري. د کوم شاعر د شعر سرچينې چې څومره وړې او محدودې وي، شاعري يې هم هغومره کوچنکه وي.

د استاد شاعري د هندي مکتب په معيارونو لا ښه شنل کېږي او د ادبي فنونو لپاره ترې داسې قواعد او ځانګړتياوې استنباطېدای شي چې که په لاشعوري توګه د هر چا د ادبي شخصيت برخه وګرځي، د شاعرۍ له هنري‌توب سره يې مرسته کوي. بالفرض د شاعر يو خاصيت دا دی چې تر نورو په حساسيت کې لوړ وي. د ليدلوري تنوع لري او رواجي ذهنيت ښه نه پرې لګېږي. د حمزه شينواري يو بیت دی:

په بنياد د عاشقۍ کې جوړ کچه وې

ته چې بې‌خودکشۍ مړ نه شوې فرهاده

يا استاد پسرلی وايي:

يعقوب که په يوسف پسې شو ړوند عجيبه نه ده

کيسه کوه د هغه چې ولس پسې ړندېږي

د استاد شاعري يو څه پېچلتياوې هم لري او دغه پېچلتيا اکثره هنري وي. په دغه برخه کې د استاد شاعري بيدل دهلوي ته ورته کېږي او استاد پخپله هم دا منله چې بيدل يې يې زيات لوستی او هر ځل ورته نوی دی. د استاد پسرلي ادبي عظمت يوازې په دې کې نه دی چې يا یې شاعري د هندي مکتب خصوصيات زيات لري، بلکې شاعري يې د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې يوه ستره پېښه ده.

حسن تعليل په صنعتونو کې د زيات هنري ارزښت څښتن صنعت دی. دغه راز د هندي مکتب له خواصو هم بلل کېږي. د استاد په شاعري کې د همدې صنعت په مرسته خورا هنري‌ترين بیتونه مومو. ارسال المثل، تمثيل، سيمبوليزم او پراډکسي مفاهيم هم هغه څه دي چې استاد يې په وسيله خورا هنري مفاهيم ښکلي وړاندې کړي دي. د استاد په شاعري کې د تشبيه پر ډېرو ډولونو عالي فني قواعد بناء کېدای شي، خو يو تر ګردو پياوړی خاصيت يې دا دی چې د شيانو تر منځ د مشابهت نوې رابطې کشفوي:

زه دې سره لمبه شم که يې ستا خونه رڼا کړه

خول به کوږ په سر وړمه له وياړه لکه شمع

نورو به دې ښايي تماشې کړې د نازونو

زه او زړه مې اور اوبه شوو دواړه لکه شمع

په دې شعر کې ردیف د تشبیه له توري (لکه) او مشبه به (شمعې) څخه جوړ شوی دی چې د شعر ظاهري بڼه یې هم نوې کړې ده. په پاسني بيت کې د شمعې پر سر د لمبې کږېدل په خيالي علت له دې وجهې د وياړ سبب بلل شوی چې د (معشوقې) په خونه کې د رڼا خپرولو اعزاز ور په برخه شوی دی. په همدې يوه بيت کې هم د حسن تعليل، هم د مشبه او مشبه به تر منځ د مشابهت د نوې رابطې او هم د رديف او نور بيت تر منځ د موثق تړاو ننداره کولای شو.

د استاد پسرلي د شاعري يو بل لوی خصوصيت دا دی چې په انسان کې نامستقيم د فکري بدلون سبب ګرځي. دا داسې نه ده چې استاد له شاعري د وسيلې کار اخيستی، بلکې فکر يې په شعر کې ضمنا موجود دی او د شعر برخه يې ګرځېدلی دی. که يو ګل ښکلی وي، وږمې پاشي او خندان وي، خو سمه ده ستايو يې، مګر که دوا هم ترې جوړېږي؛ نو نور علی نور. البته زموږ له هر ګله تقاضا دا نه ده چې د يوناني طبيب په ښه دې ورشي، همدا هم کافي بللای شو چې ښکلی دی. د استاد شاعري د هنري ښکلا تر څنګ فکري پوړونه هم لري او دغه شي يې د شاعري عمودي استقامت هم پياوړی کړی دی:

تېری ظلم نه و وياړ و، د دنيا په بحر و بر کې

باز د زرک پر سينه ناست و، موج د موج پر اوږو سپور و

په شاعري کې دا خصوصيت هم د پام وړ دی چې شاعر يو ځل يو مفهوم راباندې ومني، خو بل ځای په يوه شعر کې د هغه مفهوم ضد هم راباندې ومنلای شي. ما له ځينو کسانو اورېدلي چې د پسرلي صاحب شاعري فکري ده، شاعرانه کيفيت پکې کله کله له پامه غورځي، مګر که يې يوازې دا بيت هم ولولو، حس به يې کړو چې شاعري يې د څومره ظريفو عاطفي تجربو د بیان زور هم لري:

ما داسې خوندي کړې زړه کې ستا خوږې جملې

چې ځای یې ستا د وصل خیال ته هم نه ورکوم

د فارسي ژبې د هندي مکتب په مخکښو شاعرانو کې د عبدالقادر بیدل، صائب تبريزي، عرفي شيرازي، کليم کاشاني، فيضي کدکني، غني کشميري، وحيد قزويني او ځينو نورو نومونه اخيستل کېږي. هغوی چې د استاد پسرلي شاعري يوازې په هندي مکتب کې را ايساره کړې، لازمه ده د دوی تر منځ د مقايسې لپاره د پورته شاعرانو اکثره شعرونه ورسره مقايسه کړي. زما په نظر د استاد شاعري د رومانيت، رياليزم او نيچرلیزم خوندونه هم لري. که يې له دغه بيت سره نوم و نه ليکو، داسې نه ښکاري چې د هندي مکتب د شاعرۍ يې وګڼو:

داسې چې تر ستورو هم پۍ مخې شوې

مور دې با وهلې دايم پۍ په مخ

(با) د غزني د خلکو په لهجه کې هغه وييکی دی چې د (لکه چې) معنا لري. دغه بیت روماني رنګ لري، کنه داسې کوم مناسبت نه شته چې ستوري دې د شيدو په وسيله سپين شوي وګڼو. (فکر نه کوم چې د Milk way يا شيدو لار کهکشان په باره کې دې استاد پسرلي د اسټرونومي د مطالعې په اغېز کې ليکلی وي.) د استاد پسرلي شاعري يوازې د هندي مکتب مثال نه شو ګڼلای، بلکې د ادبي مکتبونو دې فقط په دې خاطر کور ودان وي چې د شاعرۍ په ادبي سپړنه کې همکاري راسره کوي.

د استاد پسرلي د شعر پر ځينو ځانګړنو مو بحث وکړ، دا چې استاد ولې ګمنام پاتې دی يا په هغه کچه نه دی مطرح او را ميدان ته شوی چې څومره په کار و، يوه وجه به يې دا هم وي چې دی ګوښه‌نشين سړی و، خو بله وجه يې دا هم ده چې شاعري يې سخت اهنګونه، اوږده بحرونه، پېچلي مناسبتونه او هنري ابهام لري. کله کله يې د شعر بیت لفظي تعقيد لري او اسانه حافظې ته نه سپارل کېږي. ځينې شعرونه يې هم د ده په څېر ګوښه‌نشيني کوي:

پر تصور د حقيقت ګومان ستم و پر ژوند

د شاه مقصود د تسپو خيال و د لړم پر لکۍ

دغه بیت د يوه متوسط ذوق او فکر لوستونکی نه اسانه حافظې ته سپارلای شي او نه يې د معنا پر درک دومره واقف دی چې له يو ځل لوستلو سره يې پر مفهوم پوه شي.

د استاد پسرلي د شاعري د سپړلو په برخه کې نقادانو ته ډېر کار سترګې نيولې دي. په هره ژبه کې د لویو شاعرانو او لوستونکو تر منځ د نقادانو يو پاړکی د ذوق د تبادل چاره پر مخ وړي، دا چې موږ ته به پسرلی‌پوهنه څوک ليکي، لا هم نه پوهېږو، مګر:

چې څو يې يادوې غمونه هومره بابېړی کا

په غم نه غلطېږي غم، د غم خبرې پرېږده

یادونه: رسامي حمدالله انتظار صاحب کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button