د نوي عصر نهضت
دویمه برخه
ژباړن : نورالحق نبي زاده
د پخوا ځینو مخکښو کارپوهانو وښودله چې هغوی هم دې ته اړ اېستل شول تر څو انتخاب وکړي . د هغو له ډلې څخه یو تن د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د الماني حاکمانو سرلاری آدلف هتلر و چې د هغې جګړې په ترڅ کې د پنځوس ملیونو څخه د لا ډېرو انسانانو له منځه وړنه یې ناسم کار نه باله . هتلر د نفوسو زیاتوالی یوه نامطلوبه پدیده ګڼله نو ځکه یې د ځان په هکله داسې فکر کاوه چې دی د نړۍ د نفوسو د راکمولو خدای استازی دی . هغه ولیکل : « زه حق لرم د هغو ټيټو ملتونو ملیونونه استازي له منځه یوسم د کومو تناسل چې د پرازیتو په شان دی » . ( ۲۰ ) . هتلر هم هغه څه وکړل چې د خپل مذهب په چوکاټ کې ورته د منلو وړ وه . هغو کسانو چې د هغه پر نوي مذهب باندې باور نه درلود نو انتخاب یې هم نه درلود او هغوی له منځه لاړل .
دیتریش اکارت هغه شخصیت و چې د هتلر پر ژوند يې تر بل هر چا مهم رول لوبولی و . نوموړی د نازي ګوند د اوو مؤسسینو څخه یو تن او هغه څوک و چې په رشتیا هم د « نازیزم معنوي بنسټګر » بلل کېده . دا چې دغه شخصیت د هتلر په ژوند کې څومره مهم و یو لیکوال یې په اړه داسې لیکي : « په خپله آدولف هتلر اکارت ته د هغې څېرې په سترګه کتل چې د هغه پر ژوند یې تر بل هر چا زیاته اغېزه شیندلې وه » . ( ۲۱ ) .
دا هم روښانه ده چې اکارت د مخدره توکو په مټ « لوړ بصیرت » ته د رسېدو لپاره ګڼ شمېر تجربې تر سره کړې دي . اوس دا هم په ډاګه شوې ده چې هتلر هم هڅه وکړه چې ورته کړنې وکړي : « . . . هتلر د مخدره توکو ، د منځنیو پېړیو د علم غیب او سحر ( جادو ) د ژورې څېړنې په مرسته د بصیرت لوړو کچو ته ورسېده . . . » . ( ۲۲ ) .
اکارت د هغې پټې الماني ټولنې په اړه چې د « توله » په نوم یادېدله لیکي : « . . . د توله ټولنه – یوه مخلصه شیطان پاله . . . او د علم غیب د څېړونکو په ځواکمنې او ښه غځېدلې کړۍ کې مرکزي څېره ده » . ( ۲۳ ) .
مګر دیتریش اکارت همدا شان په راتلونکې کې د میتریا خدای چې د « نوي عصر » ماموریت دی هم باور درلود . اکارت د هغو دوو روسي جنرالانو سره په یو لړ ناستو کې ګډون درلود چې له خپل ټاټوبی څخه تښتېدلې وو او په المان کې اوسېدل . اکارت او د هغه انډیوالانو ته د دغو ناستو په ترڅ کې د « میتریا خدای » د الماني ماموریت د هرو مرو راڅرګندېدو په اړه اعلان شوی و .
اکارت د هتلر د ژوند مسیر ته د لوسیفر د عبادت کولو دنیا ته د یوه خاصې موخې لپاره لوری ورکړ . کله چې اکارت د مرګ په بستره کې پروت و ، هغه خپلو هغو هم نظره ملګرو ته چې د ده شاوخواته راغونډ شوي وو وویل : « په هتلر پسې لاړ شئ ! هغه به ونڅېږي ، خو نغمه یې زما فرمایش دی ! هغه مې « پټو دوکتورینو » ته ځانګړی کړ ، د تصور کولو لپاره مې مرکزونه ورته پرانیستل او د لوړو ځواکونو سره د اړیکو نیولو لپاره مې وسایل ورته سمبال کړل . زما لپاره مه ژاړئ : زه پر تاریخ باندې د هر بل جرمن په پرتله ډېره اغېزه کوم » . ( ۲۴ ) . اکارت د « توله » په ټولنه کې خپلو هم نظرو او توجیه ګرو ته په ډاګه وویل چې هغه شخصأ له شیطان څخه دا سې استنباط تر لاسه کړی دی چې هغه ( هتلر ) ته د دجال د مراندې ( رګ ) جوړول مقدر شوي دي – مانا هغه څوک چې د لوسیفر له خوا د دې لپاره پارول شوی دی تر څو نړۍ رامه کړي او آریایي توکم برم ته ورسوي .
یوه بله کړۍ چې د « توله ټولنه » د لوسیفر لمانځنې سره تړي هغه په خپله د نازي ګوند سمبول دی چې سواستیکا ( کږ لېچی صلیب ) بلل کېږي . لیکوال مینګلي هول په خپل کتاب کې چې « د پخوانۍ فلسفې په اړه لکچرونه » نومېږي ، کږ لېچي صلیب داسې انځوروي : « سواستیکا . . . یو څرخېدونکی صلیب دی چې د متمرکز شوي حرکت د « بې ځنډتیا » معنی ورکوي » . ( ۲۵ ) .
قاموس سواستیکا داسې انځوروي : هر هغه صلیب ( چلیپا ) چې د خطونو پای یې په مساوي توګه ښۍ خواته کږ لېچ شوي وي او هر کږلېچ یوه قایمه زاویه تشکیل کړي – سواستیکا بلل کېږي . دغه سمبول دوه ډولونه لري : د یوه ډول د خطونو پای یې چپې خوا ته خو د بل ډول د خطونو پای یې ښۍ خوا ته کږول شوي وي . لمړی ډول مانا دا چې د هغه صلیب چې د خطونو پای یې چپې خوا ته کږلېچ شوي وی هر چېرې د ښېګڼې سمبول ګڼل کېږي ، دویم ډول يې د بدکارۍ سمبول دی .
هتلر شخصأ په خپله د نازي د ګوند د په وینو لړلی بیرغ او سمبول وروستی وریانت غوره کړ . هغه ( هتلر ) هغه سواستیکا غوره کړه چې نه یواځې د « توله ټولنې » پېږندل شوی سمبول و بلکې د بدکارۍ سمبول هم و . رسمي تفاوت یې دا وه چې د « توله ټولنې » سواستیکا له دوو کنجکو ( چنګک ) ته ورته صلیب څخه تشکیل شوی و .
رودلف فون سیبوتندورف چې د « توله ټولنې » د مؤسسینو له ډلې څخه و بیا داسې انګېرله چې سواستیکا د لمر سمبول دي . نوموړي د ۱۹۱۸ – م کال د نومبر په میاشت کې داسې اعلان وکړ : « زه تکل لرم چې د توله ټولنه دغې جګړې ته راکښ کړم . . . زه پر دغه سواستیکا چې زمونږ لپاره سپېڅلی سمبول دی سوګند یادوم چې ته به د « سپېڅلي لمر » په هکله هر څه واورې » . ( ۲۶ ) .
ماسوني لیکوال آلبرت پایک په خپل کتاب کې چې « اخلاق او دوګما » نومېږي د ژوند او مرګ په اړه د استدلال کولو په تړاو داسې لیکي : « داسې ویل سم نه دي چې « یو انسان ولو که هر څومره کوچنی هم وي نه باید د یوه بل ستر انسان ، اکثریت او یا د ټولو خلکو لپاره قربان شي » . دا یوه له لارې اېستونکې او خطرناکه تېروتنه ده . ډېری وختونه هم یو فرد او هم ډېر خلک باید د ډېرو په ګټه سرښندنه وکړي . . . د یوه فرد ګټې او آن ژوند یې باید د هغه د هېواد د ګټې او ښېګڼې قربان شي » . ( ۲۷ ) .
د مذهب له دریځه د ډېرو په نفع د یوه ژوند « قربانول » وژنه ده ، په تېره بیا د هغه چا لپاره چې په خدای او انجیل باندې باور ولري ، ځکه چې امر شوی دی چې دغه کړنه مه کوئ . د دغه عمل پر ضد مذهبي فرمان د عیسویت په ټولو مقدسو لیکنو کې په لاندینیو ساده کلمو روښانه شوې ده چې داسې حکم کوي چې « مه وژنه » .
د « مه وژنه » اصل په آسانه توګه د پوهېدو وړ ده او هغه دا چې : هیڅوک حق نه لري چې د بل چا ژوند واخلي . دغه شان پوهاوی تقریبأ د ټول بشریت ځانګړتیا ده ( البته چې داسې فرهنګونه هم شته چې د انسان قرباني ، انسان خوړنه او وژنه د منلو وړ بولي خو دا د بشریت په تاریخ کې یو نیم وار لیدل کېږي ) . مګر دلته زمونږ په مخ کې مطلقأ یو نوی مذهبي دریځ راټوکېږي کوم یو چې ورځ تر بلې پراختیا مومي او ځواکمن کېږي . دغه ځوان مذهب په څرګند ډول د بشپړو انساني توکمونو له منځه وړلو څخه ننګه کوي .
د ایلومیناتي فري ماسوني ډلې غړو ته تر هغو پورې د مذهب په تړاو د دغه سازمان اصلي موخې نه افشا کېدلې تر څو چې هغوی یوې ټاکلې درجې ته نه وو رسېدلي . خو کله چې به د ډلې یو غړی د کشر یا مشر ایلومیناتي ، د سکاتلند عیار او یا روحاني درجې ته ورسېده نو د ډلې ټول رازونه به ورته ویل کېدل . د ایلومیناتي ډلې مؤسس آدم وایسهاوپت په دې باور درلود چې وژنه ګناه نه ده . نوموړي دغه اصل نه یواځې تایید کړ بلکې هغه یې د نویوو غړو د منلو په مراسمو کې هم شامل کړ . په دې تړاو غونډه کې به د ډلې سابقه داره غړي نوي غړي ته داسې ویل : « په یاد دې دي ، کله چې مو له تا سره پېژندګلوي وشوله ، مونږ ویل چې د مذهب پر ضد زمونږ ډله هیڅ پلان نه لري . په دې سره مو تا ته ډاډګېرنه درکوله ، کله چې مو ته د سازمان په لیکو کې ومنلې بیا مو هم هماغه څه درته تکرار کړل ، کله چې ته زمونږ د معدني موادو په اکادمۍ کې شامل شوې . . . ستا په یاد دي مونږ په څومره مهارت او له تظاهره ډک درنښت سره تا ته د حضرت عیسی او انجیل په اړه خبرې کولې ؛ مګر له دې چې ته اوس د ایلومیناتي سازمان مساوي الحقوقه غړی ، د سکاتلند عیار یا هم روحاني شولې ، ته باید پوه شې چې مونږ نه د انجیل او حضرت عیسی بلکې د خپل عقل ، نه د هغه ( حضرت عیسی – ژ.) د عقیدې بلکې د طبعت د قوانینو نمانځنه کوو ؛ مونږ د مذهب ، عقل ، اخلاقو او طبعیت په اړه خبرې کوو خو زمونږ مذهب او اخلاق – د بشر حقوق ، مساوات او آزادي تشکیلوي . . . مونږ اړتیا لرله چې تا له ډېرو مخکې له مخکې شویو قضاوتونو څخه وژغورو تر څو وکولی شو تا په دې قانع کړو چې د حضرت عیسی نا سم دین پرته د روحانیونو ، دوکه بازانو او مستبدینو له ساخته کارۍ څخه بل څه نه دي . کله چې د تر ټولو نوموتي او د درناوي وړ دین داسې وضعیت وي نو د نورو په اړه څه باید وویل شي ؟ په یاد ولره چې هغوی ټول همدغه یو او عینې دروغ تکرار وي ، په مساوي توګه د هغوی ټولو اساس پر دروغو ، تېروتنو ، چټي نظرونو او بربنډې درغلۍ باندې ایښودل شوي دي . زمونږ راز وساته . . . هو ، د دې لپاره چې عیسویت او نور ادیان په بشپړه توګه له منځه یوسو ، مونږ پلمه کوله چې د هغوی ټولو له جملې څخه د یواځيني رشتیا دین نمانځنه کوو – خو په یاد ولره چې هدف وسایل تبرئه کوي او هوښیار انسان ښه د همغو وسلو په مرسته تر سره کوي د کومو په مټ چې ګمراه خلک مصیبتونه راپنځوي . هغه څه ته چې مونږ مراجعه وکړه تر څو تا آزاد کړو ، دقیقأ د همغې وسلې په مټ به مونږ یو وخت بشریت له مذهب څخه آزاد کړو – دا پرته له دینداره ټګۍ څخه بل څه نه دي چې مونږ به یې یو وخت نه یو وخت د فیلسوف یا ساحر په خوله رابربنډ کړو » ( ۲۸ ) .
د ډلې نوي جذب شوي غړي ته ویل کېدل چې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو لپاره کولی شي د قتل په شمول له هر ډول وسایلو څخه کار واخلي . او دا چې د ایلومیناتي ډلې اساسي موخه د عیسویت په شمول د ټولو ادیانو له منځه وړل دي . د دې مانا دا وه چې که چېرې عیسویان پر خپل دریځ باندې ټينګار وکړي نو کېدای شي چې ساده په فزیکي توګه له منځه یوړل شي .
د دغې فري ماسوني ډلې لپاره د مبارزې ټول میتودونه یو شان ښه وو ، لکه څنګه چې تر ټولو مهم پرنسیب یې دا شعار و : « موخه وسایل تبرئه کوي » . د ایلومیناتي ډلې مؤسس په کال ۱۹۷۸ – م کې خپل ملګري ته داسې ولیکل : « هیڅ یو څوک هم د دې وړتیا نه لري چې زمونږ د ډلې غړی شي ، که چېرې هغه . . . کم تر کمه دې ته چمتو نه وي چې د اعدام پر سزا ورکولو لاس پورې کړي » . ( ۲۹ ) .
آدم وایسهاوپت په دې تړاو یو ځل بیا ولیکل خو يو څه په بلو کلیماتو : « دې ته رسېدل په هره وجه ناشوني دي ، یواځې د پټو سازمانونو په جوړولو سره چې هغوی به هم په تدریجي او آرامه توګه د دولتونو حکومتونه ضبط کړي او د دې موخې لپاره هغه وسایل په کار واچوي چې بې شرفان ( رزیلان ) یې د خپلو اساسي موخو د لاس ته راوړلو لپاره کاروي » . ( ۳۰ ) .
وایسهاوپت ته د حکومت ستر ځواک ښه مالوم و او هغه د دغه ستر ځواک هیله د خپل سازمان غړو ته کوله . هغه خپل سازمان ښه سم وڅانډه . وایسهاوپت آن له دې سره هم موافقه ونه کړه چې د خپل سازمان غړو ته اجازه ورکړي چې که چېرې د موخو سره مرسته وکړي ، دوی دا شونتیا ولري چې حقایق تحریف کړي او دروغ ووایي . وایسهاوپت ولیکل : « په دې تړاو چې زمونږ د موخو لوری د مذهبونو او حکومتونو پر ضد دی ، باید یو لږ شک هم را پیدا نشي . ځينې وختونه دا اړتیا ده چې کله یو څه او کله بل څه وویل شي خو هیڅکله هم د خپل ځان سره مخالفت مه کوئ او د دې لپاره چې خپلې عمومي کړنلارې ته ژمن پاتې شو ، مونږ کولی شو چې د خپلو احتمالي غړو لپاره نه پيژندونکي پاتې شو » . ( ۳۱ ) .
جارج اوروېل په خپل کتاب کې چې « ۱۹۸۴ » نومېږي د فري ماسون د پټې ټولنې په دننه کې د غړو د ارتقا په بهیر کې د غړو له خوا د لوړې کولو تر ټولو ښه بېلګه وړاندې کړې ده . ښاغلی جارج اوروېل په خپل بیان کې لیکي چې کله یوه فري ماسوني ډله په خپلو لیکو کې نوي غړي مني نو لاندینۍ پوښتنې ورڅخه کوي : « آیا ته د خپل ژوند ځارولو لپاره تیار یې ؟ آیا ته قتل کولو ته تیار يې ؟ آیا ته د داسې ورانوونکو کړنو د تر سر کولو لپاره تیار یې چې په ترڅ کې یې په سلګونه بې ګناه انسانان ووژل شي ؟ آیا ته دې ته تیار یې چې خپل هېواد پردي ځواک ته ورکړې ؟ آیا ته د ټګۍ ، جعل ، شانتاژ ، د ماشومانو د ذهنیتونو د ککړولو ، د مخدره توکو د پراختیا ، د بد لمنۍ د هڅولو ، د جنسي ناروغیو د خپرېدو – د ټولو هغو څيزونو د تر سره کولو لپاره تیار یې چې کولی شي خلک بې موراله او ضعیف کړي ؟ آیا که مونږ درته امر وکړو ته د ځان وژنې لپاره تیار یې ؟ » . (۳۲ ) .
دا د هغې فلسفې بېلګه وه چې وایي : « موخه وسایل تبرئه کوي » . نوي غړي ته په کار وه چې هغسې وکړي لکه چې ورڅخه غوښتل کېږي تر څو د هغه کړنې د فري ماسون په ګټه تمامې شي . دغه شان لوړه غیر اخلاقي ده .
په دې ډول د هغو خلکو وژنه چې د نوي مذهب منلو ته تیار نه دي د منلو وړ ګرځي ، او هغه کسان چې دغه وژنې سر ته رسوي نه باید د وجدان له عذابه رنځ یوسي . د « نوي عصر » د مذهب له نظره قاتلانو بشریت ته ښه خدمت وړاندې کړی دی . په هر حال د ځمکې پر مخ د هر انسان پر حق باندې د دغه بې رحمه غوبل په اړه مونږ ته لا دمخه ویل شوي وو . په انجیل کې راغلي : « هو ، داسې وخت راتلونکی دی ، چې کله څوک تا وژني هغه به داسې فکر کوي چې د خدای لپاره فداکاري کوي » .
نوی نړیوال نظم د وینو په سمندر کې لامبو وهي .
اخیست ځایونه :
[ ۱ ] –
Dark Secrets of the New Age by Texe Marrs Published by Crossway Books , Westchester , Illinois in 1987. P.27.
[ ۲ ] –
Constanc Cumbey. Hidden Dangers of the Rainbow . Published by Huntington House , Inc. , Shreveport , Louisiana in 1983. P.7.
[ ۳ ] –
A . Ralph Epperson . The New World Order . Publius Press . Arizona . USA , 1997.P.9.
[ ۴ ] –
Ibid
[ ۵ ] –
Constanc Cumbey . Hidden Dangers of the Rainbow .P.17.
[ ۶ ] –
A . Ralph Epperson . The World New order . P.11.
[ ۷ ] –
Ibid . P.14.
[ ۸ ] –
A . Ralph Epperson . The New World Order . P.11.
[ ۹ ] –
Ibid .
[ ۱۰ ] –
Ibid .
[ ۱۱ ] –
A . Ralph Epperson . The New World Order . P.11,12.
[ ۱۲ ] – همالته . ۱۲ مخ .
[ ۱۳ ] –
A . Ralph Epperson . The New World Order . P.12,13.
[ ۱۴ ] – همالته . ۱۲ ، ۱۳ مخونه .
[ ۱۵ ] –
Ruth Montgomeri. A Gift of Prophecy . the Phenomenal Jeanne Dixon . Published by Bantam Books . New York in 1965. P.78.
[ ۱۶ ] –
Texe Marrs . Mystery Mark of the New Age . Published by Grossway Books . Westchester , Illinois in 1988. P.117.
[ ۱۷ ] –
A . Ralph Epperson . The New World Order . P.14.
[ ۱۸ ] – هملته ۱۴ مخ .
[ ۱۹ ] – هملته ۱۵ مخ .
[ ۲۰ ] –
A . Ralph Epperson . The New World Order . P.15.
[ ۲۱ ] –
James Herbert . Eckart called the tune . New York : Carrol & Graf , Publishers . Inc. , 1991. P.126.
[ ۲۲ ] – هملته ۱۲۶ مخ .
[ ۲۳ ] – هملته ۱۳۷ مخ .
[ ۲۴ ] –
James Herbert . Eckart called the tune . P.156.
[ ۲۵ ] – هملته ۱۵۹ مخ .
[ ۲۶ ] – هملته ۱۱۲ مخ .
[ ۲۷ ] –
Albert Pike . Morals and Dogma . Published by the Supreme Council of the Southern Jurisdiction of the Scottish Rite of Freemasonry in Washington DC . in 1871. P.173.
[ ۲۸ ] – نېسته وېبستر . نړیوال انقلاب . د تمدن پر ضد توطئه . له انګلیسي څخه روسي ژبې ته د ان . ان. سنچنکو ژباړه . ۱۱ ، ۱۲ مخونه .
[ ۲۹ ] – هملته ۱۴ مخ .
[ ۳۰ ] – هملته ۱۵ مخ .
[ ۳۱ ] – هملته ۱۱ مخ .
[ ۳۲ ] –
George Orwell . 1984. P.22.