د نوي عصر نهضت

د نوي عصر نهضت

دویمه برخه

ژباړن : نورالحق نبي زاده

      د پخوا ځینو مخکښو کارپوهانو وښودله چې هغوی هم دې ته اړ اېستل شول تر څو انتخاب وکړي . د هغو له ډلې څخه یو تن د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د الماني حاکمانو سرلاری آدلف هتلر و چې د هغې جګړې په ترڅ کې د پنځوس ملیونو څخه د لا ډېرو انسانانو له منځه وړنه یې ناسم کار نه باله . هتلر د نفوسو زیاتوالی یوه نامطلوبه پدیده ګڼله نو ځکه یې د ځان په هکله داسې فکر کاوه چې دی د نړۍ د نفوسو د راکمولو خدای استازی دی . هغه ولیکل : « زه حق لرم د هغو ټيټو ملتونو ملیونونه استازي له منځه یوسم د کومو تناسل چې د پرازیتو په شان دی » . ( ۲۰ ) . هتلر هم هغه څه وکړل چې د خپل مذهب په چوکاټ کې ورته د منلو وړ وه . هغو کسانو چې د هغه پر نوي مذهب باندې باور نه درلود نو انتخاب یې هم نه درلود او هغوی له منځه لاړل .

     دیتریش اکارت هغه شخصیت و چې د هتلر پر ژوند يې تر بل هر چا مهم رول لوبولی و . نوموړی د نازي ګوند د اوو مؤسسینو څخه یو تن او هغه څوک و چې په رشتیا هم د « نازیزم معنوي بنسټګر » بلل کېده . دا چې دغه شخصیت د هتلر په ژوند کې څومره مهم و یو لیکوال یې په اړه داسې لیکي : « په خپله آدولف هتلر اکارت ته د هغې څېرې په سترګه کتل چې د هغه پر ژوند یې تر بل هر چا زیاته اغېزه شیندلې وه » . ( ۲۱ ) .

      دا هم روښانه ده چې اکارت د مخدره توکو په مټ « لوړ بصیرت » ته د رسېدو لپاره ګڼ شمېر تجربې تر سره کړې دي . اوس دا هم په ډاګه شوې ده چې هتلر هم هڅه وکړه چې ورته کړنې وکړي : « . . . هتلر د مخدره توکو ، د منځنیو پېړیو د علم غیب او سحر ( جادو ) د ژورې څېړنې په مرسته د بصیرت لوړو کچو ته ورسېده . . . » . ( ۲۲ ) .

       اکارت د هغې پټې الماني ټولنې په اړه چې د « توله » په نوم یادېدله لیکي : « . . . د توله ټولنه – یوه مخلصه شیطان پاله . . . او د علم غیب د څېړونکو په ځواکمنې او ښه غځېدلې کړۍ کې مرکزي څېره ده » . ( ۲۳ ) .

      مګر دیتریش اکارت همدا شان په راتلونکې کې د میتریا خدای چې د « نوي عصر » ماموریت دی هم باور درلود . اکارت د هغو دوو روسي جنرالانو سره په یو لړ ناستو کې ګډون درلود چې له خپل ټاټوبی څخه تښتېدلې وو او په المان کې اوسېدل . اکارت او د هغه انډیوالانو ته د دغو ناستو په ترڅ کې د « میتریا خدای » د الماني ماموریت د هرو مرو راڅرګندېدو په اړه اعلان شوی و .

      اکارت د هتلر د ژوند مسیر ته د لوسیفر د عبادت کولو دنیا ته د یوه خاصې موخې لپاره لوری ورکړ . کله چې اکارت د مرګ په بستره کې پروت و ، هغه خپلو هغو هم نظره ملګرو ته چې د ده شاوخواته راغونډ شوي وو وویل : « په هتلر پسې لاړ شئ ! هغه به ونڅېږي ، خو نغمه یې زما فرمایش دی !  هغه مې « پټو دوکتورینو » ته ځانګړی کړ ، د تصور کولو لپاره مې مرکزونه ورته پرانیستل او د لوړو ځواکونو سره د اړیکو نیولو لپاره مې وسایل ورته سمبال کړل . زما لپاره مه ژاړئ : زه پر تاریخ باندې د هر بل جرمن په پرتله ډېره اغېزه کوم » . ( ۲۴ ) . اکارت د « توله » په ټولنه کې خپلو هم نظرو او توجیه ګرو ته په ډاګه وویل چې هغه شخصأ له شیطان څخه دا سې استنباط تر لاسه کړی دی چې هغه ( هتلر ) ته د دجال د مراندې ( رګ ) جوړول مقدر شوي دي – مانا هغه څوک چې د لوسیفر له خوا د دې لپاره پارول شوی دی تر څو نړۍ رامه کړي او آریایي توکم برم ته ورسوي .

       یوه بله کړۍ چې د « توله ټولنه » د لوسیفر لمانځنې سره تړي هغه په خپله د نازي ګوند سمبول دی چې سواستیکا ( کږ لېچی صلیب ) بلل کېږي .  لیکوال مینګلي هول په خپل کتاب کې چې « د پخوانۍ فلسفې په اړه لکچرونه » نومېږي ، کږ لېچي صلیب داسې انځوروي : « سواستیکا . . . یو څرخېدونکی صلیب دی چې د متمرکز شوي حرکت د « بې ځنډتیا » معنی ورکوي » . ( ۲۵ ) .

       قاموس سواستیکا داسې انځوروي : هر هغه صلیب ( چلیپا ) چې د خطونو پای یې په مساوي توګه ښۍ خواته کږ لېچ شوي وي او هر کږلېچ یوه قایمه زاویه تشکیل کړي – سواستیکا بلل کېږي . دغه سمبول دوه ډولونه لري : د یوه ډول د خطونو پای یې چپې خوا ته خو د بل ډول د خطونو پای یې ښۍ خوا ته کږول شوي وي . لمړی ډول مانا دا چې د هغه صلیب چې د خطونو پای یې چپې خوا ته کږلېچ شوي وی هر چېرې د ښېګڼې سمبول ګڼل کېږي ، دویم ډول يې د بدکارۍ سمبول دی .

       هتلر شخصأ په خپله د نازي د ګوند د په وینو لړلی بیرغ او سمبول وروستی وریانت غوره کړ . هغه ( هتلر ) هغه سواستیکا غوره کړه چې نه یواځې د « توله ټولنې » پېږندل شوی سمبول  و بلکې  د بدکارۍ سمبول هم و . رسمي تفاوت یې دا وه چې د « توله ټولنې » سواستیکا له دوو کنجکو ( چنګک ) ته ورته صلیب څخه تشکیل شوی و .

       رودلف فون سیبوتندورف چې د « توله ټولنې » د مؤسسینو له ډلې څخه و بیا داسې انګېرله چې سواستیکا د لمر سمبول دي . نوموړي د ۱۹۱۸ – م کال د نومبر په میاشت کې داسې اعلان وکړ : « زه تکل لرم چې د توله ټولنه دغې جګړې ته راکښ کړم . . . زه پر دغه سواستیکا چې زمونږ لپاره سپېڅلی سمبول دی سوګند یادوم چې ته به د « سپېڅلي لمر » په هکله هر څه واورې » . ( ۲۶ ) .

         ماسوني لیکوال آلبرت پایک په خپل کتاب کې چې « اخلاق او دوګما » نومېږي د ژوند او مرګ په اړه د استدلال کولو په تړاو داسې لیکي : « داسې ویل سم نه دي چې « یو انسان ولو که هر څومره کوچنی هم وي نه باید د یوه بل ستر انسان ، اکثریت او یا د ټولو خلکو لپاره قربان شي » . دا یوه له لارې اېستونکې او خطرناکه تېروتنه ده . ډېری وختونه هم یو فرد او هم ډېر خلک باید د ډېرو په ګټه سرښندنه وکړي . . . د یوه فرد ګټې او آن ژوند یې باید د هغه د هېواد د ګټې او ښېګڼې قربان شي » . ( ۲۷ ) .

       د مذهب له دریځه د ډېرو په نفع د یوه ژوند « قربانول » وژنه ده ، په تېره بیا د هغه چا لپاره چې په خدای او انجیل باندې باور ولري ، ځکه چې امر شوی دی چې دغه کړنه مه کوئ . د دغه عمل پر ضد مذهبي فرمان د عیسویت په ټولو مقدسو لیکنو کې په لاندینیو ساده کلمو روښانه شوې ده چې داسې حکم کوي چې « مه وژنه » .

       د « مه وژنه » اصل په آسانه توګه د پوهېدو وړ ده او هغه دا چې : هیڅوک حق نه لري چې د بل چا ژوند واخلي . دغه شان پوهاوی تقریبأ د ټول بشریت ځانګړتیا ده ( البته چې داسې فرهنګونه هم شته چې د انسان قرباني ،  انسان خوړنه او وژنه د منلو وړ بولي خو دا د بشریت په تاریخ کې یو نیم وار لیدل کېږي ) . مګر دلته زمونږ په مخ کې مطلقأ یو نوی مذهبي دریځ راټوکېږي کوم یو چې ورځ تر بلې پراختیا مومي او ځواکمن کېږي . دغه ځوان مذهب په څرګند ډول د بشپړو انساني توکمونو له منځه وړلو څخه ننګه کوي .

       د ایلومیناتي فري ماسوني ډلې غړو ته تر هغو پورې د مذهب په تړاو د دغه سازمان اصلي موخې نه افشا کېدلې تر څو چې هغوی یوې ټاکلې درجې ته نه وو رسېدلي . خو کله چې به د ډلې یو غړی د کشر یا مشر  ایلومیناتي ، د سکاتلند عیار او یا روحاني درجې ته ورسېده نو د ډلې ټول رازونه به ورته ویل کېدل . د ایلومیناتي ډلې مؤسس آدم وایسهاوپت په دې باور درلود چې وژنه ګناه نه ده . نوموړي دغه اصل نه یواځې تایید کړ بلکې هغه یې د نویوو غړو د منلو په مراسمو کې هم شامل کړ . په دې تړاو غونډه کې به د ډلې سابقه داره غړي نوي غړي ته داسې ویل : « په یاد دې دي ، کله چې مو له تا سره پېژندګلوي وشوله ، مونږ ویل چې د مذهب پر ضد زمونږ ډله هیڅ پلان نه لري . په دې سره مو تا ته ډاډګېرنه درکوله ، کله چې مو ته د سازمان په لیکو کې ومنلې بیا مو هم هماغه څه درته تکرار کړل ، کله چې ته زمونږ د معدني موادو په اکادمۍ کې شامل شوې . . . ستا په یاد دي مونږ په څومره مهارت او له تظاهره ډک درنښت سره تا ته د حضرت عیسی او انجیل په اړه خبرې کولې ؛ مګر له دې چې ته اوس د ایلومیناتي سازمان مساوي الحقوقه غړی ، د سکاتلند عیار یا هم روحاني شولې ، ته باید پوه شې چې مونږ نه د انجیل او حضرت عیسی بلکې د خپل عقل ، نه د هغه ( حضرت عیسی – ژ.) د عقیدې بلکې د طبعت د قوانینو نمانځنه کوو ؛ مونږ د مذهب ، عقل ، اخلاقو او طبعیت په اړه خبرې کوو خو زمونږ مذهب او اخلاق – د بشر حقوق ، مساوات او آزادي تشکیلوي . . . مونږ اړتیا لرله چې تا له ډېرو مخکې له مخکې شویو قضاوتونو څخه وژغورو تر څو وکولی شو تا په دې قانع کړو چې د حضرت عیسی نا سم دین پرته د روحانیونو ، دوکه بازانو او مستبدینو له ساخته کارۍ څخه بل څه نه دي . کله چې د تر ټولو نوموتي او د درناوي وړ دین داسې وضعیت وي نو د نورو په اړه څه باید وویل شي ؟ په یاد ولره چې هغوی ټول همدغه یو او عینې دروغ تکرار وي ، په مساوي توګه د هغوی ټولو اساس پر دروغو ، تېروتنو ، چټي نظرونو او بربنډې درغلۍ باندې ایښودل شوي دي . زمونږ راز وساته . . .  هو ، د دې لپاره چې عیسویت او نور ادیان په بشپړه توګه له منځه یوسو ، مونږ پلمه کوله چې د هغوی ټولو له جملې څخه د یواځيني رشتیا دین نمانځنه کوو – خو په یاد ولره چې هدف وسایل تبرئه کوي او هوښیار انسان ښه د همغو وسلو په مرسته تر سره کوي د کومو په مټ چې ګمراه خلک مصیبتونه راپنځوي . هغه څه ته چې مونږ مراجعه وکړه تر څو تا آزاد کړو ، دقیقأ د همغې وسلې په مټ به مونږ یو وخت بشریت له مذهب څخه آزاد کړو – دا پرته له دینداره ټګۍ څخه بل څه نه دي چې مونږ به یې یو وخت نه یو وخت د فیلسوف یا ساحر په خوله رابربنډ کړو » ( ۲۸ ) .

      د ډلې نوي جذب شوي غړي ته ویل کېدل چې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو لپاره کولی شي د قتل په شمول له هر ډول وسایلو څخه کار واخلي . او دا چې د ایلومیناتي ډلې اساسي موخه د عیسویت په شمول د ټولو ادیانو له منځه وړل دي . د دې مانا دا وه چې که چېرې عیسویان پر خپل دریځ باندې ټينګار وکړي نو کېدای شي چې ساده په فزیکي توګه له منځه یوړل شي .

      د دغې فري ماسوني ډلې لپاره د مبارزې ټول میتودونه یو شان ښه وو ، لکه څنګه چې تر ټولو مهم پرنسیب یې دا شعار و : « موخه وسایل تبرئه کوي » . د ایلومیناتي ډلې مؤسس په کال ۱۹۷۸ – م کې خپل ملګري ته داسې ولیکل : « هیڅ یو څوک هم د دې وړتیا نه لري چې زمونږ د ډلې غړی شي ، که چېرې هغه . . . کم تر کمه دې ته چمتو نه وي چې د اعدام پر سزا  ورکولو لاس پورې کړي » . ( ۲۹ ) .

       آدم وایسهاوپت په دې تړاو یو ځل بیا ولیکل خو يو څه په بلو کلیماتو : « دې ته رسېدل په هره وجه ناشوني دي ، یواځې د پټو سازمانونو په جوړولو سره چې هغوی به هم په تدریجي او آرامه توګه د دولتونو حکومتونه ضبط کړي او د دې موخې لپاره هغه وسایل په کار واچوي چې بې شرفان ( رزیلان ) یې د خپلو اساسي موخو د لاس ته راوړلو لپاره کاروي » . ( ۳۰ ) .

      وایسهاوپت ته د حکومت ستر ځواک ښه مالوم و او هغه د دغه ستر ځواک هیله د خپل سازمان غړو ته کوله . هغه خپل سازمان ښه سم وڅانډه . وایسهاوپت آن له دې سره هم موافقه ونه کړه چې د خپل سازمان غړو ته اجازه ورکړي چې که چېرې د موخو سره مرسته وکړي ، دوی دا شونتیا ولري چې حقایق تحریف کړي او دروغ ووایي . وایسهاوپت ولیکل : « په دې تړاو چې زمونږ د موخو لوری  د مذهبونو او حکومتونو پر ضد دی ، باید یو لږ شک هم را پیدا نشي . ځينې وختونه دا اړتیا ده چې کله یو څه او کله بل څه وویل شي خو هیڅکله هم د خپل ځان سره مخالفت مه کوئ او د دې لپاره چې خپلې عمومي کړنلارې ته ژمن پاتې شو ، مونږ کولی شو چې د خپلو احتمالي غړو لپاره نه پيژندونکي پاتې شو » . ( ۳۱ ) .  

        جارج اوروېل په خپل کتاب کې چې « ۱۹۸۴ » نومېږي د فري ماسون د پټې ټولنې په دننه کې د غړو د ارتقا په بهیر کې د غړو له خوا د لوړې کولو تر ټولو ښه بېلګه وړاندې کړې ده . ښاغلی جارج اوروېل په خپل بیان کې لیکي چې کله یوه فري ماسوني ډله په خپلو لیکو کې نوي غړي مني نو لاندینۍ پوښتنې ورڅخه کوي : « آیا ته د خپل ژوند ځارولو لپاره تیار یې ؟ آیا ته قتل کولو ته تیار يې ؟ آیا ته د داسې ورانوونکو کړنو د تر سر کولو لپاره تیار یې چې په ترڅ کې یې په سلګونه بې ګناه انسانان ووژل شي ؟ آیا ته دې ته تیار یې چې خپل هېواد پردي ځواک ته ورکړې ؟ آیا ته د ټګۍ ، جعل ، شانتاژ ، د ماشومانو د ذهنیتونو د ککړولو ، د مخدره توکو د پراختیا ، د بد لمنۍ د هڅولو ، د جنسي ناروغیو د خپرېدو – د ټولو هغو څيزونو د تر سره کولو لپاره تیار یې چې کولی شي خلک بې موراله او ضعیف کړي ؟ آیا که مونږ درته امر وکړو ته د ځان وژنې لپاره تیار یې ؟ » . (۳۲ ) .

      دا د هغې فلسفې بېلګه وه چې وایي : « موخه وسایل تبرئه کوي » . نوي غړي ته په کار وه چې هغسې وکړي لکه چې ورڅخه غوښتل کېږي تر څو د هغه کړنې د فري ماسون په ګټه تمامې شي . دغه شان لوړه غیر اخلاقي ده .

       په دې ډول د هغو خلکو وژنه چې د نوي مذهب منلو ته تیار نه دي د منلو وړ ګرځي ، او هغه کسان چې دغه وژنې سر ته رسوي نه باید د وجدان له عذابه رنځ یوسي . د « نوي عصر » د مذهب له نظره قاتلانو بشریت ته ښه خدمت وړاندې کړی دی . په هر حال د ځمکې پر مخ د هر انسان پر حق باندې د دغه بې رحمه غوبل په اړه مونږ ته لا دمخه ویل شوي وو . په انجیل کې راغلي : « هو ، داسې وخت راتلونکی دی ،  چې کله څوک تا وژني هغه به داسې فکر کوي چې د خدای لپاره فداکاري کوي » .

       نوی نړیوال نظم د وینو په سمندر کې لامبو وهي .

اخیست ځایونه :

[ ۱ ] –

Dark Secrets of the New Age by Texe Marrs Published by Crossway Books , Westchester , Illinois in 1987. P.27.

[ ۲ ] –

Constanc Cumbey. Hidden Dangers of the Rainbow . Published by Huntington House , Inc. , Shreveport , Louisiana in 1983. P.7.

[ ۳ ] –

A . Ralph Epperson . The New World Order . Publius Press . Arizona . USA , 1997.P.9.

[ ۴ ] –

Ibid

[ ۵ ] –

Constanc Cumbey . Hidden Dangers of the Rainbow .P.17.

[ ۶ ] –

A . Ralph Epperson . The World New order . P.11.

[ ۷ ] –

Ibid . P.14.

[ ۸ ] –

A . Ralph Epperson . The New World Order . P.11.

[ ۹ ] –

Ibid .

[ ۱۰ ] –

Ibid .

[ ۱۱ ] –

A . Ralph Epperson . The  New World Order . P.11,12.

[ ۱۲ ] – همالته . ۱۲ مخ .

[ ۱۳ ] –

A . Ralph Epperson . The New World Order . P.12,13.

[ ۱۴ ] – همالته . ۱۲ ، ۱۳ مخونه .

[ ۱۵ ] –

Ruth Montgomeri. A Gift of Prophecy . the Phenomenal Jeanne Dixon . Published by Bantam Books . New York in 1965. P.78.

[ ۱۶ ] –

Texe Marrs . Mystery Mark of the New Age . Published by Grossway Books . Westchester , Illinois in 1988. P.117.

[ ۱۷ ] –

A . Ralph Epperson . The New World Order . P.14.

[ ۱۸ ] – هملته ۱۴ مخ .

[ ۱۹ ] – هملته ۱۵ مخ .

[ ۲۰ ] –

A . Ralph Epperson . The New World Order . P.15.

[ ۲۱ ] –

James Herbert . Eckart called the tune . New York : Carrol & Graf , Publishers . Inc. , 1991. P.126.

[ ۲۲ ] – هملته ۱۲۶ مخ .

[ ۲۳ ] – هملته ۱۳۷ مخ .

[ ۲۴ ] –

James Herbert . Eckart called the tune . P.156.

[ ۲۵ ] – هملته ۱۵۹ مخ .

[ ۲۶ ] – هملته ۱۱۲ مخ .

[ ۲۷ ] –

Albert Pike . Morals  and Dogma . Published by the Supreme Council of the Southern Jurisdiction of the Scottish Rite of Freemasonry in  Washington DC . in 1871. P.173.

[ ۲۸ ] – نېسته وېبستر . نړیوال انقلاب . د تمدن پر ضد توطئه . له انګلیسي څخه روسي ژبې ته د ان . ان. سنچنکو ژباړه . ۱۱ ، ۱۲ مخونه .

[ ۲۹ ] – هملته ۱۴ مخ .

[ ۳۰ ] – هملته ۱۵ مخ .

[ ۳۱ ] – هملته ۱۱ مخ .

[ ۳۲ ] –

George Orwell . 1984. P.22.

 

 

 

      

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې...

پـاكـۍ بـيــان

دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى: ﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم...

داودس سنتونه

ويمنځل ددواړولاسودی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه ستاسونه...

دغسل بـيـان

غسل پردری قسمه دی فرض غسل، واجب غسل او سنت غسل. فرض غسل هم دری(٣) ډوله دی دجنابت غسل، دحيض غسل اودنفاس غسل، په...

دحوض او څاه د اوبو بيان

دحـوض داوبـوبيـان يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ...

دتـيـمـم بـيـان اواحـكام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج)...

Recent Comments